• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا له ایران نه د نرګس محمدي او ټولو سیاسي بندیانو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ایران نه غوښتي، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي چې تازه په ۷ نیم کاله بند محکومه شوې او همداراز ټول سیاسي بندیان بې‌له ځنډه خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، نرګس محمدي له ۵۹ ورځو توقیف وروسته په داسې حال کې چې نه یې وکیل ته لاسرسی لاره او نه یې روغتیایي وضعیت ښه و؛ یوې محکمې ته وړاندې شوې چې د عادلانه محاکمې معیارونه یې هم پوره نه‌کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، ایران باید «بې‌له ځنډه» نرګس محمدي او ټول هغه کسان خوشې کړي چې د خپلو سیاسي باورونو او مدني دریځونو له امله بنديان شوي دي. واشنګټن یو ځل بیا پر ایراني چارواکو غږ کړی، چې د بشري حقونو نړۍوال اصول مراعت کړي او د نظر، بیان او مدني فعالیتونو پر وړاندې د زور سیاست پای ته ورسوي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

•
•
•

نور کیسې

د کاناډا هوايي شرکت کیوبا ته خپلې الوتنې وځنډولې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۳ GMT+۰
100%

د اېر کاناډا هوايي شرکت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) اعلان وکړ، چې کیوبا ته خپلې الوتنې ځنډوي. د دغې چارې لامل په کیوبا کې د الوتکو د نفتي موادو د ذخیرو خلاصېدل بللي شوي دي.

دغه ستونزه پر هاوانا د امریکا د فشارونو له ډېرېدو او د کیوبا د متحد پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو په مشرۍ د ونزوېلا حکومت له رانسکورېدو وورسته رامنځته شوې او له‌مخې یې کیوبا ته د ونزوېلا د نفتي موادو صادرات هم درول شوي دي.

د کاناډا د تر ټولو لوی هوايي شرکت په اعلامیه کې راغلي، سر له سبا (سې‌شنبه د سلواغې ۲۱مه) به د کیوبا په هوايي ډګرونو کې د الوتکو لپاره د اړتیا وړ تېل نه‌وي. د کیوبا حکومت هم خبرداری ورکړی، چې د هوايي شرکتونو الوتکو ته د ډاډمن نفتي موادو د رسولو وس نه‌لري.

ویل کېږي، د کیوبا په هوايي ډګرونو کې به د الوتکو د تېلو کمښت ستونزه شاوخوا یوه میاشت دوام ومومي.

له دې سره سم، اېر اروپا هوايي شرکت هم خبر ورکړی چې سر له سبا (سې‌شنبه د سلواغې ۲۱) به له مادرید څخه هاوانا ته د الوتنې په مسیر کې په الوتکو کې د تېل اچولو لپاره د دومینیکن جمهوري «سانتو دومینګو» هوايي ډګر ته ښکته شي.

په کیوبا کې د نفتي موادو د کمښت مساله څه نوې خبره نه‌ده او ډېریو هوايي شرکتونو د دغه ډول وضعیت لپاره چمتووالی درلود.
اېر کاناډا ویلي، په راتلونکو ورځو کې به کیوبا ته یو شمېر خالي الوتنې وکړي او له هغه هېواده به شاوخوا ۳ زره مساپر وباسي. دغه شرکت په ډاګه کړې، چې الوتکې به یې اضافي تېل له ځان سره ولېږدوي او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده، چې کیوبا له ډېر پخوا راهیسې د الوتکو د سون توکو د برابرولو لپاره پر ونزوېلا تکیه وو. کیوبا په ونزوېلا کې واک ته د هوګو چاوېز او نیکولاس مادورو له رسېدو وروسته په کاراکاس کې سوسیالست متحدین درلودل، خو وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیولو وروسته بندي کړ، کیوبا ته د الوتکو د سون موادو د صادراتو بهیر ودرېده.

بنګله‌دېش کې د راتلونکي حکومتي جوړښت لپاره د پنجشنبې په ورځ سراسري ټاکنې کېږي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۰
100%

نړۍوالې رسنۍ وایي، د بنګله‌دېش عمومي ټاکنې د پنجشنبې په ورځ تر سره کېږي او له همدې امله د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې پوځي ځواکونو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. په پلازمېنه ډاکه او همدارنګه په سترو او کوچنيو ښارونو کې پرون د ټاکنيزو کمپاينونو وروستۍ ورځ وه.

