• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واشنګټن ته د نتنیاهو د سفر لامل: ټرمپ ته د ویټکاف له لوري د معلوماتو په بشپړ لېږد کې شک

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۰

د اسراییل ۱۲ کانال راپور ورکړی، واشنګټن ته د دغه هېواد د لومړي وزیر ناڅاپي سفر او له ډونالډ ټرمپ سره لیدنه له مخکیني پلان پرته په چټکۍ ترسره کېږي، څو د ایران په اړه د اسراییل استخباراتي ارزونې خپله ولسمشر ته وسپاري او ډاډ ترلاسه کړي، چې ټرمپ ټول معلومات په دقیق ډول ترلاسه کړي.

د دغه راپور له‌مخې، بنیامین نتنیاهو هوډ لري ټرمپ ته کټ مټ هغه راپور وړاندې کړي، چې تېره اوونۍ د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف هغه ته ورکړی و.
په دغه راپور کې د اسراییل د لومړي وزیر د یوې نږدې سرچینې له قوله راغلي: «نتنیاهو پرېکړه کړې چې دا توضیحات په خپله وړاندې کړي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ټرمپ ټول معلومات په دقیق ډول ترلاسه کوي».
د ۱۲کانال په حواله، په دغه ناسته کې به د ایران پر اټومي او توغندیزو پروګرامونو، په سیمه کې د نیابتي ځواکونو څخه د تهران پر ملاتړ او همدارنګه د وروستیو اعتراضونو پر مهال د اعتراض کوونکو پر خونړي ځپلو بحث او خبرې وشي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

•
•
•

نور کیسې

شهزاده رضا پهلوي ایرانیانو ته: هیلې مه بایلئ، موږ به خامخا ایران ژغورو

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۰
100%

شهزاده رضا پهلوي د یوې ویډیويي وینا له لارې ایرانیانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت تل هڅه کوي د خلکو ترمنځ ناهیلي، وېره او مایوسي خپره کړي، خو دا هڅې به بریالۍ نه‌شي.

نوموړي وویل: «موږ دومره ډېر ځوانان چې ویښ او بااحساسه خلک و، د دې لپاره له لاسه نه دي ورکړی چې پاتې نور مو له ژوند څخه هیله وبایلي. برعکس، زموږ ژوندي پاتې کېدل په دې معنا دي چې موږ به حتما خپل ایران ژغورو». شهزاده رضا پهلوي ټینګار وکړ، چې د ایران ولس باید خپلې هیلې ژوندۍ وساتي او د روانو ستونزو سره سره، د راتلونکي لپاره باور له لاسه ورنه کړي.

د هغه په وینا، د هغو ځوانانو قربانۍ چې د ازادۍ او بدلون لپاره یې ژوند له لاسه ورکړی، دا پیغام لري چې مبارزه باید روانه پاتې شي. هغه همدارنګه ایرانیانو ته خبرداری ورکړ، چې په بې‌اهمیته او هر اړخیزو بحثونو کې ښکېل نه‌شي.

نوموړي وویل: «خپل ځانونه په دې بحثونو او حاشیوي مسایلو کې مه اچوئ، چې فلان ځای دا خبره وشوه او یا هماغه خوا دا ډول خبرې یا مذاکرات ترسره شول». شهزاده رضا پهلوي زیاته کړه، چې اصلي موخه باید د ایران ژغورنه، د خلکو یووالی او د روښانه راتلونکي لپاره ګډه هڅه وي، نه دا چې ولس د بې‌ځایه خبرو او اوازو له لارې ستړی او مغشوش کړل شي.

طالبان وایي په فراه کې د نشه يي توکو يوه فابریکه کشف او له منځه وړل شوې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، په فراه ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بکواه ولسوالۍ په عملیاتو کې د نشه يي توکو يوه فابریکه کشف کړه او د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو او تیزابو سره يې وسوځوله.

د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې فابریکه کې ۲۳ کيلوګرامه ژېړ پوډر، ۱۹ کيلوګرامه تور پوډر او ۸۰ لېتره تیزاب موجود وو.

وزارت ویلي، چې دغه هدفمند عملیات د نشه يي توکو د تولید او قاچاق مخنیوي لپاره ترسره شول.

د راپور له مخې، د نشه يي توکو د پروسس او تولید دغه فابریکه د بکواه ولسوالۍ په یو جلا شوي ځای کې موقعیت درلود، او د دوی د سختو عملیاتو په نتیجه کې له منځه وړل شوې ده.

ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰
100%

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې اعدام کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام له‌خوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې ده.

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.

د اذربایجان له زندانونو څخه ۱۴ افغان بندیان خوشې شوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. وزارت همدا راز ویلي چې د دغه بندیانو دوسیې به په افغانستان کې تعقیب کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې نن شنبه، د سلواغې په ۱۸مه، خپره شوې، د اذربایجان جمهوریت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه شوې او ډاډ ورکړل شوی چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به روانه ساتل کېږي.

په خبرپاڼه کې د خوشې شویو بندیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې تیره اونۍ ۱۲۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت یو چارواکی ترکیې ته په رسمي سفر تللی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، د دغه وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم ریس، نعیم الله ایوبي، ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی. طالبان وایي، ددغه سفر موخه د روغتیاري همکاریو پياوړي کول دي.

د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ایوبي به د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم اړوند یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه له ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته، طالبان خپلې همکارۍ د روغتیایي محصولاتو په برخه کې له هند، ایران او ترکیې سره پراخې کړې دي.

سره له دې چې ترکیې د طالبانو حکومت لا تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی، خو د دواړو خواوو اړیکې ښې دي او ترکیه په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره پراخې همکارۍ لري.