• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د افغان پوځ یو پخوانی افسر او د هغه زوی له زندان څخه خوشې کړل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د افغان پوځ یو پخوانی افسر او د هغه زوی له زندان څخه ازاد کړي دي. دوی تېره اونۍ په بادغیس ولایت کې نیول شوي وو او د سرچینو په وینا، دواړه د سې شنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۱مه، له غرمې وروسته خوشې شول.

طالبانو د دغه افسر د نیول کېدو د ردولو په موخه، د نوموړي د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې او نوموړی په دې ویډیو کې د خپلې نیول کېدا رپوټونه ردوي.

له دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې ډګروال عبدالسلام د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

عبدالسلام د جمهوري حکومت پرمهال د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېیمې لوا د لومړي کنډک قوماندان و.

د سرچینو په وینا، د هغه زوی عبدالمتین هم د قلعه نو په بازار کې په داسې حال کې ونیول شو چې د خپل پلار په لټه کې وو.

د دوشنبې په ورځ، طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې عبدالسلام پکې د خپل زوی تر څنګ ناست دی او د بندي کېدو راپورونه ردوي.

په ویډیو کې، هغه د طالبانو ستاینه کوي او وايي چې "په ټول افغانستان کې عدالت پلي شوی دی."

په وروستیو کلونو کې د طالبانو له خوا د افغان حکومت د پخوانیو سرتیرو او افسرانو نیول د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول نیونې، شکنجې، جبري ورکیدل او هدفي وژنې د طالبانو د ټولبښنې له ادعاوو سره په ټکر کې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

فلیپیني چارواکو له افغانستان نه قاچاق شوي ۴۱ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د فیلیپین د ګمرک او مخدره توکو پضد ادارې په ګډو استخباراتي عملیاتو کې له افغانستان نه قاچاق شوي ۴۱ کیلوګرامه میتامفیتامین هایدروکلورایډ، چې په سیمه‌ییزه کچه «شیشه» یادیږي، نیولي دي.

فلیپیني چارواکي وایي، دغه نشه يي توکي د «مرمرو» په بار کې پټ شوي وو او د مانیلا په نړیوال کانټینري بندر کې د پلټنو پرمهال موندل شوي دي.

د نیول شویو توکو ارزښت شاوخوا ۲۷۸ میلیونه فیلیپیني پیسې، یا څه باندې ۴۰۰ زره ډالره کیږي.

اړوندو ادارو ټینګار کړی چې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره به ګډ عملیات، استخباراتي همکاري او سرحدي څار نور هم پیاوړی کړي.

خواجه اصف وايي چې امریکا دوی د «تشناب کاغذ» په څېر پرېښودل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، چې لویدیز د افغانستان په مساله کې له پاکستان نه ګټه واخېسته، خو د تشناب کاغذ په څېر یې دوی پرېښودل. د اصف په وینا، د پاکستان دیکتاتورو جنرالانو له افغان جګړې نه د مشروعیت لپاره ګټه اخېسته.

د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد اصف په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې هغه دوه جګړې چې پاکستان پکې ښکېل و، د دین یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه وې، بلکې د نړیوالو ځواکونو او د پاکستان د دوو استبدادي حکومتونو د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره وې.

هغه د پاکستان پارلمان ته په خبرو کې وویل، چې کله د شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان ته راغلل، دا د کابل د حکومت په غوښتنه وو او هېڅ تجاوز نه و شوی. د هغه په وینا، دا نظریه چې دغه جګړه د جهاد په نوم وه، یوازې د امریکایانو روایت دی.

هغه ټینګار وکړ چې دواړې جګړې د اسلام یا دین د مینې له امله نه وې، بلکې د هغه وخت دیکتاتورانو جنرال ضیاء الحق او جنرال پرویز مشرف د یوه ستر ځواک تایید او مشروعیت ته اړتیا درلوده.

خواجه اصف زیاته کړه چې د دې جګړو په ترڅ کې د پاکستان ښوونیز نصاب، سیاسي او مذهبي کلتور تر ډېره بدل شو. هغه وویل چې د دې جګړې له امله د تعلیم دودیز نصاب بیا نه شو پلي کېدای او حتا په سیاسي او مذهبي اخلاقیاتو کې ډېر کوچني بدلونونه هم رامنځته شول.

هغه همدارنګه روښانه کړه چې د ۱۱ سپټمبر بریدونه له افغانستان څخه نه دي شوي او د هغو عاملین هم افغانان نه وو.

هغه ټینګار وکړ چې تر اوسه له دې تاریخ څخه عبرت نه دی اخیستل شوی او تروریزم او ناسم امنیتي وضعیت د همدې تېرو تېروتنو پایله ده.

نوموړي یادونه وکړه چې امریکا او نورو نړیوالو ځواکونو دوی د تشناب کاغذ په څېر وکارول او پرې یې ښودل.

