• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملابرادر او میرویس عزیزي د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا په ګډون پنځه تړونونه لاسلیکوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ټاکل شوې سبا (چهار شنبه، د سلواغې ۲۲مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د عزیزي ګروپ شرکتونو عمومي رییس میرویس عزیزي په حضور کې پنځه تړونونه لاسلیک شي.

د طالبانو د ترواک لاندې ملي ټلوېزیون ویلي، چې په دغو مراسمو کې به د عزیزي ګروپ او طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا او له ډبرو سکرو څخه د د برېښنا د تولید د پنځو پروژو د عملي چارو د پیل تړونونه لاسلیک شي.

د روان کال د زمري په میاشت کې د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه.

نوموړي د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي وو، چې یاده پروژه به په پنځو کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي خو تر اوسه ددې پروژو د پیل په اړه جزییات نشته.

د انرژۍ او په ځانګړي توګه د برېښنا د تولید په برخه کې دغه هوکړه په داسې حال کې لاسلیکېږي چې دمګړۍ افغانان او په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له جدي کمښته شکایت لري.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو اقتصادي کمیسیون د کبانو د ۷۷۰۰ فارمونو جوړولو طرحه تایید کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرااقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ددې ډلې اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په خپله نوبتي غونډه کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید کړې ده.

د یادې طرحې له مخې به د خصوصي سکټور په پانګونې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو ۷۷۰۰ کوچني، منځني او لوی فارمونه جوړ شي.

طالب چارواکي وایي، د دغو فارمونو په جوړېدو سره به د کبانو د غوښې تر ۹۰ سلنې پورې کورنۍ اړتیا پوره شي او شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

طالب چارواکو ویلي، یاده پرېکړه د وروستۍ منظورۍ لپاره د دې ډلې د مشر دفتر ته استول شوې ده.

پولنډ د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره نږدې نیم ملیون ډالر مرسته کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰

پولنډ د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره څه باندې ۴۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي دي. په پولنډ کې د افغانستان سفارت ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت سره په همکارۍ، د زلزلې قربانیانو سره د مرستې لپاره ۲۷ قلمه بشري مرستې چمتو کړې دي.

په دې مرستو کې درمل، طبي تجهیزات، کمپلې او خواړه شامل دي او د زلزلې قربانیانو ته به په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې وویشل شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د بشري مرستو دا بار د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۱۰مه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې کابل ته ولیږدول شي.

وروستۍ زلزلې چې د افغانستان ختیځې برخې په ځانګړې توګه کونړ یې ولړزاوه، سلګونه کسان مړه کړل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

له دې زلزلې وروسته، د افغانستان په ځینو ختیزو ولایتونو کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي او نړیوالې ټولنې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

طالبانو په هرات کې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله ۱۰ درملتونونه تړلي دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی، د دغه ولایت د کهسان ولسوالۍ د اسلام‌کلا بازار په سیمه کې یې د څارنې پرمهال هغه ۱۰ درملتونونه تړلي چې معتبر قانوني اسناد یې نه‌لرل او په ناقانونه ډول یې فعالیت کاوه.

د یاد ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د څارنې او ارزونې امریت یوې ډلې د کهسان ولسوالۍ د اسلام‌کلا بازار اړوند سیمو کې ۲۲ درملتونونه څارلي او ارزولي دي. خبرپاڼه زیاتوي، د ترسره شویو څېړنو له مخې له یادو درملتونونو څخه ۱۰ هغه د قانوني اسنادو نه وړاندې کولو له امله مهر او لاک شول.

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې څارنې پرمهال دارنګه غیرمجاز، بې‌لېبله او تاریخ‌تېر درمل هم راټول او د نورو قانوني مراحلو لپاره په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ته لېږدول شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ټینګار کړی، چې د خلکو د روغتیایي خوندیتوب په موخه به د درملتونونو د فعالیتونو څارنه لا پسې جدي کړي او د درملو د ناقانونه پلور او نامعیاري خدمتونو پر وړاندې به قانوني چلند وشي.

د دوحې پروسې ناسته؛ طالبانو د خصوصي سکتور د ودې، روڼتیا او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰

د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې په درېیمه ناسته کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په کوربه‌توب په کابل کې ترسره شوه، طالب استازو په‌کې د خصوصي سکتور د ودې، شمولیت، روڼتیا او لا ډېرې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې د یادې ډلې د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو، د افغانستان بانک استازو، د یوناما او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړۍوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د ګڼو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو او اړوندو کارپوهانو په حضوري او انلاین ډول ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، ناسته په دوو برخو وېشل شوې وه؛ لومړۍ برخه د ودې او شمولیت او دویمه برخه د همغږۍ او روڼتیا پر موضوعاتو متمرکزه وه.

خبرپاڼه زیاتوي، د ناستې ګډونوالو د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د خپلو همکاریو یادونه وکړه او دارنګه یې د دوامداره همکاریو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د درنې واورې له امله؛ د بامیان، غور لارې تړل شوې خو د سالنګ لاره د تګ‌راتګ لپاره خلاصه ده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د درنې واورې له امله د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې لویې لارې او فرعي سړکونه د تګ‌راتګ لپاره په لنډمهالي ډول تړل شوي؛ خو د سالنګ لویه لار لاهم د تګ‌راتګ لپاره پرانیستې ده.

د دغه وزارت د راپور له مخې؛ د سالنګ په تونل او شاوخوا برخو کې دامهال واوره ورېږي، خو یاده لاره د موټرو د تګ‌راتګ لپاره پرانیستې ده. د یاد وزارت په وینا؛ مساپر وړونکي موټر کولای شي له دواړو لورو تګ راتګ پرې وکړي، خو باروړونکو موټرو ته له ټېلرو پرته یوازې له شمال څخه سوېل لوري ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

په همدې حال کې د بامیان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د درنې واورې له امله د حاجیګک، قوناق، شاطو، بکک کوتلونو او د دهن سیاه درې – پل لارې تړل شوې دي. همداراز د یکاولنګ، دره‌صوف او پنجاب، اب قول کرمان لارې د تګ‌راتګ لپاره په لنډمهالي ډول تړل شوې دي.

ورته مهال په غور ولایت کې هم د سختو واورو له امله د بند بکک، بند بایند، بند غوک، بند بور، لعل او کرمان، بند شاتیغ، حوض بنګي او یوشمېر نورې لارې د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې دي. سربېره پر دې د بدخشان ولایت د یاوان لاره هم د تګ‌راتګ لپاره په لنډمهالي ډول تړل شوې ده.