هغه د یکشنبې په ورځ د شل اوریز نړۍوال جام د پرانیستې لوبې څخه مخکې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا غواړي افغانستان د ښځو لوبډله سیالیو ته واستوي وویل: «هو، بلکل.»
خان دا هم وویل، چې د ښځو د لوبډلې لرل له هغو شرطونو او معیارونو څخه دي چې د کرېکټ نړۍواله شورا یې د افغانستان د بشپړ غړیتوب لپاره اړین ګڼي. هغه زیاته کړه: «د کرېکټ نړۍواله شورا او د افغانستان کرېکټ بورډ ښه پوهېږي، خو موږ لېواله یو هر څوک چې د افغانستان استازیتوب کوي؛ هغوی د لوبو په ډګر کې ووینو».
راشد خان ویلي، چې د ښځو کرېکټ به د افغانستان کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړۍوالې شورا په پریکړې پورې اړه ولري. خان ټینګار وکړ، د یو لوبغاړي په توګه ډېر واک نهلري او یوازې هغو چارو ته فکر کوي چې «د کنټرول وړ» وي.
هغه وویل: «موږ په داسې وضعیت کې یو، چې رښتیا هم ډېر رول نهشو لوبولی. خو بیا هم هو، ملاتړ تل شته؛ خو په پای کې پرېکړه هغه کسان کوي، چې ډېر واک لري». د راشد خان څرګندونې د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړې فیرزوه افغان چې دا مهال له خپلو فعالیتونو څخه پاتې ده، له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
مېرمن افغان پر انسټاګرام پاڼه په یوه یادښت کې ولیکل، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا په ۲۰۱۷کال کې په قصدي ډول د ښځو د کرېکټ لوبډلې پرته افغانستان ته د بشپړ غړیتوب ورکولو سره خپل نړۍوال قوانین مات کړل.
هغې دغه پرېکړه د افغانستان د ښځو پر کرېکټ مستقیمه او ویجاړوونکې ضربه بللې او زیاته کړې یې ده: «وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ له دې ناکامۍ ګټه واخیسته او داسې کیسه یې پیاوړې کړه، چې ګواکې یوازې د نارینهوو لوبډله د دغه لاسته راوړنو وړ ده او د ښځو د لوبډلې حضور اړین نهدی».
واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته دغه ډلې د نورو محدودیتونو تر څنګ ښځې او نجونې له ورزش څخه هم منعه کړې دي او د ښځو ټولې ملي لوبډلې یې منحل کړې. تر دې مخکې راشد خان د افغانستان د ښځو او نجونو د زدهکړې له حقه هم ملاتړ کړی و.
د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۲۰کال کې ۲۵ ښځینه لوبغاړې لرلې؛ خو د کابل له سقوط وروسته دغه لوبغاړې اوس په اسټرالیا، کاناډا او برېتانیا کې ژوند کوي. د افغانستان د ښځو د کرېکټ لوبډلې زیات غړي د کانبرا او ملبورن په ښارونو کې مېشت دي او د ځایي لوبډلو لپاره لوبې کوي.