• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د ایران د کړکېچ زیاتېدو پر مهال د قطر پوځي اډه کې د توغندیو ګرځنده لانچرونه کارولي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې امریکایي ځواکونو په منځني ختیځ کې د خپلې تر ټولو لویې پوځي اډې العدید کې له ایران سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې خپل توغندي په ګرځنده لاریو کې ځای پر ځای کړي، څو په چټکۍ سره د هغو لېږدول شونې وي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د پاتریوټ توغندیو د نیمه‌دایمي لانچرونو پر ځای د ګرځنده لاریو کارول دا ښيي، چې امریکا غواړي دا سیسټمونه په چټکۍ سره ځای پر ځای کړي او یا یې د ایران د احتمالي برید پر مهال په دفاعي بڼه ولېږدوي؛ دا چاره په سیمه کې د خطر د کچې لوړېدو نښه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی، چې د هغه د اټومي او بالسټیک توغندیو د پروګرامونو، په منځني ختیځ کې د متحدو ډلو د ملاتړ او د کورني مخالفت د ځپلو له امله به پرې بمبارۍ وکړي، که څه هم د جګړې د مخنیوي لپاره خبرې لا هم روانې دي.

امریکا په عراق، اردن، کویټ، سعودي عربستان، قطر، بحرین، متحده عربي اماراتو، عمان، ترکیه او د هند سمندر په ډیاګو ګارسیا کې هم پوځي اډې لري.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو خبرداری ورکړی، چې که پر ایراني خاوره برید وشي، نو دوی کولی شي د سیمې هره امریکایي اډه په نښه کړي.

ویلیم ګوډهېنډ چې د(Contested Ground) ادارې د انځورونو عدلي شنونکی دی ویلي، د جنورۍ او فبرورۍ د لومړیو د سپوږمکۍ انځورونو پرتله ښيي، چې په ټوله سیمه کې الوتکې او نور پوځي تجهیزات زیات شوي دي.

هغه وویل، چې د فېبرورۍ په پیل کې د العدید په اډه کې پاتریوټ توغندي د ام ۹۸۳ درنو پوځي لاریوباندې بار شوي وو.

هغه زیاته کړه: «دا پرېکړه پاتریوت توغندیو ته ډېره خوځښت ورکوي، یعنې دوی ژر بل ځای ته انتقالېدلی شي یا په چټکۍ سره بیا ځای پر ځای کېدای شي.»

تر سه‌شنبې پورې دا روښانه نه وه چې ایا توغندي لا هم په دغو لاریو کې دي که نه.

ایران وایي چې تېر اوړي د دوو اونیو جګړې وروسته یې د توغندیو زیرمې بېرته ډکې کړې دي، هغه مهال چې اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو او ځینو نورو پوځي اهدافو بریدونه وکړل او امریکا هم د دې کمپاین په وروستیو کې ګډون وکړ.

ایران د تهران شاوخوا، د کرمانشاه، سمنان او د خلیج ساحل ته نږدې د ځمکې لاندې توغندیز مرکزونه لري.

د ایران سمندري بې‌پیلوټه الوتکو وړونکې بېړۍ د جنورۍ په ۲۷مه د بندر عباس څخه شاوخوا ۵ کیلومتره لرې په سمندر کې د سپوږمکۍ په انځورونو کې لیدل شوې وه. دا بېړۍ د فبرورۍ په ۱۰مه هم د بندر عباس ته نږدې لیدل شوې ده.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

جي‌ډي‌ونس: له کابل څخه د تخلیې پر مهال د اذربایجان ځواکونه تر نورو وروسته ووتل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي‌ونس ویلي، چې د اذربایجان د جمهوریت ځواکونه د هغو وروستیو بهرنیو ځواکونو له ډلې وو، چې د افغانستان د تخلیې پر مهال ووتل او د ترهګرۍ پر ضد په نړۍواله جګړه کې یې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.

