• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هه‌نګاو: ایران د ۳ افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام کړل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰

د هه‌نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وايي، ایران د درېیو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام کړي دي. دغه سازمان وايي، یاد افغانان کریم نظري، سیف‌الدین مهربان او نامق کسروي نومېدل او د هرات او بغلان ولایتونو اوسېدونکي وو.

هه‌نګاو د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان پر عمدي قتل او د نشه‌يي توکو اړوند جرایمو کې د ښکېلتیا له امله پر اعدام محکوم شوي او د اعدام دغه حکمونه په تېرو لسو ورځو کې په اهواز، اراک، ګرګان، تایباد، یزد او شېراز زندانونو کې عملي شوي دي.

د هه‌نګاو سازمان د معلوماتو له‌مخې، په دغې ډله کې کریم نظري چې د افغانستان د هرات اوسېدونکی وو، د نشه‌يي توکو اړوند تور او ۲۳ کلن سیف‌الدین مهربان او ۲۵ کلن نامق کسروي چې د بغلان اوسېدونکي وو، د عمدي وژنې د تورونو له امله اعدام شوي دي.

د ایران حکومتي سرچینې او همداراز قضایه قوه ډېری وخت د دغه ډول پېښو په تړاو راپور نه‌ورکوي او په دې تړاو یې هم څه نه‌دي ویلي.

د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه‌لري.

د دوی په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

د هه‌نګاو د بشري حقونو د سازمان وینا، ایران په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي.

طالبانو او بلې هېڅ ډلې لا تراوسه د دومره ډېر شمېر افغانانو د اعدامېدو په تړاو اعتراض او یا هم لږ تر لږه د وضاحت غوښتنه نه‌ده کړې.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د یو قراردادي شریک نوم د جېفري اپسټین د جنسي رسوایۍ په دوسیه کې راڅرګند شو

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۰

د امریکا د عدلیې وزارت له‌خوا خپاره شوي اسناد ښيي، چې سلطان احمد بن سلیم د «ډي‌پي ورلډ» شرکت مشر چې د طالبانو له ادارې سره قراردادي اړیکې لري، له بدنام امریکايي جنسي مجرم جېفري اپسټین سره پراخې او شخصي اړیکې لرلې او د خپلو جنسي تجربو په اړه یې ورسره لیکلي پیغامونه تبادله کړي دي.

د امریکا د استازو جرګې غړي ټامس مَسي د سې‌شنبې په ورځ سلطان بن سلیم تورن کړ، چې اپسټین ته یې په برېښنالیک کې «د شکنجې ویډیو» لېږلې ده. مَسي ادعا وکړه، چې هغه د بن سلیم او اپسټین ترمنځ د اېمېلونو ناسانسوره شوې بڼه لیدلې ده.

د هغه اېمېل له‌مخې چې مَسي په خپل اېکس حساب کې خپور کړی، اپسټین د ۲۰۰۹ کال د اپرېل په ۲۴مه بن سلیم ته لیکلي وو: «چېرې یې؟ ښه یې؟ د شکنجې ویډیو مې خوښه شوه».

بن سلیم یوه ورځ وروسته ځواب ورکړی: «زه اوس په چین کې یم او د مې میاشتې په دویمه اوونۍ کې به امریکا ته راشم».

نیوزویک مجلې په یوه راپور کې لیکلي، چې تر دې مهاله سلطان بن سلیم او د «ډي‌پي ورلډ» شرکت د دغو تورونو په اړه هېڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په دفتر کې د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ په ۱۶مه، د ډي‌پي ورلډ شرکت استازي د طالبانو له مالیې وزارت سره د «پانګونې د شرط‌نامې سند» لاسلیک کړ. په هغه مراسمو کې د ملا برادر د دفتر مشر عبدالله عزام وویل، چې دا تړون به د افغانستان د بندرونو او سوداګریزو لارو د پراختیا زمینه برابره کړي.

