• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فوټبال د نړۍ ستوری لیونل مسي له خپلې کورنۍ سره بېرته بارسلونا ته ستون شو

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۰

د نړۍ د فوټبال ستوری لیونل مسي لا هم خپل راتلونکی له بارسلونا ښار سره تړلی بولي. هسپانوي رسنۍ وایي، دا ارجنټایني ستوری اراده لري چې د خپل لوبیز ژوند تر پای وروسته له خپلې مېرمنې او ۳ اولادونو سره یوځای کاتالونیا ته بېرته ستون شي؛ هغه ښار چې د کلونو لپاره د ده اصلي کور پاتې شوی.

مسي چې په ۲۰۲۱ کال کې له احساساتي شېبو سره د نیوکمپ لوبغالي سره مخه ښه وکړه، دا مهال تر ۲۰۲۸ کال پورې د امریکا له انټر میامي لوبډلې سره تړون لري. که څه هم هغه اوس په متحده ایالاتو کې له کورني پلوه د هوساینې او ثبات احساس کوي، خو بارسلونا لا هم د ده «معنوي کور» بلل کېږي.

لیونل مسي چې د لاماسیا له روزنیز مرکز څخه نړۍوال فوټبال ته ور وپېژندل شو، دا هیله یې لرله چې خپله ټوله مسلکي لوبیزه دوره په بارسلونا کې تېره کړي. هغه په ۷۷۸ رسمي لوبو کې د شین‌اناري رنګ لوبډلې لپاره ۶۷۲ ګولونه ووهل او د ۱۰ لالیګا اتلولیو او د اروپا د اتلانو د څلورو جامونو په ګټلو کې یې بنسټیز رول ولوباوه.

خو د کلپ مالي ستونزې د دې لامل شوې، چې د هغه تړون تمدید نه‌شي او مسي د ازاد لوبغاړي په توګه پاری‌سن‌ژرمن ته ولاړ شي. په فرانسه کې د هغه دوه کلنه دوره د مسي د کورنۍ لپاره چندان اسانه نه وه، همدا لامل شو چې هغه په ۲۰۲۳ کال کې د ډېوېډ بکهام وړاندیز ومني او انټر میامي ته ولاړ شي.

مسي په امریکا کې هم خپلو ویاړونو ته دوام ورکړ او له انټر میامي سره یې د لیګ‌کپ، ساپورټرز شیلډ او د ام‌اېل‌اېس جام اتلولۍ وګټلې.

مسي د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې له «سپورټ» ورځپاڼې سره په مرکه کې په ښکاره توګه ویلي وو، چې بارسلونا ته د بېرته ستنېدو سخته لېوالتیا لري. هغه ویلي وو، چې د ده کورنۍ تل د دې ښار د بیا ژوند په اړه خبرې کوي او د دوی کور لا هم په بارسلونا کې خوندي پاتې دی.

سره له دې اټکلونو، د لوبغاړي په توګه د مسي بېرته ستنېدل بارسلونا ته ناشونی ښکاري؛ په ځانګړي ډول د کلپ له مشر خوان لاپورتا سره د هغه د ترینګلو اړیکو له امله، هغه چې پرون د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګډون لپاره له خپلې دندې لاس واخیست. خو بیا هم شونې ده چې د نیوکمپ په لوبغالي کې د مسي د رسمي مخه ښې لپاره یوه دوستانه یا ننداریزه لوبه ترسره شي.

د «سپورټ» د راپور له‌مخې، مسي به د خپل لوبیز ژوند تر پای وروسته په ډاډه توګه بارسلونا ته بېرته ستنېږي او کېدای شي په راتلونکي کې د کلپ په چوکاټ کې اداري یا ورزشي رول هم ولوبوي؛ خو دا به هغه وخت ممکن وي چې د کلپ مشري د داسې کس په لاس کې وي چې مسي پرې باور ولري.

