په عراق کې د اورلګېدنې له امله یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي

عراقي چارواکي وایي، د دغه هېواد د بیجي تېلو په فابریکه کې د اور لګېدنې له کبله یو کارګر مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. چارواکي وایي، د اور وژنې ډلې توانېدلې چې اور مهار کړي.

عراقي چارواکي وایي، د دغه هېواد د بیجي تېلو په فابریکه کې د اور لګېدنې له کبله یو کارګر مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. چارواکي وایي، د اور وژنې ډلې توانېدلې چې اور مهار کړي.
د پېښې نور جزییات او د ټپیانو روغتیايي وضعیت په تړاو لاڅه نهدي ویل شوي.

د امریکا پوځ په ارام سمندر کې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی. د امریکا سوېلي قوماندې ویلي، چې په دغه برید کې «د نشهیي توکو قاچاقکوونکي» وژل شوي دي.
د امریکا سویلي قوماندې پر اېکس پاڼه لیکلي، یادو وسلهوالو د ختیځ ارام سمندر له لارې د نشهیي توکو قاچاق تنظیم کړی و. د سویلي قوماندې چارواکي وایي، چې دغه اقدام د سیمې امنیت خوندي کولو او د نړۍوالو نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره مهم ګام دی.
د هوايي جګړو د څار بنسټ (اېر وارس) د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له سپټمبر میاشتې راهیسې امریکا په ارام او کارابین سمندرونو کې لږترلږه ۳۵ بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۲۸ کسان وژل شوي دي.
د امریکا پوځ (د سلواغې په ۱۶مه) هم په ارام سمندر کې پر یوې کښتۍ برید کړی و، چې له امله یې دوه کسه وژل شوي وو. د امریکا سوېلي قوماندې هغه مهال ویلي و، چې په دغه برید کې «د نشهیي توکو قاچاقکوونکي» وژل شوي دي.
د اېر کاناډا هوايي شرکت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) اعلان وکړ، چې کیوبا ته خپلې الوتنې ځنډوي. د دغې چارې لامل په کیوبا کې د الوتکو د نفتي موادو د ذخیرو خلاصېدل بللي شوي دي.
دغه ستونزه پر هاوانا د امریکا د فشارونو له ډېرېدو او د کیوبا د متحد پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو په مشرۍ د ونزوېلا حکومت له رانسکورېدو وورسته رامنځته شوې او لهمخې یې کیوبا ته د ونزوېلا د نفتي موادو صادرات هم درول شوي دي.
د کاناډا د تر ټولو لوی هوايي شرکت په اعلامیه کې راغلي، سر له سبا (سېشنبه د سلواغې ۲۱مه) به د کیوبا په هوايي ډګرونو کې د الوتکو لپاره د اړتیا وړ تېل نهوي. د کیوبا حکومت هم خبرداری ورکړی، چې د هوايي شرکتونو الوتکو ته د ډاډمن نفتي موادو د رسولو وس نهلري.
ویل کېږي، د کیوبا په هوايي ډګرونو کې به د الوتکو د تېلو کمښت ستونزه شاوخوا یوه میاشت دوام ومومي.
له دې سره سم، اېر اروپا هوايي شرکت هم خبر ورکړی چې سر له سبا (سېشنبه د سلواغې ۲۱) به له مادرید څخه هاوانا ته د الوتنې په مسیر کې په الوتکو کې د تېل اچولو لپاره د دومینیکن جمهوري «سانتو دومینګو» هوايي ډګر ته ښکته شي.
په کیوبا کې د نفتي موادو د کمښت مساله څه نوې خبره نهده او ډېریو هوايي شرکتونو د دغه ډول وضعیت لپاره چمتووالی درلود.
اېر کاناډا ویلي، په راتلونکو ورځو کې به کیوبا ته یو شمېر خالي الوتنې وکړي او له هغه هېواده به شاوخوا ۳ زره مساپر وباسي. دغه شرکت په ډاګه کړې، چې الوتکې به یې اضافي تېل له ځان سره ولېږدوي او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده وکړي.
د یادونې وړ ده، چې کیوبا له ډېر پخوا راهیسې د الوتکو د سون توکو د برابرولو لپاره پر ونزوېلا تکیه وو. کیوبا په ونزوېلا کې واک ته د هوګو چاوېز او نیکولاس مادورو له رسېدو وروسته په کاراکاس کې سوسیالست متحدین درلودل، خو وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیولو وروسته بندي کړ، کیوبا ته د الوتکو د سون موادو د صادراتو بهیر ودرېده.
شهزاده رضا پهلوي د یوې ویډیويي وینا له لارې ایرانیانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت تل هڅه کوي د خلکو ترمنځ ناهیلي، وېره او مایوسي خپره کړي، خو دا هڅې به بریالۍ نهشي.
نوموړي وویل: «موږ دومره ډېر ځوانان چې ویښ او بااحساسه خلک و، د دې لپاره له لاسه نه دي ورکړی چې پاتې نور مو له ژوند څخه هیله وبایلي. برعکس، زموږ ژوندي پاتې کېدل په دې معنا دي چې موږ به حتما خپل ایران ژغورو». شهزاده رضا پهلوي ټینګار وکړ، چې د ایران ولس باید خپلې هیلې ژوندۍ وساتي او د روانو ستونزو سره سره، د راتلونکي لپاره باور له لاسه ورنه کړي.
د هغه په وینا، د هغو ځوانانو قربانۍ چې د ازادۍ او بدلون لپاره یې ژوند له لاسه ورکړی، دا پیغام لري چې مبارزه باید روانه پاتې شي. هغه همدارنګه ایرانیانو ته خبرداری ورکړ، چې په بېاهمیته او هر اړخیزو بحثونو کې ښکېل نهشي.
