شهزاده رضا پهلوي: په ایران کې نسل وژنه روانه ده

شهزاده رضا پهلوي وایي، د ایران خلک د هغه «اشغالګر ځواک» سره جګړه کوي چې هېواد یې یرغمل کړی؛ یو داسې حکومت چې په یوه ناعادلانه جګړه کې د جنګي وسلو پر مټ هغه بېوسلې خلک چې د ظلم څخه د خلاصون او ازادۍ غوښتنه کوي، په ډزو وژني.
