• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: عمران خان لوی ترهګر دی او پاکستاني طالبانو ته یې چندې ورکولې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان خپله یو لوی ترهګر دی او پاکستاني طالبانو ته یې چندې ورکولې. هغه زیاتوي، چې ده لس کاله وړاندې د پاکستان دې پخواني لومړي وزیر ته د «طالبان خان»‌ نوم ورکړی و.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسلام‌اباد کې خبریالانو ته زیاته کړې، چې عمران خان طالبانو ته د دفترونو غوښتنې کولې او له دغه وسله‌والو ډلو نه یې ملاتړ کاوه. نوموړي وویل: «عمران خان د ترهګرو وفادار دی، هغه یې وکیل دی او نظریات یې هم د ترهګرو دي». د هغه په خبره، د‌ پاکستان څارګره شبکه ‌ای‌اېس‌ای او ‌ټي‌ټي‌‌پي‌ سره یو ډول دي.

د هغه دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په خېبرپښتونخوا کې ورځ تر بلې ناامنۍ ډېرېږي او یو شمېر ګوندونه یې پړه په دې ایالت کې له تېرې یوې لسیزې د تحریک انصاف واکمن ګوند ته نیسي.

هم‌مهاله د‌ پاکستان مرکزي حکومت هم نیوکې کړي، چې د عمران خان په مشرۍ د ای‌اېس‌ای پخواني مشر فیض حمید په ګډه دې ایالت کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي ځای پر ځای کړل او اوس په لوی سرخوږي بدل شوي دي.

همداراز په پلوچستان ایالت کې بیا د بلوڅ بېلتون‌پالو بریدونو هم زور اخیستی او تېرو اوونیو کې یې د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونو د ځانمرګي بریدونو په ګډون وسله‌والې نښتې وکړې. له دې سره، څو ورځې وړاندې د اسلام‌اباد په یو جومات کې د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر ۴۰کسان ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د کرکټ د روان کال سوپر لیګ لوبې په پېښور کې کیږي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د وضعیت عادي کولو او پر امنیت د باور په خاطر، د پاکستان د کرکټ د روان کال سوپر لیګ سیالۍ په پېښور کې کیږي. دا به لومړی ځل وي چې پېښور د (پي‌ايس‌ايل) لوبو کوربه توب کوي.

دا پرېکړه د خیبر پښتونخوا د حکومتي او امنیتي چارواکو د یوې لوړپوړې غونډې پر مهال اورول شوې ده.

په دې ناسته کې د پاکستان، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا پر وضعیت خبرې شوې دي.

په غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د پېښور قول اردو قوماندان او لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون درلود.

په غونډه کې پرېکړه شوې چې په مالاکنډ کې به د ایالتي پولیسو او اړوندو ادارو تر څارنې لاندې د ایالتي حکومتولۍ ماډل سملاسي عملي شي، چې وروسته به په تدریجي ډول نورو اغېزمنو ولسوالیو، په ځانګړي ډول خیبر، اورکزۍ او کورمې ته غځول کیږي.

د غونډې د پرېکړو له مخې، د پرمختیايي پروژو د اغیزناک څار او د امنیتي عملیاتو د بیا ارزونې لپاره به د اعلی وزیر په مشرۍ یوه ځانګړې فرعي کمېټه جوړیږي، چې هره میاشت به غونډې کوي.

دغه کمېټه به د حکومتولۍ او پرمختیايي نوښتونو څارنه کوي، د بدیلو کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره به کار کوي او د موقتي بې‌ځایه شویو کسانو ستونزې به اواروي.

د خیبر پښتونخوا د حکومت د اعلامیې له مخې، فدرالي او ایالتي حکومتونو په ترهګرۍ ضد جګړه کې د لا زیاتې همغږۍ او د واحدې تګلارې د خپلولو ژمنه کړې ده .

د اندر شېر پیکه شوې کوڅې؛ په پښتونخوا کې د سرو زرو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۰

په پېښور کې د سرو زور یو شمېر کاروباریانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د امریکا او ایران د کړکېچ له کبله په ټوله نړۍ کې د سرو زرو بیې د پام وړ لوړې شوې دي او له همدې کبله د پښتونخوا په بازارونو کې د سرو زرو روزګار هم خراب شوی دی.

د پېښور په اندر شېر بازار کې د سرو زرو یوه کاروباري وویل، چې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل سره هم د سرو زرو بیې لوړې شوې وې؛‌ خو اوس د امریکا او ایران ناندریو هم په دغو قیمتونو د پام وړ اغیزې کړي او لوړې شوې دي. د سرو زرو د کاروباریانو په وینا، پښتونخوا کې د دغو لوړو قیمتونو له کبله اوس څوک د سرو زرو اخیستلو پسې نه ورځي او د دوی روزګار ورسره سخت اغېزمن شوی دی.
اندر شېر په خېبرپښتونخوا کې د سرو زرو د کاروبار یو مهم مرکز دی، چې له افغانستان سره هم سوداګریزې اړیکې لري. یو ځايي هټۍوال وایي، پخوا به خلکو د ودونو لپاره لس تولې سره زر اخیستل، خو اوس یوازې دوه تولې اخلي.

هغه زیاته کړه: «د ډېرو زنانه‌‌وو ودونه د همدې سرو زرو له کبله پاتې دي. ډېرې تور سرې په کورونو پاتې دي، ډېرو هلکانو او جینکو کوژدې کړې دي،‌ خو د طلا د اخیستلو وس یې نشته». دغه کاروباریان په دې باور دي، چې ډېری کورنۍ نه غواړي چې لوڼې یې پرته له سرو زرو واده شي او د هلکانو کورنۍ یې بیا د اخیستلو توان نه لري.
یو بل دوکاندار اندېښنه څرګنده کړه، چې د سرو زرو نړۍوال بازار بیې باثباته نه دي‌ چې له همدې کبله دوی هم د نرخونو په لوړېدو او کمېدو کې زیانمن کېږي.