نوموړي وویل: «خپل ځانونه په دې بحثونو او حاشیوي مسایلو کې مه اچوئ، چې فلان ځای دا خبره وشوه او یا هماغه خوا دا ډول خبرې یا مذاکرات ترسره شول». شهزاده رضا پهلوي زیاته کړه، چې اصلي موخه باید د ایران ژغورنه، د خلکو یووالی او د روښانه راتلونکي لپاره ګډه هڅه وي، نه دا چې ولس د بېځایه خبرو او اوازو له لارې ستړی او مغشوش کړل شي.
نړۍوالې رسنۍ وایي، د بنګلهدېش عمومي ټاکنې د پنجشنبې په ورځ تر سره کېږي او له همدې امله د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې پوځي ځواکونو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. په پلازمېنه ډاکه او همدارنګه په سترو او کوچنيو ښارونو کې پرون د ټاکنيزو کمپاينونو وروستۍ ورځ وه.
همدارنګه د شپې له دولسو بجو وروسته، په ټول هېواد کې د درېيو ورځو لپاره د موټرسايکلونو تګ راتګ هم منع اعلان شوی دی. په دغو ټاکنو کې د بېلابېلو ګوندونو يو زرو نهه سوه او يو اتيا (۱۹۸۱) نوماندان د پارلمان د ۳۰۰ څوکيو لپاره سيالي کوي. په دغو ګوندونو کې د بنګلهدېش ناسيوناليست ګوند، د بنګلهدېش جماعت اسلامي، د ملي ښاريانو ګوند او د جاتيا ګوند شامل دي. د حکومت د جوړولو لپاره لږ تر لږه ۱۵۱ څوکيو ګټل اړين بلل کېږي.
دا ټاکنې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شيخ حسينه له استعفا او د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په مياشت کې له هېواده د هغې تر وتلو وروسته لومړنۍ عمومي ټاکنې دي. تر هغې وروسته، د نوبل د سولې د جايزې ګټونکی ډاکټر محمد يونس د بنګلهدېش د موقت حکومت د مشر په توګه دنده پر غاړه واخيسته.
په همدې حال کې، يوه تازه نظرپوښتنه د بنګلهدېش ناسيوناليست ګوند په مشرۍ د اېتلاف او د جماعت اسلامي تر مشرۍ لاندې د اېتلاف ترمنځ د نږدې سيالۍ ښکارندويي کوي. د دغې نظرپوښتنې لهمخې، د بياېنپي په مشرۍ اېتلاف ښايي ۴۴ اعشاريه ۱ سلنه رايې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د جماعت اسلامي تر مشرۍ لاندې يوولس ګونديز اېتلاف د ۴۳ اعشاريه ۹ سلنه رايو د ګټلو چانس لري.
سعودي عربستان د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۹مه د «داعش د ماتولو لپاره د نړۍوال اېتلاف د کوچنۍ ډلې» د لوړپوړو ډیپلوماټیکو او دفاعي چارواکو کوربه و. د غونډې ګډه مشري په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک کوله.
سعودي له امریکا سره په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، ګډونوالو د دې غونډې د کوربهتوب او همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد د سیمهییزو او نړۍوالو هڅو د ملاتړ او د ثبات د پیاوړتیا په برخه کې د سعودي عربستان د دوامدار رول ستاینه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د سوریې د حکومت او د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ترمنځ د پراخ تړون هرکلی وشو؛ هغه تړون چې دایمي اوربند او د سوریې د شمالختیځې سیمې د پوځي او ملکي جوړښتونو د یوځای کېدو میکانېزمونه پهکې شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د اېتلاف غړو پر خپلو لومړیتوبونو ټینګار وکړ چې پهکې د داعش د بندیانو خوندي او چټک لېږد، د درېیمو هېوادونو د وګړو بېرته ستنول، د الهول او روج په کمپونو کې د مېشتو کورنیو بېرته خپلو ټولنو ته ورګډول او د سوریې او عراق په راتلونکې کې د داعش پر ضد د مبارزې په اړه له دمشق او بغداد سره همغږي شامله ده.
په همدې لړ کې، د داعش پر ضد په اېتلاف کې د سوریې د حکومت د نولسم غړي په توګه د غړیتوب هرکلی وشو او غړو یې اعلان وکړ، چې د سوریې له حکومت سره نږدې همکارۍ او د سوریې او عراق د هڅو لپاره د مستقیم ملاتړ چمتووالی لري.
خبرپاڼه وایي، د اېتلاف دفاعي چارواکو هم د ډیپلوماټیکو او پوځي هڅو ترمنځ پر نږدې همغږۍ ټینګار وکړ او د داعش پر ضد د روانو عملیاتو په ځانګړي ډول د بندیانو د لېږد په اړه راپورونه وړاندې شول. ګډونوالو د داعش د غړو د خوندي ساتنې په برخه کې د عراق هڅې وستایلې او همدارنګه یې د بندخونو او د بېځایه شویو د کمپونو د مدیریت د مسوولیت د منلو له امله د سوریې له حکومت څخه مننه وکړه. هغوی پر دې هم ټینګار وکړ، چې د عراق او سوریې څخه د بېلابېلو هېوادونو د وګړو بېرته ستنول اړین دي.
د غونډې په پای کې، د اېتلاف غړو اعلان وکړ چې عراق ته د داعش د بندیانو لېږد د سیمې د امنیت لپاره اړین دی. هغوی یو ځل بیا په عراق او سوریه کې د داعش د بشپړ ماتولو لپاره پر خپلې ګډې ژمنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د داعش پورې تړلو بندیانو د امنیت د تأمین لپاره به له دواړو هېوادونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.