د تړون له‌مخې، ډي‌پي ورلډ شرکت ژمنه کړې چې د هېواد په شمال کې د حیرتان بندر او په ختیځ کې د تورخم بندر عصري او پرمختللي کړي. سره له دې چې دا تړونونه مهم بلل کېږي، طالبانو تر اوسه د دغو قراردادونو د حقوقي اړخونو او جزیاتو په اړه روښانه معلومات نه دي خپاره کړي. د طالبانو د مالیې وزارت هم په دې اړه هېڅ رسمي اعلامیه نه ده ورکړې او ټول خبرونه یوازې د اقتصادي مرستیال له دفتره خپاره شوي دي.

د سلطان بن سلیم او اپسټین ترمنځ د اړیکو تر افشا کېدو وروسته، د کاناډا د کېوبک د تقاعد صندوق اعلان وکړ چې د ډي‌پي ورلډ په پروژو کې خپله پانګونه دروي. دغه صندوق د ۳۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د دې شرکت په څو پروژو کې پانګونه کړې وه.

د اپسټین د رسوایۍ نه ختمېدونکې کړۍ

د میلیونونو پاڼو اېمېلونه او اسناد ښيي، چې د جېفري اپسټین د اړیکو شبکه له نړۍوالو پولو هاخوا غځېدلې وه. که څه هم تر اوسه په دغو دوسیو کې د کوم افغان سیاستوال یا شتمن نوم نه دی یاد شوی، خو اپسټین د منځني ختیځ له شتمنو کسانو سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې.

د امریکا د عدلیې وزارت اېمېلونه څرګندوي، چې سلطان بن سلیم له هغه وروسته هم چې اپسټین په ۲۰۰۸ کال کې د جنسي قاچاق او د ماشومانو د ځورونې په جرم محکوم شوی و، له هغه سره خپله نږدې اړیکه ساتلې وه. دا مکاتبې تر هغه لږ څه مودې پورې روانې وې چې اپسټین په ۲۰۱۹ کال کې ځان وواژه.

د اېمېلونو ټکان ورکوونکې منځپانګه

په خپرو شویو اېمېلونو کې بن سلیم اپسټین ته د هغو ښځو په اړه معلومات ورکوي، چې ډېری یې فاحشې بلل شوي او داسې ښکاري چې ده ورسره اړیکې لرلې. د ۲۰۱۳ کال د جون په میاشت کې، هغه اپسټین ته د یوه کس د عمر، وزن او قد په اړه جزیات لیکلي او په بل پیغام کې یې ویلي دي: «اوس روان یم چې پر خپلې بېړۍ یوه نوې روسۍ ښځه وازمایم».

هغه همداراز د ۲۰۱۳ کال په ډسمبر کې اپسټین ته په ټوکیو کې د فحشا د خدماتو د بیو لېسټ هم لېږلی و.

جېفري اپسټین چې په ۲۰۱۹ کال کې یو ځل بیا د کم‌عمره نجونو د جنسي قاچاق په تور نیول شوی و، د محکمې له پیل وړاندې د منهاټن د زندان په کوټه کې ومړ. د عدلي طب څېړنو د هغه د مرګ لامل ځان‌وژنه بللې ده.

د طالبانو د بادغیس والي: د هبت‌الله فرمانونه د نظام اصل دي او تطبیق کې یې باید ځنډ ونه‌شي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۲ GMT+۰

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو والي محمد حنیف حمزه په دغه ولایت کې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر د قانون تطبیق په تړاو غونډه کې وویل، د هبت‌الله اخوندزاده فرمانونه د نظام «اصل او بنسټ» دي او په وینا یې په عملي کېدو کې یې باید ځنډ ونه‌شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ارزونو له‌مخې، طالبانو په خپله نږدې ۵ کلنه واکمنۍ کې تراوسه له ۸۰ زیات رسمي فرمانونه، لارښوونې او احکام صادر کړي، چې د ښځو، بشري حقونه او فردي ازادۍ یې په مستقیم ډول او تنظیم شوې بڼه په نښه کړي دي.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، محمد حنیف حمزه په دغه ولایت کې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر د قانون تطبیق په تړاو غونډه کې ویلي: «د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون او د [ملا هبت‌الله] فرمانونه د نظام اصل اساس دي، چې په تطبیق کې یې باید ځنډ ونه‌شي».