مسي چې د روزونکي کېدو لېوالتیا نه لري، ښايي په راتلونکې کې د ورزشي مدیر یا د کلپ د استازي (سفیر) په توګه یو ځل بیا د بارسلونا له جوړښت سره یوځای شي. تر هغې وخته پورې، د هغه ټوله پاملرنه له انټر میامي سره پر ځلېدو او د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام په سیالیو کې د ارجنټاین د ملي لوبډلې د اتلولۍ له سرلیک څخه پر دفاع راڅرخي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۳
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۴

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام؛ پاکستان د امریکا پر وړاندې تر بریا وروسته د نوملړ سر ته راغی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۰
د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام؛ پاکستان د امریکا پر وړاندې تر بریا وروسته د نوملړ سر ته راغی
100%

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام په خپله دویمه لوبه کې د امریکا لوبډلې ته د ۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د ۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د لومړي ګروپ د جدول سر ته ورغله. په دغه ګروپ کې د هند، هالنډ او نامیبیا لوبډلې هم شاملې دي.

په دې لوبه کې تر پچې ګټلو وروسته د امریکا لوبډلې لومړی د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. د پاکستان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې جوړې کړې. صاحبزاده فرحان د ۷۳ منډو په جوړولو سره د پاکستان تر ټولو بریالی لوبغاړی و او د همدې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه. نوموړي د پاکستان د لوړو نومرو په جوړولو کې مهم او ټاکونکی رول ولوباوه.

د امریکا له لوري، شادلي وان‌شالکوېک د توپ‌اچونې په برخه کې ښه ځلېدنه درلوده او د څلورو ویکټو په اخیستو سره د خپلې لوبډلې له بریالیو لوبغاړو څخه شمېرل کېده.

د لوبې په دویم پړاو کې، د امریکا لوبډلې په شلو اورونو کې خپلې اته ویکټې له لاسه ورکړې او ونه توانېده چې له ۱۵۸ منډو زیاتې جوړې کړي. شوبهام رانجان د ۵۱ منډو په جوړولو سره د امریکا لپاره تر ټولو ډېرې منډې وکړې. د پاکستان د توپ‌اچوونکو له ډلې عثمان طارق د درېیو ویکټو په اخیستو سره تر ټولو ښه کارکردګي وښوده.

د دې بریا په ترلاسه کولو سره، د پاکستان لوبډلې د لومړي ګروپ په جدول کې خپل مقام لا ټینګ کړ او د دې سیالیو بل پړاو ته د تګ په لور یې یو مهم ګام واخیست.

راشدخان وایي غواړي افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله ولري

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۰
راشدخان وایي غواړي افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله ولري
100%

د کرېکټ ستوری راشدخان وايي، هغه لېواله دی چې افغانستان په راتلونکي کې خپله د ښځو کرېکټ ملي لوبډله ولري او سیالۍ وکړي. نوموړی وایي، د کرېکټ د نړۍوالې شورا له لوري د افغانستان د بشپړ غړیتوب لپاره د ښځو لوبډلې لرل د دغې شورا له شرطونو او معیارونو څخه دي.

هغه د یکشنبې په ورځ د شل اوریز نړۍوال جام د پرانیستې لوبې څخه مخکې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا غواړي افغانستان د ښځو لوبډله سیالیو ته واستوي وویل: «هو، بلکل.»

خان دا هم وویل، چې د ښځو د لوبډلې لرل له هغو شرطونو او معیارونو څخه دي چې د کرېکټ نړۍواله شورا یې د افغانستان د بشپړ غړیتوب لپاره اړین ګڼي. هغه زیاته کړه: «د کرېکټ نړۍواله شورا او د افغانستان کرېکټ بورډ ښه پوهېږي، خو موږ لېواله یو هر څوک چې د افغانستان استازیتوب کوي؛ هغوی د لوبو په ډګر کې ووینو».

