• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا د سوېلي افریقا پر وړاندې لوبه کوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۰۸ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام په لومړۍ لوبه کې د نیوزېلنډ پر وړاندې له ماتې وروسته، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۲مه) د سوېلي افریقا له پیاوړې لوبډلې سره مخ شي. دغه لوبه به د سهار په لسو بجو د هند د احمداباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې پیل شي.

که افغانستان لوبه وګټي، نو بل پړاو ته به د تګ چانس ولري؛ خو په دې لوبه کې ماتې به یې لوبډله له نړۍوال جام څخه ژر وتلو ته نږدې کړي. سوېلي افریقا چې د شل اوریزو نړۍوال جام په وروستي پړاو کې دویم مقام ترلاسه کړی و، د افغانستان لپاره یو پیاوړی سیال دی.

د شل اوریزو نړۍوالو لوبه د ډلبندۍ له مخې؛ سوېلي افریقا په پنځم ځای کې او افغانستان په لسم ځای کې دی. د سوېلي افریقا کرېکټ په ۱۸۸۹ کال کې جوړ شو او دغه هېواد له ۱۹۰۹کال راهیسې د کرېکټ نړۍوالې شورا دایمي غړی دی.

سوېلي افریقا تر اوسه پورې ۲۱۷ شل اوریزې نړۍوالې لوبې کړې، چې ۱۱۶ یې ګټلې او ۹۷ یې بایللې دي. له بل پلوه افغانستان له ۲۰۱۷کال راهیسې د کرېکټ نړۍوالې شورا دایمي غړی دی او تر اوسه پورې یې ۱۵۹ شل اوریزې نړۍوالې لوبې کړې دي، چې ۹۶ یې ګټلې او ۶۰ یې بایللې دي.
افغانستان تر اوسه پورې اووه ځله په شل اوریز نړۍوال جام کې برخه اخیستې او تر ټولو غوره لاسته راوړنه یې د ۲۰۲۴کال د نړۍوال جام نیمه پای لوبې ته رسېدل وو.
سږکال د شل اوریزو لوبو کرېکټ نړۍوال جام لسم پړاو د هند او سریلانکا په کوربه‌توب ترسره کېږي، چې شاوخوا شلو لوبډلو په‌کې برخه اخیستې ده. افغانستان د دغه سیالیو په څلورم ګروپ کې د نیوزېلنډ، سوېلي افریقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره همډلی دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۳
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۴

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

له مډال پرته ځلېدل؛ محمد بشیر عبداللهی د افغانستان اتلتیک ۱۱ کلن ریکارډ مات کړ

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۰
له مډال پرته ځلېدل؛ محمد بشیر عبداللهی د افغانستان اتلتیک ۱۱ کلن ریکارډ مات کړ
100%

محمد بشیر عبداللهی چې په چین کې د اتلتیک اسیا جام اتلولۍ سیالیو کې د افغانستان استازی دی، په یادو سیالیو کې د مډال په ګټلو بریالی نه‌شو؛ خو هغه په دغه سیالیو کې د افغانستان اتلتیک ۱۱ کلن ریکارډ مات کړ.

د افغانستان اتلتیک فدراسیون په تیانجین سیالیو کې د دغه لوبغاړي ریکارډ ماتونکی فعالیت تایید کړ. د فدراسیون په وینا؛ عبداللهی د چین په تیانجین کې د اتلتیک اسیا جام اتلولۍ سیالیو کې د لسو ګډون کوونکو لوبغاړو په منځ کې لسم مقام ترلاسه کړ.

دغه افغان ورزشکار ۳زره مټره واټن په ۹:۲۵.۷۱ وخت کې وواهه او په دغه سیالۍ کې یې د محمد کریم یاقوت پخوانی ریکارډ مات کړ. پخوانی ریکارډ د ۲۰۱۵کال (د فبرورۍ په ۱۲مه) د تهران په سیالۍ کې د ۹:۳۰.۱۵ دقیقو سره جوړ شو. په دې توګه عبداللهی وکولای شول، چې د افغانستان ملي ریکارډ شاوخوا پنځه ثانیې ښه کړي.
په دغه سیالیو کې عبداللهی د چین، پاکستان، جاپان، قرغزستان، ازبکستان، کمبوډیا او ایران له لوبغاړو سره سیالي وکړه، که څه هم دغه سیالي پرته له مډال ترلاسه کولو پای ته ورسېده؛ خو د افغانستان اتلتیک لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه وه.

100%

افغان لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د نیوزیلنډ پر وړاندې ماتې وخوړه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۷ GMT+۰
افغان لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د نیوزیلنډ پر وړاندې ماتې وخوړه
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله.

افغان لوبغاړو د لوبې په لومړۍ پړاو کې د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې ګلبدین نایب د ۶۳ منډو په جوړولو مخکښ و، صدیق‌الله اتل ۲۹ او رحمن‌الله ګربز ۲۷ منډې وکړې.

د هدف د دفاع پر مهال افغان توپ‌اچوونکو د نیوزیلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول، خو سیالې لوبډلې وکولای شول د پنځو ویکټو په توپیر ټاکل شوی هدف پوره کړي او بریا خپله کړي.

دا لوبه د هند په چینای ښار کې ترسره شوه.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د سویلي افریقا پر وړاندې په احمداباد ښار کې ترسره کړي.

