د طالبانو د کلتور وزارت: ټولې لوحې او تابلوګانې باید «د اسلامي شریعت له احکامو» سره سمې وي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې ټولې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت احکامو او د افغانستان د طالبانو د ادارې له اصولو سره سمې وي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې ټولې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت احکامو او د افغانستان د طالبانو د ادارې له اصولو سره سمې وي.
یاد وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څارنه کړې ده.
په دې ترڅ کې د طالبانو د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس قاري وليګل جواد وویل چې ټولې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت د احکامو او د طالبانو د ادارې له اصولو سره سمې وي.
هغه همدارنګه یادونه وکړه، چې باید له هغو انځورونو او غیرشرعي مطالبو ډډه وشي، چې د خلکو ذهنونه مغشوشوي او ملي ژبو، فرهنګي ارزښتونو او د لوحو منظم والي ته جدي پاملرنه وشي.
هغه ټینګار کړی چې د هغو لوحو له نصب څخه باید مخنیوی وشي، چې د ترافیکي لید یا د فرهنګي او تاریخي اثارو لید ته خنډ جوړوي.
د تاریخي اثارو پر لید د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټینګار داسې مهال دی، چې تازه ددې ډلې د کندهار ښاروالۍ د احمدشاه بابا د پېر د خزانې مرکز نړولی دی.