د کابل ښار ځینو اوسیدونکو نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه وویل، چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې برېښنا کمه شوې ده خو د برېښنا بېلونه دومره لوړ وي، چې دوی یې د پرې کولو توان نه لري.
د کابل اوسیدونکی سمیع الله نیوکه کوي، چې په کور کې څلور ګرپونه لري او یو ټلوېزیون سره په دې میاشت کې ۲ زره ۴۰۰ افغانۍ بېل پسې راغلی دی.
د کابل ځینې ښاریان وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د ورښتونو له امله وارداتي برېښنا څو ورځې پرله پسې پرې شوې وه او ډېر وخت برېښنا یوازې د شپې له خوا ور پرېښودل کیږي، چې کمه مصرفیږي، خو پر دې سربېره د طالبانو برېښنا شرکت د برښنا لوړلګښتي بېلونه ور لیږلي دي.
دوی زیاتوي، چې په هیواد کې بې کاري او خراب اقتصاد سره بیا هم د افغانستان برېښنا شرکت بېلونه زیات لیکلي دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زیاتره وخت د افغانستان برېښنا شرکت د بودجې له کسر سره مخ وي او بیا په خپل سر بېلونه لیکي او که کوم کس یې چې تحویل نه کړي، په هغه پسې جریمه هم راځي او یا هم برېښنا پرې قطع کوي».
نه یوازې په کابل کې بلکې په ځینو نورو سترو ښارونو کې هم هېوادوال د برېښنا د زیاتو بېلونو له ور لېږدل کېدو شکایت لری.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د خلکو دې نیوکو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
افغانستان د پرېمانه اوبو او اوبیزو سرچېنو په لرلو سره لا هم خپله اړتیا وړ برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو پېري، چې ډېر ځله د دغو هېوادونو لهخوا د ژمي په سړو ورځو شپو او د اوړي په ګرمۍ کې قطع کیږي.