د چین په ختیځ کې د سرو زرو کان کې د چاودنې له امله اووه کسان مړه شوي

د چین په ختیځ شانډونګ ولایت کې د سرو زرو کان کې د چاودنې له امله اووه کسان مړه شوي دي. چینایي چارواکي وایي، چې د یادې پېښې لامل لا روښانه نهدی؛ خو په دې تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

د چین په ختیځ شانډونګ ولایت کې د سرو زرو کان کې د چاودنې له امله اووه کسان مړه شوي دي. چینایي چارواکي وایي، چې د یادې پېښې لامل لا روښانه نهدی؛ خو په دې تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
دغه پېښه د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۷مه) شوې ده.

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت اقدامات او پالیسي د دغه هېواد ملي امنیت، بهرني سیاست او اقتصاد ته د ګواښ په توګه یاد کړي او ورسره یې د نوي اجرایي فرمان په صادرولو پر ایران د اضافي تعرفو او اقتصادي بندیزونو پلي کېدل اعلان کړل.
د سپینې ماڼۍ د اجرایي فرمان له مخې؛ ټرمپ د ایران د حکومت اقدامات د امریکا لپاره جدي ګواښ ګڼي، چې په وینا یې ملي امنیت، بهرني سیاست او اقتصاد لپاره ګواښ رامنځته کړی دی.
نوموړي د ۱۹۹۵کال (د مارچ ۱۵مې) اجرایي فرمان یادونه کړې، چې د ایران د تېلو سرچینو پر پرمختیا یې د ځانګړو معاملاتو بندیزونه ټاکلي وو او ملي بېړنی حالت یې اعلان کړی و.
د ټرمپ په دغه فرمان کې ویل شوي، چې د ایران حکومت اقدامات د نړۍوالو قوانینو او مالي فشارونو سره، سره د امریکا ملي ګټو ته جدي ګواښ پېښوي. له دې امله به د هغه توکو پر وړاندې چې له ایران نه په مستقیمه یا نامستقیمه توګه واردېږي، ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګول شي.
د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د سوداګرۍ، بهرنیو چارو، کورنیو چارو وزارتونو او د امریکا د سوداګرۍ استازو ته لارښوونه شوې چې د فرمان د عملي کولو لپاره ټولې لازمې چارې ترسره کړي، د تعرفو د ټاکلو پروسه وڅاري او د هر هغه هېواد پر وړاندې اقدام وکړي، چې ایراني توکي پېري.
په فرمان کې د ایران د حکومت، د سپاه پاسداران ځواکونه او د مرکزي بانک په ګډون ټولې هغه ادارې او کسان چې د ایران حکومت په کنټرول کې دي؛ د بندیزونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.
د امریکا پوځ په ارام سمندر کې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی. د امریکا سوېلي قوماندې ویلي، چې په دغه برید کې «د نشهیي توکو قاچاقکوونکي» وژل شوي دي.
د امریکا سویلي قوماندې پر اېکس پاڼه لیکلي، یادو وسلهوالو د ختیځ ارام سمندر له لارې د نشهیي توکو قاچاق تنظیم کړی و. د سویلي قوماندې چارواکي وایي، چې دغه اقدام د سیمې امنیت خوندي کولو او د نړۍوالو نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره مهم ګام دی.
د هوايي جګړو د څار بنسټ (اېر وارس) د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له سپټمبر میاشتې راهیسې امریکا په ارام او کارابین سمندرونو کې لږترلږه ۳۵ بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۲۸ کسان وژل شوي دي.
د امریکا پوځ (د سلواغې په ۱۶مه) هم په ارام سمندر کې پر یوې کښتۍ برید کړی و، چې له امله یې دوه کسه وژل شوي وو. د امریکا سوېلي قوماندې هغه مهال ویلي و، چې په دغه برید کې «د نشهیي توکو قاچاقکوونکي» وژل شوي دي.
د اېر کاناډا هوايي شرکت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) اعلان وکړ، چې کیوبا ته خپلې الوتنې ځنډوي. د دغې چارې لامل په کیوبا کې د الوتکو د نفتي موادو د ذخیرو خلاصېدل بللي شوي دي.
دغه ستونزه پر هاوانا د امریکا د فشارونو له ډېرېدو او د کیوبا د متحد پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو په مشرۍ د ونزوېلا حکومت له رانسکورېدو وورسته رامنځته شوې او لهمخې یې کیوبا ته د ونزوېلا د نفتي موادو صادرات هم درول شوي دي.
د کاناډا د تر ټولو لوی هوايي شرکت په اعلامیه کې راغلي، سر له سبا (سېشنبه د سلواغې ۲۱مه) به د کیوبا په هوايي ډګرونو کې د الوتکو لپاره د اړتیا وړ تېل نهوي. د کیوبا حکومت هم خبرداری ورکړی، چې د هوايي شرکتونو الوتکو ته د ډاډمن نفتي موادو د رسولو وس نهلري.