د ټرېنډ خبري اژانس د راپور له‌مخې، جي‌ډي‌ونس دا څرګندونې د اذربایجان د ولسمشر الهام علي‌اوف سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال وکړې. نوموړي په افغانستان کې د باکو او واشنګټن ترمنځ پوځي همکاریو ته په اشارې وویل، چې دا ملګرتیا له کلونو راهیسې تر هغه کچې کمه یاده شوې ده، چې ارزښت یې لري، حال دا چې د امریکا متحده ایالتونو ته یې خورا ستر اهمیت درلود.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه: «کېدای شي ډېر امریکایي وګړي په دې نه وي خبر چې اذربایجاني ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د سمندري پوځیانو (مېرینز) تر څنګ جنګېدل او د دې هېواد له تر ټولو زړورو، کلکو او سرسختو پوځي ځواکونو څخه ګڼل کېدل».

ونس ټینګار وکړ، چې اذربایجان د نړۍوالو ځواکونو د حضور پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته پراخ ملاتړ ورکړی و او د دې هېواد د ځواکونو دوامداره حضور تر وروستیو وتلو پړاوونو پورې د دې ماموریت پر وړاندې د باکو جدي ژمنتیا ښيي.

هغه په پای کې وویل: «موږ نن دلته راغلي یو، څو د دې دوستۍ او همکارۍ مننه وکړو او په عین حال کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزو او د ګډو همکاریو یو نوی پړاو پیل کړو».

اندونیزیا د غزې سوله ساتي ځواک ته د ۸ زره سرتېرو ورکولو لپاره تیاری ښودلی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۸ GMT+۰

اندونیزیا وایي چې د غزې لپاره د وړاندیز شوي ګډ پوځي ځواک د سرتېرو شمېر ۲۰ زره سرتېري کېدای شي او د دغه هېواد حکومت اټکل کوي چې تر ۸ زره پورې سرتېري ورته چمتو کړي، خو لا د پوځي ماموریت دقیق شرایط نه دي ټاکل شوي.

د اندونیزیا د ولسمشر پرابوو سبیانټو ویاند پراېسټیو هادي ویلي چې دا شمېره د بېلابېلو هېوادونو د ګډې ژمنې برخه ده او اندونیزیا تر اوسه پورې یوازې خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

هغه وویل: «ټول شمېر شاوخوا ۲۰ زره دی او دا یواځې د اندونیزیا ځواک نه دی».

پراېسټیو همدارنګه څرګنده کړه چې اندونیزیا د دې ځواک د ماموریت جزییاتو ته په تمه ده، او تر هغه چې د ماموریت جواز، دنده او ساحه په رسمي ډول نه وي ټاکل شوې، د عسکرو دقیق شمېر نه نهايي کیږي.

اندونیزیا تېر کال ژمنه کړې وه چې د غزې د سولې ساتنې په ماموریت کې به تر ۲۰ رزه پورې سرتېري چمتو کړي، خو دوی نړیوالې اجازې تر لاسه کولو ته اړتیا لري.

د اندونیزیا دفاع وزارت هم د اسراییلي رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دغه هېواد عسکر به په ځانګړو سیمو لکه رفح او خان یونس کې ځای پر ځای شي.

د قرغیزستان ولسمشر د ملي امنیت دولتي کمېټې مشر له دندې ګوښه کړی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۰

د قرغیزستان ولسمشر د سې شنبې په ورځ خپل اوږدمهالی متحد او د قرغیزستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې مشر له دندې ګوښه کړی دی. کامچي بیک تاشییف له ۲۰۲۰ کال راهیسې لوړې امنیتي او حکومتي دندې درلودې او د ولسمشر جباروف اوږدمهالی متحد او دویم ځواکمن کس ګڼل کېده.

محلي رسنیو د جپاروف د مطبوعاتي سکرتر له قوله ویلي چې ولسمشر دا پرېکړه «د ټولنې د وېش مخنیوي او د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره» کړې ده.

قرغیزستان چې شاوخوا ۷ میلیونه نفوس او له روسیې سره نږدې اړیکې لري، د لویدیزو هېوادونو تر څارنې لاندې دی.