همدارنګه د شپې له دولسو بجو وروسته، په ټول هېواد کې د درېيو ورځو لپاره د موټرسايکلونو تګ راتګ هم منع اعلان شوی دی. په دغو ټاکنو کې د بېلابېلو ګوندونو يو زرو نهه سوه او يو اتيا (۱۹۸۱) نوماندان د پارلمان د ۳۰۰ څوکيو لپاره سيالي کوي. په دغو ګوندونو کې د بنګله‌دېش ناسيوناليست ګوند، د بنګله‌دېش جماعت اسلامي، د ملي ښاريانو ګوند او د جاتيا ګوند شامل دي. د حکومت د جوړولو لپاره لږ تر لږه ۱۵۱ څوکيو ګټل اړين بلل کېږي.

دا ټاکنې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شيخ حسينه له استعفا او د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په مياشت کې له هېواده د هغې تر وتلو وروسته لومړنۍ عمومي ټاکنې دي. تر هغې وروسته، د نوبل د سولې د جايزې ګټونکی ډاکټر محمد يونس د بنګله‌دېش د موقت حکومت د مشر په توګه دنده پر غاړه واخيسته.

په همدې حال کې، يوه تازه نظرپوښتنه د بنګله‌دېش ناسيوناليست ګوند په مشرۍ د اېتلاف او د جماعت اسلامي تر مشرۍ لاندې د اېتلاف ترمنځ د نږدې سيالۍ ښکارندويي کوي. د دغې نظرپوښتنې له‌مخې، د بي‌اېن‌پي په مشرۍ اېتلاف ښايي ۴۴ اعشاريه ۱ سلنه رايې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د جماعت اسلامي تر مشرۍ لاندې يوولس ګونديز اېتلاف د ۴۳ اعشاريه ۹ سلنه رايو د ګټلو چانس لري.

د سعودي په ریاض کې د داعش پر ضد د نړۍوال اېتلاف د سیاسي مشرانو غونډه شوې

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰
100%

سعودي عربستان د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۹مه د «داعش د ماتولو لپاره د نړۍوال اېتلاف د کوچنۍ ډلې» د لوړپوړو ډیپلوماټیکو او دفاعي چارواکو کوربه و. د غونډې ګډه مشري په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک کوله.

سعودي له امریکا سره په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، ګډونوالو د دې غونډې د کوربه‌توب او همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هڅو د ملاتړ او د ثبات د پیاوړتیا په برخه کې د سعودي عربستان د دوامدار رول ستاینه وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د سوریې د حکومت او د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ترمنځ د پراخ تړون هرکلی وشو؛ هغه تړون چې دایمي اوربند او د سوریې د شمال‌ختیځې سیمې د پوځي او ملکي جوړښتونو د یوځای کېدو میکانېزمونه په‌کې شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د اېتلاف غړو پر خپلو لومړیتوبونو ټینګار وکړ چې په‌کې د داعش د بندیانو خوندي او چټک لېږد، د درېیمو هېوادونو د وګړو بېرته ستنول، د الهول او روج په کمپونو کې د مېشتو کورنیو بېرته خپلو ټولنو ته ورګډول او د سوریې او عراق په راتلونکې کې د داعش پر ضد د مبارزې په اړه له دمشق او بغداد سره همغږي شامله ده.

په همدې لړ کې، د داعش پر ضد په اېتلاف کې د سوریې د حکومت د نولسم غړي په توګه د غړیتوب هرکلی وشو او غړو یې اعلان وکړ، چې د سوریې له حکومت سره نږدې همکارۍ او د سوریې او عراق د هڅو لپاره د مستقیم ملاتړ چمتووالی لري.