د افغانانو له غبرګونو وروسته؛رحمان‌الله ګربز وايي چې د پاکستان په سوپر لیګ کې ګډون نه کوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۰
د افغانانو له غبرګونو وروسته؛رحمان‌الله ګربز وايي چې د پاکستان په سوپر لیګ کې ګډون نه کوي
100%

د افغانستان د ملي لوبډلې توپ‌وهونکی رحمان الله ګربز وايي، چې د نوموړي د بنسټ کارونه نیمګړي پاتې دي او نشی کولی چې د پاکستان په لیګ یا پي اېس اېل کې ګډون وکړي. د پېښور زلمي لوبډلې ویلي و، چې ګربز به سږ کال د پاکستان سوپر لیګ (پي‌اېس‌اېل) کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د افغانستان د ملي لوبډلې توپ‌وهونکی رحمان الله ګربز له هغه وروسته د پاکستان په سوپر لیک کې د نه ګډون پرېکړه کوي، چې په تولنیزو رسنیو کې د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شو او افغانانو له هغه وغوښتل، چې د پاکستان په لیګ کې دې ګډون نه کوي، هغه ځکه چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرکټ سیمه ییزې لوبډلې لوبغاړي په نښه کړل.

په دې غبرګون کې رحمان الله ګربز پاکستان ته په اشارې دوښمن هیواد یاد کړ او دا هوايي برید یې وغانده.

ددې پيښې وروسته افغانستان کرکټ بورډ خپلې رسمي لوبې له پاکستان سره لغوه کړې.

رحمان الله ګربز هغه وخت له افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شو، چې د پېښور زلمي لوبډلې بنسټګر جاوېد اپریدی اعلان وکړ، چې افغان کرکټر رحمان‌الله ګربز به سږ کال د پاکستان سوپر لیګ (پي‌اېس‌اېل) په سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د ۱۹ کلنو نړۍوال جام: ۲ افغان لوبغاړي د غوره توپ‌وهونکو او توپ‌اچوونکو په ډله کې شامل شول

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۰
د ۱۹ کلنو نړۍوال جام: ۲ افغان لوبغاړي د غوره توپ‌وهونکو او توپ‌اچوونکو په ډله کې شامل شول
100%

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام نن د هند په بریا پای ته ورسېد او دوه افغان لوبغاړي د یادو سیالیو د غوره توپ‌وهونکو او توپ‌اچوونکو په ډله کې شامل شول.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام تر نیمه پایلوبې پورې غوره لوبه وړاندې کړه، خو د پایلوبې لار یې د هند لوبډلې ډب کړه.

دغه سیالۍ نن د هند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په یاد نړۍوال جام کې د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې توپ‌اچوونکي نصرت‌الله نورستاني په شپږو سیالیو کې د ۱۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د غوره توپ‌اچوونکو په درجه بندۍ کې دویم ځای خپل کړی دی.

په دې برخه کې د انګلستان ماني لایمسډن د ۱۵ ویکټو په اخیستو سره لومړی مقام خپل کړ او د پاکستان عبدالسبحان د ۱۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

همدارنګه د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې تکړه توپ‌وهونکی فیصل شینوزاده په شپږو لوبو کې د ۴۳۵ منډو په جوړولو سره د نړۍوال جام د غوره توپ‌وهونکو په ډله کې درېیم مقام خپل کړی او انګلستان بن مایس د ۴۴۴ منډو په جوړولو سره لومړی او د هند سوریاوانشي د ۴۳۹ منډو په جوړولو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

هند د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام اتل شو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰
هند د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام اتل شو
100%

د هند د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د بریتانیا پر وړاندې په زړه‌راښکونکې بریا سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

د دې سیالیو په پایلوبه کې، چې د دواړو پیاوړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، هند بریتانیا ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او د شپږم ځل لپاره یې د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام اتلولي وګټله. هند په ټورنمنټ کې خپلې ټولې اووه لوبې وګټلې او بې له کومې ماتې یې جام خپل کړ.

هند چې په پایلوبه کې یې لومړی توپ وهنه وکړ، په ۵۰ اوورونو کې یې ۴۱۱ منډې جوړې کړې. ویبهاو سوریاوانشي د ۱۷۵ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې ستوری وګرځېد. هغه خپله سلېزه یوازې په ۵۵ توپونو کې پوره کړه، چې د دې نړیوال جام په تاریخ کې دویمه تر ټولو چټکه سلېزه ده.

سوریاوانشي د ایوش مهاتره سره د ۱۴۲ منډو او د ودانت تریودي سره د ۸۹ منډو مهمې ملګرتیاوې وکړې. ورسره، ودانت تریودي ۳۲، ویهان مالهوترا ۳۰، ابیګیان کوندو ۴۰ او کانیشک چوهان ۳۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې، د بریتانیا لوبډله د هند د توپ اچوونکو پر وړاندې ونه درېدله او په ۳۱۱ منډو وسوځېده، په داسې حال کې چې لا هم تر ۱۰ ډېر اوورونه پاتې وو. ار اېس امبریش په ۹ اوورونو کې د ۵۶ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټې واخیستې او غوره بالینګ یې ترسره کړ. دیپش دوندران او کانیشک چوهان دوه ـ دوه ویکټې واخیستې او خیلان پټیل او ایوش مهاتره یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د ټورنمنټ په پای کې، ویبهاو سوریاوانشي د ۴۳۹ منډو په مجموع سره د منډو له مخې دویم غوره لوبغاړی شو او د بریتانیا ماني لامسدن د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام د تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکي لوبغاړي لقب خپل کړ.