طالبانو په کندهار کې پاکستان ته د سپين زرو او پسونو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د ۳زره ګرامه سپينو زرو او ۶۱۶ پسونو د قاچاق مخه نیولې چې پاکستان ته په ناقانونه ډول لېږدول کېدل. د یادې قول اردو په وینا؛ ۹ کارټنه درمل یې هم ترلاسه کړي، چې له پاکستان نه افغانستان ته راوړل کېدل.