خبرپاڼه وایي، د اېتلاف دفاعي چارواکو هم د ډیپلوماټیکو او پوځي هڅو ترمنځ پر نږدې همغږۍ ټینګار وکړ او د داعش پر ضد د روانو عملیاتو په ځانګړي ډول د بندیانو د لېږد په اړه راپورونه وړاندې شول. ګډونوالو د داعش د غړو د خوندي ساتنې په برخه کې د عراق هڅې وستایلې او همدارنګه یې د بندخونو او د بې‌ځایه شویو د کمپونو د مدیریت د مسوولیت د منلو له امله د سوریې له حکومت څخه مننه وکړه. هغوی پر دې هم ټینګار وکړ، چې د عراق او سوریې څخه د بېلابېلو هېوادونو د وګړو بېرته ستنول اړین دي.

د غونډې په پای کې، د اېتلاف غړو اعلان وکړ چې عراق ته د داعش د بندیانو لېږد د سیمې د امنیت لپاره اړین دی. هغوی یو ځل بیا په عراق او سوریه کې د داعش د بشپړ ماتولو لپاره پر خپلې ګډې ژمنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د داعش پورې تړلو بندیانو د امنیت د تأمین لپاره به له دواړو هېوادونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ګوترېش: د اسراییل تازه اقدامات د دوو دولتونو د حل لارې پروړاندې خنډ جوړوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترېش د اسراییل د هغو تازه اقداماتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې له‌مخې یې د اشغال شوې لویدېځې غاړې په اې‌اوبي سیمو کې د لا نورو ځمکو غصب ته لاره هواروي. هغه خبرداری ورکړی، د اسراییل دغه چاره د دوو دولتونو د حل لارې پروړاندې خنډ جوړوي.

د اسراییل امنیتي کابینې پرون (یکشنبه د سلواغې ۱۹مه) داسې طرحه تصویب کړه، چې پر بنسټ یې د لوېدیځې غاړې په اې‌او‌بي سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د کنټرول زیاتېدو او د ښارګوټو اوسېدونکو له لوري د لا ډېرو ځمکو غصبولو ته لار هواریږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییل پر یادو اقداماتو د ژورې خواشینۍ له څرګندولو سربېره خبرداری ورکړ: «د اسراییل د دې پرېکړې په ګډون په ځمکه کې روان اوسنی مسیر د دوو دولتونو د حل لارې امکان کمزوری کوي».

ګوترېش ټينګار کړی، چې د ختیځ بیت‌المقدس په ګډون په لوېدیځه غاړه کې ټول اسراییلي ښارګوټي او له هغوی سره تړلی رژیم او بنسټيزې اسانتیاوې غېرقانوني دي او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو او نړۍوالو قوانینو سرغړونه بلل کېږي.

هغه زیاته کړې: «په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د اسراییل د پرله‌پسې حضور په ګډون دغه ډول اقدامات، نه یوازې بې‌ثباته کوونکي دي، بلکې لکه څنګه چې د نړۍوالې محکمې (International Court of Justice) له‌خوا یادونه شوې ناقانونه هم دي».

هغه د اسراییل له لوري د یادې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسراییل دغه پرېکړه ګواښوونکې بللې او په ډاګه کړې یې ده، چې دا د اسراییل له لوري د ښارګوټو جوړولو او د ځمکو غصب ته د قانوني بڼه ورکولو یوه ښکاره هڅه ده.

د برېتانیا شهزاده د سعودي عربستان له ولیعهد سره وکتل

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۰
100%

د برېتانیا د پاچا زوی شهزاده ویلیام سعودي عربستان ته خپل درې ورځنی رسمي سفر پيل کړ او د دوشنبې په ورځ یې د دې هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل. د دغه رسمي سفر موخه د برېتانیا او سعودي عربستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

دا لیدنه وروسته له هغې ترسره کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بریټانیا د مالیې وزیر سعودي عربستان ته سفر کړی و. په دغه سفر کې د سوداګرۍ او پانګونې هغه تړونونه لاسلیک شول چې ارزښت یې ۶.۴ میلیارده پونډه (نږدې ۸.۷۱ میلیارده امریکايي ډالر) ښودل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې شهزاده ویلیام په دغه سفر کې د سعودي عربستان د اقتصادي اصلاحاتو، کلتوري پروژو او چاپېریالي نوښتونو په تړاو په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

شهزاده ویلیام تر دې وړاندې هم د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د محمد بن سلمان د لندن د رسمي سفر پر مهال، ورسره لیدلي وو.