اندر شېر بازار چې پخوا په‌کې د سرو زرو دوکانونه خورا ډېر وو، اوس کرار کرار دغه کاروبار کمزوری کېږي‌ او کاروباریان هم ترې لاس اخلي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سراسري لاریونونو لپاره پراخ چمتووالی پیل کړی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند (PTI) د پراخو ولسي لاریونونو لپاره خپلې تیارۍ پیل کړې دي. د دغه ګوند د باوري سرچینو په وینا، د لاریونونو په موخه مشورتي ناستې پیل شوې دي او د "ازادۍ یا مرګ" تر شعار لاندې به ترسره شي.

جیونیوز ټلوېزیوني شبکه وایي، د دغو تياريو په لړ کې د خېبرپښتونخوا سر وزير سهيل اپريدی لپاره يو ځانګړی کانټينر هم تيار شوی دی. سرچينې وايي، ياد کانټينر څلوېښت فټه اوږدوالی لري، چې په‌کې تشناب او د ناستې لپاره منظم او مناسب ځای جوړ شوی دی.

د کانټينر پر مخ په څرګندو تورو د «ازادۍ يا مرګ» شعار ليکل شوی او اټکل کېږي، چې د احتمالي احتجاجونو پر مهال به د مرکزي سټېج په توګه وکارول شي. د ګوند سرچينې زياتوي، چې د احتجاجونو د تګلارې په اړه د سر وزير سهیل اپریدي او د ګوند د يو شمېر مهمو مشرانو ترمنځ ناستې شوې دي، چې په‌کې د احتجاجونو د ځای، وخت او د ترسره کېدو د طريقې په اړه سلا مشورې شوې دي.

سرچينې دا هم وايي، چې د پي‌ټي‌ای په مشرۍ کې د احتجاجونو د وروستي اعلان او د نېټې د ټاکلو په اړه مشورې لا هم روانې دي او په همدې وخت کې د ګوند کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې د احتمالي احتجاجونو لپاره بشپړ چمتووالی ونيسي.

له بلې خوا، يوه ويډيو هم خپره شوې ده، چې په‌کې سهيل اپریدی د احتجاجونو لپاره د تيار شوي کانټينر د کتنې پر مهال ليدل کېږي. همدارنګه د پاکستان پارلمان غړي شاهد خټک ويلي: «زموږ کانټينر په پېښور کې تيار دی چې پر مخ يې ازادي يا مرګ ليکل شوي دي. هر وخت کولای شو پر هغه وخېژو او سهيل اپریدي به د موټرچلوونکي په څوکۍ کې کښېني».

په همدې حال کې، د تحريک انصاف ګوند مشر بيرسټر ګوهر ويلي دي: «هغه خبرونه چې ګواکې کوم کانټينر تيارېږي يا اسلام‌اباد ته د تګ لپاره حرکت کوي، ناسم دي».

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړو مهمه غوښتنه د خپل مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان خلاصون ده. عمران خان له تېرو درېیو کلونو راهیسې د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې ساتل کېږي او د شهباز شریف حکومت پرې سخت محدودیتونه وضع کړې دي.

هم‌مهاله، د عمران خان کورنۍ او ګوندي غړي د هغه د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنه لري او د هغه ډاکټر ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې د نوموړي روغتیایي وضعیت له نږدې څخه وګوري.

میا افتخار حسین: د امنیت په نامه د پښتنو د اقتصاد ملا ماته شوې ده

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې د ناسمو امنیتي پالیسیو له امله د پښتنو پر قانوني سوداګرۍ سخت محدودیتونه لګېدلي او د خلکو اقتصادي ژوند له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

هغه وویل، چې د ناامنۍ له امله د خیبر پښتونخوا سوداګر مجبور دي یا خپل کاروبار وتړي او یا هم د وېرې له امله چوپ پاتې شي.

د افتخار حسین په وینا، که حکومت په رښتیا د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی غواړي، نو باید د زورواکۍ او باج‌اخیستنې سرچینې له منځه یوسي، نه دا چې د ولس مشروع کاروبارونه قرباني کړي.

نوموړي له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو ته په اشارې وویل، چې دې پرېکړې یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر زرګونو کورنیو ناوړه اغېز کړی او د بې‌روزګارۍ کچه یې لوړه کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر ټینګار وکړ، چې د امنیت په نوم ناسم چلند پر دولت د خلکو باور کمزوری کړی او تر څو چې د ولس اقتصادي ستونزې حل نه شي، دایمي ثبات به رامنځته نه شي.

په اسلام اباد کې د مرګوني چاودنې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د اسلام اباد په شیعه وو جومات کې د مرګوني چاودنې په تړاو د څلورو کسانو د نیولو اعلان وکړ. یوې پاکستاني امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل چې دا کسان د دوو جلا استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا کسان په اسلام اباد کې د خدیجه الکبرای جومات د مرګوني چاودنې یوه ورځ وروسته د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

د جمعې د لمانځه پر مهال په برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۷۱ کسان ټپیان شول.

بریدګر لومړی ډزې پیل کړې او بیا یې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

داعش د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل، چې د دې برید پلان او روزنه په افغانستان کې د داعش لخوا ترسره شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکو ورته تورونه تکرار کړي دي، دا هغه ادعاوې دي چې د افغان طالبانو لخوا تل رد شوي دي.

افغان طالبانو دا برید وغانده او دا یې «د اسلامي او انساني ارزښتونو پر ضد» وباله.