په لبنان کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شمېر ۱۵ ته لوړ شو

د لبنان په طرابلس ښار کې د یکشنبې په ورځ «د سلواغې ۱۹مه» د یوې ودانۍ د نړېدو له امله لږترلږه ۱۵ کسان مړه شوي دي او ورسره د ژغورنې عملیات هم پای ته رسېدلي دي. د یادو عملیاتو پرمهال تر کنډوالو لاندې بندپاتې ۸ کسان ژغورل شوي دي.