راشد خان ویلي، چې د ښځو کرېکټ به د افغانستان کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړۍوالې شورا په پریکړې پورې اړه ولري. خان ټینګار وکړ، د یو لوبغاړي په توګه ډېر واک نه‌لري او یوازې هغو چارو ته فکر کوي چې «د کنټرول وړ» وي.

هغه وویل: «موږ په داسې وضعیت کې یو، چې رښتیا هم ډېر رول نه‌‌شو لوبولی. خو بیا هم هو، ملاتړ تل شته؛ خو په پای کې پرېکړه هغه کسان کوي، چې ډېر واک لري». د راشد خان څرګندونې د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي‌ لوبډلې لوبغاړې فیرزوه افغان چې دا مهال له خپلو فعالیتونو څخه پاتې ده، له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

مېرمن افغان پر انسټاګرام پاڼه په یوه یادښت کې ولیکل، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا په ۲۰۱۷کال کې په قصدي ډول د ښځو د کرېکټ لوبډلې پرته افغانستان ته د بشپړ غړیتوب ورکولو سره خپل نړۍوال قوانین مات کړل.

هغې دغه پرېکړه د افغانستان د ښځو پر کرېکټ مستقیمه او ویجاړوونکې ضربه بللې او زیاته کړې یې ده: «وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ له دې ناکامۍ ګټه واخیسته او داسې کیسه یې پیاوړې کړه، چې ګواکې یوازې د نارینه‌وو لوبډله د دغه لاسته راوړنو وړ ده او د ښځو د لوبډلې حضور اړین نه‌دی».

واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته دغه ډلې د نورو محدودیتونو تر څنګ ښځې او نجونې له ورزش څخه هم منعه کړې دي او د ښځو ټولې ملي لوبډلې یې منحل کړې. تر دې مخکې راشد خان د افغانستان د ښځو او نجونو د زده‌‌کړې له حقه هم ملاتړ کړی و.

د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۲۰کال کې ۲۵ ښځینه لوبغاړې لرلې؛ خو د کابل له سقوط وروسته دغه لوبغاړې اوس په اسټرالیا، کاناډا او برېتانیا کې ژوند کوي. د افغانستان د ښځو د کرېکټ لوبډلې زیات غړي د کانبرا او ملبورن په ښارونو کې مېشت دي او د ځایي لوبډلو لپاره لوبې کوي.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا د سوېلي افریقا پر وړاندې لوبه کوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۰۸ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا د سوېلي افریقا پر وړاندې لوبه کوي
100%

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام په لومړۍ لوبه کې د نیوزېلنډ پر وړاندې له ماتې وروسته، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۲مه) د سوېلي افریقا له پیاوړې لوبډلې سره مخ شي. دغه لوبه به د سهار په لسو بجو د هند د احمداباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې پیل شي.

که افغانستان لوبه وګټي، نو بل پړاو ته به د تګ چانس ولري؛ خو په دې لوبه کې ماتې به یې لوبډله له نړۍوال جام څخه ژر وتلو ته نږدې کړي. سوېلي افریقا چې د شل اوریزو نړۍوال جام په وروستي پړاو کې دویم مقام ترلاسه کړی و، د افغانستان لپاره یو پیاوړی سیال دی.

د شل اوریزو نړۍوالو لوبه د ډلبندۍ له مخې؛ سوېلي افریقا په پنځم ځای کې او افغانستان په لسم ځای کې دی. د سوېلي افریقا کرېکټ په ۱۸۸۹ کال کې جوړ شو او دغه هېواد له ۱۹۰۹کال راهیسې د کرېکټ نړۍوالې شورا دایمي غړی دی.

