• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په برېتانیا کې یو افغان پناه‌غوښتونکی پر ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰

یو افغان پناه‌غوښتونکی په برېتانیا کې پر یوې ۱۲کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو. ۲۳ کلن احمد ملاخېل تېر کال د جولای میاشت کې د برېتانیا په مرکزي ښار نونېټن کې د ۱۳ کلونو څخه د کم عمره ماشومې پر دوه ځله جنسي تېري د واروېک کراون محکمې له محاکمې وروسته مجرم وبلل شو.

ملاخېل تر دې مخکې د جنسي تېري په یوې بلې پېښې هم اعتراف کړی و او همدارنګه د ماشوم تښتولو، د جنسي تېري په دوو قضیو او د ماشوم د ناوړه انځورونو جوړولو په جرم هم مجرم وپېژندل شو.

د هغه شریک تورن ۲۴ کلن محمد کبیر د همدې ورځې د یوې مخکېني پېښې په تړاو د ماشوم د تښتولو د هڅې، د جنسي جرم د نیت او قصدي غاړه‌نیونې له تورونو بې‌ګناه وپېژندل شو.

څارنوال ډینیل اوسکرافت تېره میاشت د ملاخېل د محاکمې په پیل کې منصفینو ته وویل، چې ملاخېل قرباني نجلۍ یوې «تنها کوڅې» ته بېولې وه، هلته یې پرې جنسي تېری کړی، ځورولې یې ده او د هغې ناوړه انځورونه یې اخیستي دي.

د راپورونو پربنسټ، ملاخېل ته به سزا په وروستۍ محکمه کې واورول شي.

تر دې مخکې ملاخېل په خپل بیان کې محکمې ته ویلي و، چې نجلۍ ورته ځان بالغه معرفي کړې وه او هر څه د نجلۍ په خپله خوښه ترسره شوي، خو د قضیې څارنوال دا بیان «د نه منلو وړ» بللی و.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

شېخ‌الحدیث عثمان طارق: د طالبانو پر ضد جګړه روا ده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د حج او اوقافو وزارت مرستیال شېخ‌الحدیث محمد عثمان طارق وایي، چې د طالبانو جزایي اصول‌نامه له قران او نبوي سنت سره په بشپړ ټکر کې ده. هغه همداراز زیاتوي، چې د حنفي فقهې له نظره له طالبانو سره جګړه روا ده.

یاد دیني عالم د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې زیاته کړې، پر افغانستان واکمنې ډلې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلام د بدنامۍ هڅې پیل کړې دي. هغه وایي: «علم چې فرض دی خو طالبانو پر نیمایي ټولنې بند کړی دی. دا یو اساسي دلیل دی چې دغه ډله د دین له بدنامولو پرته کومه بله لار نه لري او دغه ډله په دین نه پوهېږي.

د نوموړي په وینا، طالبان د «اسلامي امارت یا اسلامي حکومت» تر نوم لاندې د ملا هبت‌الله په مشرۍ یوازې د دین د بدنامولو هڅه کوي. شېخ‌الحدیث عثمان طارق وایي، طالبان د خپلې نوې جزایي اصول‌نامې له لارې غواړي، چې په افغانستان کې د علماوو خولې وتړي. د هغه په باور، د افغانستان د واکمنې ډلې په جزایي کړنلاره کې ګڼ موارد ناسم دي.

د جمهوري نظام دې پخواني چارواکي پر طالبانو غږ کړی، چې اصلاح دې شي او که داسې ونه‌کړي؛ نو د اسلامي فقهې له‌مخې یې پر وړاندې جګړه روا ده. یو شمېر نورو افغان دیني عالمانو هم د طالبانو د اوسني رژیم پر وړاندې جګړه روا بللې ده او هم‌مهاله د ازادۍ په نوم د یادې ډلې خلاف یو شمېر وسله‌والې جبهې هم فعالې شوې دي.

