روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د انټي بیوټیک د ناسمې کارونې په اړه خبرداری ورکړ

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان د انټي بیوټیک نامناسبې او خپلسرې کارونې په اړه خبرداری ورکړ. دغه سازمان وايي، چې د انټي بیوټیک ناسم او بې‌توپیره کارول د عامې روغتیا لپاره جدي پایلې لرلی شي.