سوېلي افریقا تر اوسه پورې ۲۱۷ شل اوریزې نړۍوالې لوبې کړې، چې ۱۱۶ یې ګټلې او ۹۷ یې بایللې دي. له بل پلوه افغانستان له ۲۰۱۷کال راهیسې د کرېکټ نړۍوالې شورا دایمي غړی دی او تر اوسه پورې یې ۱۵۹ شل اوریزې نړۍوالې لوبې کړې دي، چې ۹۶ یې ګټلې او ۶۰ یې بایللې دي.
افغانستان تر اوسه پورې اووه ځله په شل اوریز نړۍوال جام کې برخه اخیستې او تر ټولو غوره لاسته راوړنه یې د ۲۰۲۴کال د نړۍوال جام نیمه پای لوبې ته رسېدل وو.
سږکال د شل اوریزو لوبو کرېکټ نړۍوال جام لسم پړاو د هند او سریلانکا په کوربه‌توب ترسره کېږي، چې شاوخوا شلو لوبډلو په‌کې برخه اخیستې ده. افغانستان د دغه سیالیو په څلورم ګروپ کې د نیوزېلنډ، سوېلي افریقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره همډلی دی.

له مډال پرته ځلېدل؛ محمد بشیر عبداللهی د افغانستان اتلتیک ۱۱ کلن ریکارډ مات کړ

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۰
له مډال پرته ځلېدل؛ محمد بشیر عبداللهی د افغانستان اتلتیک ۱۱ کلن ریکارډ مات کړ
100%

محمد بشیر عبداللهی چې په چین کې د اتلتیک اسیا جام اتلولۍ سیالیو کې د افغانستان استازی دی، په یادو سیالیو کې د مډال په ګټلو بریالی نه‌شو؛ خو هغه په دغه سیالیو کې د افغانستان اتلتیک ۱۱ کلن ریکارډ مات کړ.

د افغانستان اتلتیک فدراسیون په تیانجین سیالیو کې د دغه لوبغاړي ریکارډ ماتونکی فعالیت تایید کړ. د فدراسیون په وینا؛ عبداللهی د چین په تیانجین کې د اتلتیک اسیا جام اتلولۍ سیالیو کې د لسو ګډون کوونکو لوبغاړو په منځ کې لسم مقام ترلاسه کړ.

دغه افغان ورزشکار ۳زره مټره واټن په ۹:۲۵.۷۱ وخت کې وواهه او په دغه سیالۍ کې یې د محمد کریم یاقوت پخوانی ریکارډ مات کړ. پخوانی ریکارډ د ۲۰۱۵کال (د فبرورۍ په ۱۲مه) د تهران په سیالۍ کې د ۹:۳۰.۱۵ دقیقو سره جوړ شو. په دې توګه عبداللهی وکولای شول، چې د افغانستان ملي ریکارډ شاوخوا پنځه ثانیې ښه کړي.
په دغه سیالیو کې عبداللهی د چین، پاکستان، جاپان، قرغزستان، ازبکستان، کمبوډیا او ایران له لوبغاړو سره سیالي وکړه، که څه هم دغه سیالي پرته له مډال ترلاسه کولو پای ته ورسېده؛ خو د افغانستان اتلتیک لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه وه.

100%

افغان لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د نیوزیلنډ پر وړاندې ماتې وخوړه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۷ GMT+۰
افغان لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د نیوزیلنډ پر وړاندې ماتې وخوړه
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله.

افغان لوبغاړو د لوبې په لومړۍ پړاو کې د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې ګلبدین نایب د ۶۳ منډو په جوړولو مخکښ و، صدیق‌الله اتل ۲۹ او رحمن‌الله ګربز ۲۷ منډې وکړې.

د هدف د دفاع پر مهال افغان توپ‌اچوونکو د نیوزیلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول، خو سیالې لوبډلې وکولای شول د پنځو ویکټو په توپیر ټاکل شوی هدف پوره کړي او بریا خپله کړي.

دا لوبه د هند په چینای ښار کې ترسره شوه.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د سویلي افریقا پر وړاندې په احمداباد ښار کې ترسره کړي.