جي‌ډي‌ونس: له کابل څخه د تخلیې پر مهال د اذربایجان ځواکونه تر نورو وروسته ووتل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي‌ونس ویلي، چې د اذربایجان د جمهوریت ځواکونه د هغو وروستیو بهرنیو ځواکونو له ډلې وو، چې د افغانستان د تخلیې پر مهال ووتل او د ترهګرۍ پر ضد په نړۍواله جګړه کې یې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.

د ټرېنډ خبري اژانس د راپور له‌مخې، جي‌ډي‌ونس دا څرګندونې د اذربایجان د ولسمشر الهام علي‌اوف سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال وکړې. نوموړي په افغانستان کې د باکو او واشنګټن ترمنځ پوځي همکاریو ته په اشارې وویل، چې دا ملګرتیا له کلونو راهیسې تر هغه کچې کمه یاده شوې ده، چې ارزښت یې لري، حال دا چې د امریکا متحده ایالتونو ته یې خورا ستر اهمیت درلود.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه: «کېدای شي ډېر امریکایي وګړي په دې نه وي خبر چې اذربایجاني ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د سمندري پوځیانو (مېرینز) تر څنګ جنګېدل او د دې هېواد له تر ټولو زړورو، کلکو او سرسختو پوځي ځواکونو څخه ګڼل کېدل».

ونس ټینګار وکړ، چې اذربایجان د نړۍوالو ځواکونو د حضور پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته پراخ ملاتړ ورکړی و او د دې هېواد د ځواکونو دوامداره حضور تر وروستیو وتلو پړاوونو پورې د دې ماموریت پر وړاندې د باکو جدي ژمنتیا ښيي.

هغه په پای کې وویل: «موږ نن دلته راغلي یو، څو د دې دوستۍ او همکارۍ مننه وکړو او په عین حال کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزو او د ګډو همکاریو یو نوی پړاو پیل کړو».

ایران وايي ډېر ژر به د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي ویلي، د طالبانو ادارې د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ خنډ نشته. هغه زیاته کړې، چې په دې تړاو خبرې روانې دي او تهران به ډېر ژر د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

بېکدلي همداراز څرګنده کړې، چې د اړیکو کچه په کابل او تهران کې د سفیرانو حضور، سوداګریزې راکړې ورکړې او د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا د رسمیت پېژندنې د یوه ډول ښکارندويي کوي.

علي‌رضا بېکدلي له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) خپره شوه ویلي: «د رسمیت پېژندنې په اړه هرو مرو به خپل ابتکار ولرو او تاسو ټول به یې وستایئ. اسلامي جمهوري د رسمیت پېژندنې له مسلې د اړیکو د لا تقویې په توګه استفاده وکړي».

بېکدلي د طالبانو له ادارې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته په اشارې وویل: «پر ښو شریکانو بدل شوي یوو».

هغه د طالبانو او ایران تر منځ د اړیکو کچې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «تهران د افغانستان پر تله له بل هېڅ هېواد سره دومره نږدې نه‌دی».

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست د دغې مرکې په یوې برخه کې په افغانستان کې د بهرنیانو پر لاسوهنې اندېښنه څرګنده کړه، خو په دې تړاو یې نور توضېحات ورنه‌کړل.

تر دې مخکې ایراني چارواکو د افغانستان بګرام هوايي اډې ته د امریکايي ځواکونو د احتمالي بیا راتګ او په دغه هېواد کې د نظامي اډې د جوړولو په تړاو هم اندېښنه ښودلې وه.

د شنونکو په باور، که چېرې تهران د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني، نو ایران به له روسیې وروسته دویم هېواد شي چې د طالبانو اداره په رسمیت پېژني.

کندهار کې طالبانو د احمد شاه بابا د وخت د خزانې او مالي نظام مرکز نړولی دی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۰

کندهار کې طالبانو د احمد شاه بابا د وخت د دولت د خزانې او مالي نظام مرکز نړولی. منډیګک بنسټ، چې د تاریخي سیمو څیړنه کوي، دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل بللي. په ورته وخت کې د اطلاعاتواو فرهنګ پخواني وزیر کریم خرم ویلي، چې د دومره قدامت لرونکې ودانۍ اهمیت تر سرو زرو زیات دی.

