ټرمپ: یو خورا لوی سمندري ځواک د ایران په لور د حرکت په حال کې دی

ټرمپ له فاکسنیوز سره په مرکه کې دې ته په اشارې سره چې دا مهال «یو خورا لوی سمندري ځواک» د ایران په لور د حرکت په حال کې دی، وویل: «تېر ځل مو د هغوی اټومي وړتیا لهمنځه یووړه او دا ځل به هم وګورو چې ایا نور ګامونه پورته کوو که نه».
ټرمپ له ایران سره د مذاکراتو په اړه وویل: «زه وایم چې غوره ګڼم یوې هوکړې ته ورسېږو. دا به یوه ښه هوکړه وي؛ نه اټومي وسله، نه توغندي، نه دا او نه هغه».
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ایران سره هوکړه به واقعا دوام وکړي، وویل: «په رښتیا نه پوهېږم. خو په یو څه پوهېږم چې هغوی غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي. له بل هېچا سره مذاکرې ته حاضر نه وو، خو له ما سره خبرې کوي. ډېر خلک وايي چې نه داسې نه ده».
هغه په ټینګار سره وویل، چې ایران په تېرو اوږدو کلونو کې له امریکا سره هېڅ ریښتینولي نه ده لرلې. د هغه په وینا: «اوباما او بایډن د اسلامي جمهوریت په یو هیولا بدلولو سره ډېره بده او رسواکوونکې کارنامه پرېښې ده. برجام له هغو احمقانه هوکړو څخه وه، چې ما په خپل ژوند کې لیدلې ده».