هغه همداراز له مسوولینو او محستبینو وغوښتل، چې د دعوت پر مهال دې نرمي اختیار کړي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله دغو فرمانونو د ښځو او نجونو د ژوند بېلابېلې برخې اغېزمنې کړې دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، له شرعي محرم پرته د سفر مخنیوی، د جامو او حجاب په برخه کې سخت محدودیتونه او له پارکونو، ورزشي سالونونو، عامه حمامونو، کتابتونونو او پوهنتونونو څخه د ښځو بشپړ منع کېدل د دغو فرمانونو برخې دي.

ملګرو ملتونو او د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د بشري حقونو اړوندو سازمانونو او هېوادونو له طالبانو په وار وار غوښتي، چې د ښځو او نجونو پروړاندې ځپوونکي فرمانونه ژر تر ژره لغو کړي، خو طالبانو بیا د دوی د دغې غوښتنې په غبرګون کې یوازې دومره ویلي، چې په افغانستان کې د افغان ښځو حقوق د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې خوندي دي.

ملګري ملتونه د بامیان په بند امیر کې د ښځو لپاره سوداګریز مارکېټ جوړوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۰

د افغانستان په مرکزي زون کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د ښځو سازمان د بامیان لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د متشبثو ښځو لپاره د ۴۰ غرفو په ګډون یو ګډ سوداګریز مارکېټ افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

په داسې حال کې چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزیر د ۱۴۰۲ کال د وږي په لومړۍ اوونۍ کې د بامیان بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه، خو اوس ملګري ملتونه غواړي چې په یاد پارک کې د ښځو په ګډون یو ګډ سوداګریز مارکېټ جوړ کړي.

د هېواد په مرکزي زون کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوولې اوریلیا او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مسوولې یاسمین د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي ګل‌حیدر شفق سره په کتنه کې د ښځو د سوداګریزو چارو لپاره د یوه ګډ بازار د جوړېدو او افتتاح په تړاو خبرې کړې دي.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په همدې تړاو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په یاد ګډ سوداګریز مارکېټ کې ۴۰ غرفې د ښځو لپاره ځانګړې شوي، خو د دغه مارکېټ د څرنګوالي او همداراز د لګښت په تړاو هېڅ جزییات نه‌دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د یادو مسوولینو له قوله ویل شوي: «د بند امیر په ملي پارک کې تجارتي مارکېټ او بازار چې په‌کې جومات، د پاکو اوبو سیستم، لمریزه برېښنا، پلې لارې او نور شامل دي، په نږدې راتلونکې کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي».

د طالبانو د بامیان والي ګل‌حیدر شفق د ملګرو ملتونو له دغه پروګرام څخه په دې شرط چې «اسلامي اصول مراعات شي» ملاتړ کړی دی.

ګل‌حیدر شفق د ملګرو ملتونو له یادو مسوولینو غوښتي: «خپل ټول فعالیتونه او کاري پروګرامونه باید د اسلامي قوانینو او اصولو په چوکاټ کې عملي کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف وزیر د ۱۴۰۲ کال د وږي په ۴مه بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ بندیز په شفاهي ډول اعلان کړ. نوموړي د دغه بنديز لامل یاد بند ته د تګ پر مهال د ښځو «بې حجابي» بللې وه.

د هغه دغه دریځ ګڼ غبرګونونه راوپارول او همداراز ښځې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې پارک ته د تګ اجازه نه‌لري.

د سره صلیب کمېټه: ۲۰۲۵ کال کې ۱.۲۶ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۰

په افغانستان کې د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي، چې په تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې ۱.۲۶ میلیونه افغانانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي. دې کمېټې زیاته کړې، چې دغه خدمتونه د دوی په ۴۷ روغتیایي مرکزونو کې وړاندې شوې دي.

یادې نړۍوالې مرستندویه ادارې زیاته کړې، چې د دوی موخه درمل او طبي وسایل برابرول دي. همداراز یې ټینګار کړی، چې د دغو خدمتونو په لړ کې یې ښځو او ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال پروګرام اندېښنه ښودلې، چې د امریکا د پراختیایي مرستو کمېدو له کبله د افغانستان روغتیایي سکټور له جدي بشري ناورین سره مخ دی.

یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان روغتیايي سکټور له ناورین سره مخ دی، سلګونه روغتیایي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بند شوي او که نړۍوالې مرستې ونه‌شي، نو دا ناورین به لا پراخ شي.

