• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قرغیزستان ولسمشر د ملي امنیت دولتي کمېټې مشر له دندې ګوښه کړی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۰

د قرغیزستان ولسمشر د سې شنبې په ورځ خپل اوږدمهالی متحد او د قرغیزستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې مشر له دندې ګوښه کړی دی. کامچي بیک تاشییف له ۲۰۲۰ کال راهیسې لوړې امنیتي او حکومتي دندې درلودې او د ولسمشر جباروف اوږدمهالی متحد او دویم ځواکمن کس ګڼل کېده.

محلي رسنیو د جپاروف د مطبوعاتي سکرتر له قوله ویلي چې ولسمشر دا پرېکړه «د ټولنې د وېش مخنیوي او د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره» کړې ده.

قرغیزستان چې شاوخوا ۷ میلیونه نفوس او له روسیې سره نږدې اړیکې لري، د لویدیزو هېوادونو تر څارنې لاندې دی.

جپاروف او تاشییف د خپلو پلویانو له نظره د مرکزي اسیا په دې جمهوریت کې د کلونو سیاسي ګډوډۍ پای ته رسولو او د سیاسي مشرانو ترمنځ د ایتلافونو جوړولو له لارې واک ټینګ کړی و.

خو منتقدین وايي چې دوی پر مخالفو غږونو او ازادو رسنیوفشار راوړی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د روسیې سفیر: پاکستان د روسیې د تیلو د اکتشاف او تولید په برخو کې همکارۍ ته لېواله دی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۰

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خوروف وايي، پاکستان د روسیې د تیلو د اکتشاف او تولید په برخه کې د همکارۍ لیوالتیا لري. نوموړی ویلي، چې روسیه چمتو ده له پاکستان سره د انرژۍ برخې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفارت نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه په اېکس کې له ټاس سره په دغه هیواد کې د روسیې سفیر البرت خوروف مرکه خپره کړې ده.

د روسیې سفیر البرت خوروف ویلي چې دوی د شوروي اتحاد پرمهال له پاکستان سره د تیلو او ګازو د دولتي شرکت او د تیلو او ګازو د پراختیا شرکت د جوړولو ترڅنګ په مختلفو برخو کې مرسته کړې ده.

نوموړي ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د روسیې او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخو کې د پاکستان د وسپنې فابریکو بیا رغونه، د روسیې او پاکستان ترمنځ د ریل پټلۍ اړیکې رامینځته کول، د اوبو په بریښنا کې همکاري، او د انسولین په ګډون د درملو تولید لپاره ګډې پانګونې رامینځته کول شامل دي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر د بریکس سره د یوځای کېدو لپاره د پاکستان د لیوالتیا هرکلی کړی دی.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند د ۳۰۰ کارکوونکو د خوشې کولو پرېکړه کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د پاکستان د سند ایالت ځایي حکومت د دوشنبې په ورځ د تحریک انصاف ګوند د نیول شويو ۳۰۰ کارکوونکو د خوشې کولو پرېکړه کړې ده. دغه کسان تېره اونۍ د عامه نظم د ساتنې ادارې له‌خوا لاریونونو ته د خلکو د هڅولو په تور د یوه فرمان له مخې نیول شوي وو.

ډان ورځپاڼې د حکومتي سرچینو او د یاد ګوند د مشرانو په حواله راپور ورکړی، چې د سند د کورنیو چارو وزیر یاده پرېکړه له دوی سره شریکه کړې ده. د تحریک انصاف ګوند ویاندې فوزیه صديقي ویلي: «هیله‌من یو، چې زموږ کارکوونکي به د سې‌شنبې په ورځ د ټولو رسمي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته خوشې شي».

هغې ادعا وکړه، چې نږدې ۳۰۰ د ګوند کارکوونکي او مشران یې د تېرې یکشنبې په ورځ د چاپو پرمهال د لاریونونو د غوښتنې په تور په بېلابېلو برخو کې نیول شوي، «موږ لا دمخه د دوی د نیولو پر وړاندې په محکمه کې قضیه ثبت کړې ده».

حکومتي سرچینو هم د تحریک انصاف ګوند یاده ادعا تایید کړې او ژمنه یې کړې، چې د یوې پرېکړې له مخې به ټول کسان خوشې شي. سرچینو ویلي: «په دې اړه د نیول شویو کسانو د اسنادو رسمي پروسې کارونه پیل شوي دي».

د سند د کورنیو چارو وزارت تر دې وړانددې خبرداری ورکړی و، چې د تحریک انصاف ګوند کارکوونکي به لاریونونو ته د خلکو د هڅونې په تور د ۳۰ ورځو لپاره ونیول شي. په راپور کې راغلي: «دوی خلک هڅوي، چې سړکونه او لویې لارې وتړي، پرلت او لاریونونه تنظیم کړي چې دغه کړنې ښايي سولې او امن ته زیان ورسوي».

ټرمپ د ایران حکومت پر وړاندې نوي بندیزونه اعلان کړل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۱ GMT+۰

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت اقدامات او پالیسي د دغه هېواد ملي امنیت، بهرني سیاست او اقتصاد ته د ګواښ په توګه یاد کړي او ورسره یې د نوي اجرایي فرمان په صادرولو پر ایران د اضافي تعرفو او اقتصادي بندیزونو پلي کېدل اعلان کړل.

د سپینې ماڼۍ د اجرایي فرمان له مخې؛ ټرمپ د ایران د حکومت اقدامات د امریکا لپاره جدي ګواښ ګڼي، چې په وینا یې ملي امنیت، بهرني سیاست او اقتصاد لپاره ګواښ رامنځته کړی دی.