هغه ټینګار وکړ چې د تېرو تېروتنو منل د ملي درملنې برخه ده او دا باید د سیاست نه، بلکې د ملي لیدلوري برخه وي.

خواجه اصف په پای کې وویل، «تر څو چې موږ خپلې تېروتنې ونه منو او له تاریخ سره رښتینی مخامخ نه شو، د تروریزم او بې‌ثباتۍ ستونزې به دوام لري. موږ باید له تېروتنو زده کړه وکړو او له خپلې ځمکې، تاریخ او ملي ارزښتونو سره بیا تړاو پیدا کړو».

هغه دغه راز وویل چې افغانستان وروستی هېواد و، چې پاکستان یې په رسمیت و پېژنده او دوه ځله یې پر پاکستان بریدونه وکړل، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

د کابل ښاریانو نیوکه: اته ساعته برېښنا نه لرو خو بېلونه څو چنده راځي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د کابل یو شمیر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې په هرو ۲۴ ساعتونو کې اته ساعته برېښنا نه درلوده خو د طالبانو برېښنا شرکت د لګښت لوړ بېلونه ور استولي دي.

د کابل ښار ځینو اوسیدونکو نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه وویل، چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې برېښنا کمه شوې ده خو د برېښنا بېلونه دومره لوړ وي، چې دوی یې د پرې کولو توان نه لري.

د کابل اوسیدونکی سمیع الله نیوکه کوي، چې په کور کې څلور ګرپونه لري او یو ټلوېزیون سره په دې میاشت کې ۲ زره ۴۰۰ افغانۍ بېل پسې راغلی دی.

د کابل ځینې ښاریان وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د ورښتونو له امله وارداتي برېښنا څو ورځې پرله پسې پرې شوې وه او ډېر وخت برېښنا یوازې د شپې له خوا ور پرېښودل کیږي، چې کمه مصرفیږي، خو پر دې سربېره د طالبانو برېښنا شرکت د برښنا لوړلګښتي بېلونه ور لیږلي دي.

دوی زیاتوي، چې په هیواد کې بې کاري او خراب اقتصاد سره بیا هم د افغانستان برېښنا شرکت بېلونه زیات لیکلي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زیاتره وخت د افغانستان برېښنا شرکت د بودجې له کسر سره مخ وي او بیا په خپل سر بېلونه لیکي او که کوم کس یې چې تحویل نه کړي، په هغه پسې جریمه هم راځي او یا هم برېښنا پرې قطع کوي».

نه یوازې په کابل کې بلکې په ځینو نورو سترو ښارونو کې هم هېوادوال د برېښنا د زیاتو بېلونو له ور لېږدل کېدو شکایت لری.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د خلکو دې نیوکو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان د پرېمانه اوبو او اوبیزو سرچېنو په لرلو سره لا هم خپله اړتیا وړ برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو پېري، چې ډېر ځله د دغو هېوادونو له‌خوا د ژمي په سړو ورځو شپو او د اوړي په ګرمۍ کې قطع کیږي.

ملابرادر او میرویس عزیزي د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا په ګډون پنځه تړونونه لاسلیکوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ټاکل شوې سبا (چهار شنبه، د سلواغې ۲۲مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د عزیزي ګروپ شرکتونو عمومي رییس میرویس عزیزي په حضور کې پنځه تړونونه لاسلیک شي.

د طالبانو د ترواک لاندې ملي ټلوېزیون ویلي، چې په دغو مراسمو کې به د عزیزي ګروپ او طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا او له ډبرو سکرو څخه د د برېښنا د تولید د پنځو پروژو د عملي چارو د پیل تړونونه لاسلیک شي.

د روان کال د زمري په میاشت کې د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه.

نوموړي د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي وو، چې یاده پروژه به په پنځو کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي خو تر اوسه ددې پروژو د پیل په اړه جزییات نشته.

د انرژۍ او په ځانګړي توګه د برېښنا د تولید په برخه کې دغه هوکړه په داسې حال کې لاسلیکېږي چې دمګړۍ افغانان او په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له جدي کمښته شکایت لري.

د طالبانو اقتصادي کمیسیون د کبانو د ۷۷۰۰ فارمونو جوړولو طرحه تایید کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرااقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ددې ډلې اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په خپله نوبتي غونډه کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید کړې ده.

د یادې طرحې له مخې به د خصوصي سکټور په پانګونې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو ۷۷۰۰ کوچني، منځني او لوی فارمونه جوړ شي.

طالب چارواکي وایي، د دغو فارمونو په جوړېدو سره به د کبانو د غوښې تر ۹۰ سلنې پورې کورنۍ اړتیا پوره شي او شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

طالب چارواکو ویلي، یاده پرېکړه د وروستۍ منظورۍ لپاره د دې ډلې د مشر دفتر ته استول شوې ده.