ویل کېږي، د کیوبا په هوايي ډګرونو کې به د الوتکو د تېلو کمښت ستونزه شاوخوا یوه میاشت دوام ومومي.
له دې سره سم، اېر اروپا هوايي شرکت هم خبر ورکړی چې سر له سبا (سېشنبه د سلواغې ۲۱) به له مادرید څخه هاوانا ته د الوتنې په مسیر کې په الوتکو کې د تېل اچولو لپاره د دومینیکن جمهوري «سانتو دومینګو» هوايي ډګر ته ښکته شي.
په کیوبا کې د نفتي موادو د کمښت مساله څه نوې خبره نهده او ډېریو هوايي شرکتونو د دغه ډول وضعیت لپاره چمتووالی درلود.
اېر کاناډا ویلي، په راتلونکو ورځو کې به کیوبا ته یو شمېر خالي الوتنې وکړي او له هغه هېواده به شاوخوا ۳ زره مساپر وباسي. دغه شرکت په ډاګه کړې، چې الوتکې به یې اضافي تېل له ځان سره ولېږدوي او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده وکړي.
د یادونې وړ ده، چې کیوبا له ډېر پخوا راهیسې د الوتکو د سون توکو د برابرولو لپاره پر ونزوېلا تکیه وو. کیوبا په ونزوېلا کې واک ته د هوګو چاوېز او نیکولاس مادورو له رسېدو وروسته په کاراکاس کې سوسیالست متحدین درلودل، خو وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیولو وروسته بندي کړ، کیوبا ته د الوتکو د سون موادو د صادراتو بهیر ودرېده.
شهزاده رضا پهلوي د یوې ویډیويي وینا له لارې ایرانیانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت تل هڅه کوي د خلکو ترمنځ ناهیلي، وېره او مایوسي خپره کړي، خو دا هڅې به بریالۍ نهشي.
نوموړي وویل: «موږ دومره ډېر ځوانان چې ویښ او بااحساسه خلک و، د دې لپاره له لاسه نه دي ورکړی چې پاتې نور مو له ژوند څخه هیله وبایلي. برعکس، زموږ ژوندي پاتې کېدل په دې معنا دي چې موږ به حتما خپل ایران ژغورو». شهزاده رضا پهلوي ټینګار وکړ، چې د ایران ولس باید خپلې هیلې ژوندۍ وساتي او د روانو ستونزو سره سره، د راتلونکي لپاره باور له لاسه ورنه کړي.
د هغه په وینا، د هغو ځوانانو قربانۍ چې د ازادۍ او بدلون لپاره یې ژوند له لاسه ورکړی، دا پیغام لري چې مبارزه باید روانه پاتې شي. هغه همدارنګه ایرانیانو ته خبرداری ورکړ، چې په بېاهمیته او هر اړخیزو بحثونو کې ښکېل نهشي.
نوموړي وویل: «خپل ځانونه په دې بحثونو او حاشیوي مسایلو کې مه اچوئ، چې فلان ځای دا خبره وشوه او یا هماغه خوا دا ډول خبرې یا مذاکرات ترسره شول». شهزاده رضا پهلوي زیاته کړه، چې اصلي موخه باید د ایران ژغورنه، د خلکو یووالی او د روښانه راتلونکي لپاره ګډه هڅه وي، نه دا چې ولس د بېځایه خبرو او اوازو له لارې ستړی او مغشوش کړل شي.
نړۍوالې رسنۍ وایي، د بنګلهدېش عمومي ټاکنې د پنجشنبې په ورځ تر سره کېږي او له همدې امله د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې پوځي ځواکونو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. په پلازمېنه ډاکه او همدارنګه په سترو او کوچنيو ښارونو کې پرون د ټاکنيزو کمپاينونو وروستۍ ورځ وه.
همدارنګه د شپې له دولسو بجو وروسته، په ټول هېواد کې د درېيو ورځو لپاره د موټرسايکلونو تګ راتګ هم منع اعلان شوی دی. په دغو ټاکنو کې د بېلابېلو ګوندونو يو زرو نهه سوه او يو اتيا (۱۹۸۱) نوماندان د پارلمان د ۳۰۰ څوکيو لپاره سيالي کوي. په دغو ګوندونو کې د بنګلهدېش ناسيوناليست ګوند، د بنګلهدېش جماعت اسلامي، د ملي ښاريانو ګوند او د جاتيا ګوند شامل دي. د حکومت د جوړولو لپاره لږ تر لږه ۱۵۱ څوکيو ګټل اړين بلل کېږي.
دا ټاکنې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شيخ حسينه له استعفا او د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په مياشت کې له هېواده د هغې تر وتلو وروسته لومړنۍ عمومي ټاکنې دي. تر هغې وروسته، د نوبل د سولې د جايزې ګټونکی ډاکټر محمد يونس د بنګلهدېش د موقت حکومت د مشر په توګه دنده پر غاړه واخيسته.
په همدې حال کې، يوه تازه نظرپوښتنه د بنګلهدېش ناسيوناليست ګوند په مشرۍ د اېتلاف او د جماعت اسلامي تر مشرۍ لاندې د اېتلاف ترمنځ د نږدې سيالۍ ښکارندويي کوي. د دغې نظرپوښتنې لهمخې، د بياېنپي په مشرۍ اېتلاف ښايي ۴۴ اعشاريه ۱ سلنه رايې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د جماعت اسلامي تر مشرۍ لاندې يوولس ګونديز اېتلاف د ۴۳ اعشاريه ۹ سلنه رايو د ګټلو چانس لري.