نوموړي د ۱۹۹۵کال (د مارچ ۱۵مې) اجرایي فرمان یادونه کړې، چې د ایران د تېلو سرچینو پر پرمختیا یې د ځانګړو معاملاتو بندیزونه ټاکلي وو او ملي بېړنی حالت یې اعلان کړی و.

د ټرمپ په دغه فرمان کې ویل شوي، چې د ایران حکومت اقدامات د نړۍوالو قوانینو او مالي فشارونو سره، سره د امریکا ملي ګټو ته جدي ګواښ پېښوي. له دې امله به د هغه توکو پر وړاندې چې له ایران نه په مستقیمه یا نامستقیمه توګه واردېږي، ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګول شي.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د سوداګرۍ، بهرنیو چارو، کورنیو چارو وزارتونو او د امریکا د سوداګرۍ استازو ته لارښوونه شوې چې د فرمان د عملي کولو لپاره ټولې لازمې چارې ترسره کړي، د تعرفو د ټاکلو پروسه وڅاري او د هر هغه هېواد پر وړاندې اقدام وکړي، چې ایراني توکي پېري.

په فرمان کې د ایران د حکومت، د سپاه پاسداران ځواکونه او د مرکزي بانک په ګډون ټولې هغه ادارې او کسان چې د ایران حکومت په کنټرول کې دي؛ د بندیزونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

د امریکا پوځ په ارام سمندر کې پر یوې کښتۍ برید کړی چې له امله یې دوه کسه وژل شوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰

د امریکا پوځ په ارام سمندر کې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی. د امریکا سوېلي قوماندې ویلي، چې په دغه برید کې «د نشه‌یي توکو قاچاق‌کوونکي» وژل شوي دي.

د امریکا سویلي قوماندې پر اېکس پاڼه لیکلي، یادو وسله‌والو د ختیځ ارام سمندر له لارې د نشه‌یي توکو قاچاق تنظیم کړی و. د سویلي قوماندې چارواکي وایي، چې دغه اقدام د سیمې امنیت خوندي کولو او د نړۍوالو نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره مهم ګام دی.

د هوايي جګړو د څار بنسټ (اېر وارس) د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له سپټمبر میاشتې راهیسې امریکا په ارام او کارابین سمندرونو کې لږترلږه ۳۵ بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۲۸ کسان وژل شوي دي.

د امریکا پوځ (د سلواغې په ۱۶مه) هم په ارام سمندر کې پر یوې کښتۍ برید کړی و، چې له امله یې دوه کسه وژل شوي وو. د امریکا سوېلي قوماندې هغه مهال ویلي و، چې په دغه برید کې «د نشه‌یي توکو قاچاق‌کوونکي» وژل شوي دي.

د کاناډا هوايي شرکت کیوبا ته خپلې الوتنې وځنډولې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۳ GMT+۰

د اېر کاناډا هوايي شرکت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) اعلان وکړ، چې کیوبا ته خپلې الوتنې ځنډوي. د دغې چارې لامل په کیوبا کې د الوتکو د نفتي موادو د ذخیرو خلاصېدل بللي شوي دي.

دغه ستونزه پر هاوانا د امریکا د فشارونو له ډېرېدو او د کیوبا د متحد پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو په مشرۍ د ونزوېلا حکومت له رانسکورېدو وورسته رامنځته شوې او له‌مخې یې کیوبا ته د ونزوېلا د نفتي موادو صادرات هم درول شوي دي.

د کاناډا د تر ټولو لوی هوايي شرکت په اعلامیه کې راغلي، سر له سبا (سې‌شنبه د سلواغې ۲۱مه) به د کیوبا په هوايي ډګرونو کې د الوتکو لپاره د اړتیا وړ تېل نه‌وي. د کیوبا حکومت هم خبرداری ورکړی، چې د هوايي شرکتونو الوتکو ته د ډاډمن نفتي موادو د رسولو وس نه‌لري.

ویل کېږي، د کیوبا په هوايي ډګرونو کې به د الوتکو د تېلو کمښت ستونزه شاوخوا یوه میاشت دوام ومومي.

له دې سره سم، اېر اروپا هوايي شرکت هم خبر ورکړی چې سر له سبا (سې‌شنبه د سلواغې ۲۱) به له مادرید څخه هاوانا ته د الوتنې په مسیر کې په الوتکو کې د تېل اچولو لپاره د دومینیکن جمهوري «سانتو دومینګو» هوايي ډګر ته ښکته شي.

په کیوبا کې د نفتي موادو د کمښت مساله څه نوې خبره نه‌ده او ډېریو هوايي شرکتونو د دغه ډول وضعیت لپاره چمتووالی درلود.
اېر کاناډا ویلي، په راتلونکو ورځو کې به کیوبا ته یو شمېر خالي الوتنې وکړي او له هغه هېواده به شاوخوا ۳ زره مساپر وباسي. دغه شرکت په ډاګه کړې، چې الوتکې به یې اضافي تېل له ځان سره ولېږدوي او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده، چې کیوبا له ډېر پخوا راهیسې د الوتکو د سون توکو د برابرولو لپاره پر ونزوېلا تکیه وو. کیوبا په ونزوېلا کې واک ته د هوګو چاوېز او نیکولاس مادورو له رسېدو وروسته په کاراکاس کې سوسیالست متحدین درلودل، خو وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیولو وروسته بندي کړ، کیوبا ته د الوتکو د سون موادو د صادراتو بهیر ودرېده.