ډونالډ ټرمپ: له ایران سره هر ډول تړون کې باید د بالسټیک توغندیو موضوع هم شامله وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له «چینل ۱۲» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران له حکومت سره هر ډول تړون باید یوازې په اټومي پروګرام پورې محدود نه وي، بلکې د ایران د بالسټیک توغندیو موضوع هم باید پهکې شامله شي.