منډیګک تاریخي بنسټ نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه د کندهار پخوانيو فرهنګي مشرانو له قوله ویلي، چي په نړول شوي مرکز کې به د احمدشاهي دولت د مال، د ولس امانت او د امپراتورۍ اقتصادي چاري تنظیمېدلې.

د یاد بنسټ په وینا، دا وداني د کندهار ښار په زړه کي د ولايت مقام څنګ ته موقعيت لري.

د منډیګک بنسټ دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل ګڼي، او د کندهار له علمي، فرهنګي او مسوولو ادارو یې غوښتنه کړې، چي داسې ځایونه وڅېړل شي، ثبت او وساتل شي،نه دا چي د نقشو تر پلمې لاندې ورک شي.

د منډیګک بنسټ یو مسوول سردار ولي په اېکس لیکلي:« بې له تاریخي څېړنې، بې له اسنادو او بې له دې چي د افغانستان فرهنګي میراث ته درناوی وشي، ددغسي ودانیو ورانول د انکشاف په شکل تاریخ قربانول دي.»

ددې ودانۍ د ړنګولو په غبرګون کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالکریم خرم په خپل اېکس کې لیکلي:« څو ورځې مخکې مې د احمدشاه بابا د رغول شوي کور تصویرونه ولیدل او ډیر پرې خوښ شوم، نن مې متاسفانه د همغه دوران د یوې مهمې ودانۍ د تخریب دا بد خبر تر سترگو شو.»

نوموړي نیوکه کړې، چې «دداسې ودانیو تخریب د تاریخ تخریب دی او ډیر افسوس دی چې دا کار شوی، هیڅ ژوندی او هوښیار ملت خپلې ریښې پخپله نه پرې کوي».

خرم غوښتنه کړې، چې په ټولو ولایتونو کې د ورته ودانیو، چې تاریخي ابدات گڼل کیږي، پوره ساتنه وشي.

تر اوسه ددې خبر په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مرغومي پر ۱۶مه اعلان وکړ، چې د احمدشاه بابا تاریخي کور یې تر بیا رغونې وروسته د سیلانیانو پرمخ پرانېستی دی.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي زرګونه یتیمان په دارالایتامونو کې تر روزنې لاندې دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیر احمد حقاني وايي، چې د یتیمانو د ملاتړ په موخه په ټولو ولایتونو کې دارالایتامونه جوړ شوي، چې زرګونه یتیم ماشومان تر روزنې لاندې دي. د نوموړي په وینا، دوی د پخوانیو وژل شویو افغان سرتېرو یتیمانو ته هم پاملرنه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې په کابل کې د علومو اکاډمۍ له لوري د ماشومانو د روزنې په تړاو سیمینار جوړ شوی و او ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم ګډون پکې کړی و.

شیر احمد حقاني ويلي، چې د اسلام مقدس دین د ماشومانو روزنې او تربیې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د ماشومانو په پالنه کې تر ټولو لوی مسوولیت د والدینو پر غاړه دی.

نوموړي همداراز وویل، چې په هېواد کې د بې‌سرپرسته ماشومانو شمېر زیات دی او حکومت او عام وګړي باید د دغو ماشومانو د روزنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د روان کال مرغومي میاشت کې طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و، چې په دې وروستیو کې یې د یتیمپالنې خصوصي مرکزونه او روزنتونونه تړلي او ټول یتیم ماشومان او اړوند تجهیزات یې د طالبانو اړوند مرکزونو ته انتقال کړي دي.

د یاد وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي و، چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته، په ټولو ولایتونو کې د هلکانو او نجونو لپاره جلا جلا روزنتونونه پرانېستل شوي او دغه لړۍ یې پراخه کړې ده.