د راپورونو له مخې؛ د خواف–هرات رېل پټلۍ په وروستیو میاشتو کې د سیمې له مهمو ترانزیتي لارو څخه شمېرل کېږي او د ۱۴۰۴کال د پای ته رسېدو شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې د نږدې ۵۰۰زره ټنو توکو د لېږد یو نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.
دغه کچه د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۸ برابره لوړه ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ د مسیر د بدلون ښکارندويي کوي او د پاکستان پر ځای د ایران له لارې د راکړې ورکړې زیاتېدو ته اشاره لري.
رسمي شمېرې ښيي، چې د روان کال په پیل کې په میاشتني ډول د لېږد کچه شاوخوا ۱۰زره ټنه وه؛ خو د مرغومي میاشتې ته په رسېدو دغه اندازه نږدې ۹۰زره ټنو ته لوړه شوې ده.
د چارواکو په وینا؛ د راتلونکي کال لپاره موخه دا ده، چې میاشتنی لېږد ۱۰۰زره ټنو ته ورسېږي او په ۱۴۰۵کال کې د کلني لېږد اندازه له یو مېلیون ټنو واوړي.
په همدې موده کې د ایران او طالبانو د ټرانسپورټ، صنعت او ډیپلوماسۍ لوړپوړو چارواکو د یادې رېل پټلۍ څخه لیدنه کړې، چې دا د دواړو هېوادونو په اقتصادي پروګرامونو کې د دغه رېل پټلۍ سټراټیژیک اهمیت څرګندوي. ایراني چارواکي ټینګار کوي، چې د یادې پټلۍ پیاوړتیا د دوغارون پوله نه کمزورې کوي؛ بلکې دواړه لارې کولای شي د یو بل پياوړې کوونکې واوسي.
له بلې خوا په افغانستان کې هم د معیاري رېل پټلۍ د پراختیا چارې روانې دي او تمه ده، چې دغه کرښه د هرات د رباطپریان لوژستیکي تمځي پورې وغځېږي؛ څو افغانستان د سیمې له رېلي شبکې سره لا ښه ونښلول شي او شمال ته د مزارشریف پر لور د پراختیا زمینه برابره شي.
د ایران د رېل پټلۍ ادارې مشر جبارعلي ذاکري ویلي، چې یوازې د روان کال په لسو میاشتو کې افغانستان ته د ایران د رېلي صادراتو او ترانزیت کچه ۵۷۰زره ټنو ته رسېدلې، حال دا چې دغه شمېره تېر کال شاوخوا ۱۵زره ټنه وه، یعنې ۳۸ برابره زیاتوالی ښیي.
چارواکي اټکل کوي، په راتلونکي کال کې به د ایران او افغانستان ترمنځ رېلي راکړې ورکړې نږدې درې مېلیون ټنو ته ورسېږي چې یوه برخه به یې د اماراتو، کویټ او روسیې له اړخه د ټرانزیټ توکي وي.