جپاروف او تاشییف د خپلو پلویانو له نظره د مرکزي اسیا په دې جمهوریت کې د کلونو سیاسي ګډوډۍ پای ته رسولو او د سیاسي مشرانو ترمنځ د ایتلافونو جوړولو له لارې واک ټینګ کړی و.

خو منتقدین وايي چې دوی پر مخالفو غږونو او ازادو رسنیوفشار راوړی دی.

د روسیې سفیر: پاکستان د روسیې د تیلو د اکتشاف او تولید په برخو کې همکارۍ ته لېواله دی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۰

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خوروف وايي، پاکستان د روسیې د تیلو د اکتشاف او تولید په برخه کې د همکارۍ لیوالتیا لري. نوموړی ویلي، چې روسیه چمتو ده له پاکستان سره د انرژۍ برخې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفارت نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه په اېکس کې له ټاس سره په دغه هیواد کې د روسیې سفیر البرت خوروف مرکه خپره کړې ده.

د روسیې سفیر البرت خوروف ویلي چې دوی د شوروي اتحاد پرمهال له پاکستان سره د تیلو او ګازو د دولتي شرکت او د تیلو او ګازو د پراختیا شرکت د جوړولو ترڅنګ په مختلفو برخو کې مرسته کړې ده.

نوموړي ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د روسیې او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخو کې د پاکستان د وسپنې فابریکو بیا رغونه، د روسیې او پاکستان ترمنځ د ریل پټلۍ اړیکې رامینځته کول، د اوبو په بریښنا کې همکاري، او د انسولین په ګډون د درملو تولید لپاره ګډې پانګونې رامینځته کول شامل دي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر د بریکس سره د یوځای کېدو لپاره د پاکستان د لیوالتیا هرکلی کړی دی.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند د ۳۰۰ کارکوونکو د خوشې کولو پرېکړه کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د پاکستان د سند ایالت ځایي حکومت د دوشنبې په ورځ د تحریک انصاف ګوند د نیول شويو ۳۰۰ کارکوونکو د خوشې کولو پرېکړه کړې ده. دغه کسان تېره اونۍ د عامه نظم د ساتنې ادارې له‌خوا لاریونونو ته د خلکو د هڅولو په تور د یوه فرمان له مخې نیول شوي وو.

ډان ورځپاڼې د حکومتي سرچینو او د یاد ګوند د مشرانو په حواله راپور ورکړی، چې د سند د کورنیو چارو وزیر یاده پرېکړه له دوی سره شریکه کړې ده. د تحریک انصاف ګوند ویاندې فوزیه صديقي ویلي: «هیله‌من یو، چې زموږ کارکوونکي به د سې‌شنبې په ورځ د ټولو رسمي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته خوشې شي».

هغې ادعا وکړه، چې نږدې ۳۰۰ د ګوند کارکوونکي او مشران یې د تېرې یکشنبې په ورځ د چاپو پرمهال د لاریونونو د غوښتنې په تور په بېلابېلو برخو کې نیول شوي، «موږ لا دمخه د دوی د نیولو پر وړاندې په محکمه کې قضیه ثبت کړې ده».

حکومتي سرچینو هم د تحریک انصاف ګوند یاده ادعا تایید کړې او ژمنه یې کړې، چې د یوې پرېکړې له مخې به ټول کسان خوشې شي. سرچینو ویلي: «په دې اړه د نیول شویو کسانو د اسنادو رسمي پروسې کارونه پیل شوي دي».

د سند د کورنیو چارو وزارت تر دې وړانددې خبرداری ورکړی و، چې د تحریک انصاف ګوند کارکوونکي به لاریونونو ته د خلکو د هڅونې په تور د ۳۰ ورځو لپاره ونیول شي. په راپور کې راغلي: «دوی خلک هڅوي، چې سړکونه او لویې لارې وتړي، پرلت او لاریونونه تنظیم کړي چې دغه کړنې ښايي سولې او امن ته زیان ورسوي».