راپورونو کې راغلي، چې د افغانستان د اوسني روغتیايي ناورین تر ټولو ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي چې د درملنې بهیر یې سخت اغېزمن شوی دی.

د طالبانو اړوند ورځپاڼه؛ وروستۍ زمانه ده، ځکه پر ښځو ظلم کېږي او حقوق یې نه مراعاتېږي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۰

د طالبانو اړوند د «شریعت» په نوم ورځپاڼې د «پر خپلو لوڼو او خویندو رحم وکړئ» په سرلیک سره په خپله نننۍ (سې‌شنبه د سلواغې ۲۱مه) سرمقاله کې اوسنۍ دوره د ښځو لپاره «وروستۍ زمانه» بللې او زیاته کړې یې ده، چې پر ښځو ظلم کېږي او حقوق یې هم نه‌مراعاتېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع دي او همداراز د خپلو کورنیو د سرپرستو ښځو په ګډون ښځو ته د کار کولو اجازه نشته، د طالبانو اړوندې رسنۍ هم پر ښځو د «رحم» کولو غږ پورته کړی دی.

دغې ورځپاڼې په اسلام کې د ښځو مقام، عزت او حقونو ته په اشارې ویلي، له اسلام څخه وړاندې د نړۍ په ټولو ټولنو کې له ښځو سره خورا سخت ظلم روان و، خو د اسلام په راتګ سره ښځو بېرته خپل خدای ورکړی حق او مقام تر لاسه کړ.

ورځپاڼه کاږي، په «کفري نړۍ» کې له ښځو سره ډېر پرېوتی چلند کېږي او ډول ډول استفاده ترې کېږي او په وینا یې په اسلامي ټولنو کې د کورني ژوند او د ښځو د هوسا ژوند کیسې چې تر کفري ټولنو رسېږي، هلته ښځې د داسې ژوند تصور هم نه‌شي کولی او ځینې یې د حقیقت له درک کولو وروسته اسلام هم مني.

په دې مقاله کې راغلي: «همدا اوس تاسې د کفري نړۍ پر حال فکر وکړئ، چې هغوی له ښځو سره څومره پرېوتی چلند کوي؟! حتی ښځو ته د نفقې ګټل هم په خپله ور له غاړې دي، په خورا سختۍ او د درنو او شاقه کارونو له لارې یوه ګوله روزي ګټي او شپه پرې تېروي. په ځوانۍ کې ترې د خپلو خواهشاتو لپاره استفاده کوي، په تجارت او مارکټېنګ کې ترې کار اخلي او په مختلفو نومونو یې له ځان سره په ادارو کې مصروفوي، خو چې ځواني یې خزان شي، بیا څوک خیرات هم نه ورکوي. نه مېړه پر خپلې ښځې رحم کوي، نه ورور پر خپلې خور، نه زوی پر خپله مور او نه پلار پر خپله لور».

خو یو شمېر ښځې چې افغانستان ته په سیاحت راغلي او بېرته تللي، له رسنیو سره یې په مرکو کې ویلي، چې دوی تر ډېره د افغان ښځو په پرتله ډېرې ازادۍ لرلې او په افغانستان کې هم د افغان ښځو په پرتله زیاتې ازادۍ درلودې.

د «شریعت ورځپاڼې» په سرمقاله کې راغلي: «مګر دا چې اوس بیا وروستۍ زمانه ده، نو متأسفانه په اسلامي ټولنو کې هم د ښځو په حق کې یو څه کوتاهي راغلې، ظلم پرې کېږي او حقوق یې نه‌رعایت کېږي».

په داسې حال کې چې طالبانو تل ویلي، چې په افغانستان کې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق خوندي دي، خو دغه ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې ښځو ته میراث نه‌ورکول کېږي، په خپله خوښه د نکاح حق نه‌لري، ځينې یې په بدیو کې ورکوي او یو شمېر یې د پیسو (ولور) په بدل کې خرڅوي.

دغې ورځپاڼې د نجونو د تعلیم په تړاو هېڅ یادونه نه‌ ده کړې، په داسې حال کې چې افغان نجونې زده‌کوونکې له نږدې پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو له دوامه محرومې دي.