• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سره صلیب کمېټه: ۲۰۲۵ کال کې ۱.۲۶ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۰

په افغانستان کې د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي، چې په تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې ۱.۲۶ میلیونه افغانانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي. دې کمېټې زیاته کړې، چې دغه خدمتونه د دوی په ۴۷ روغتیایي مرکزونو کې وړاندې شوې دي.

یادې نړۍوالې مرستندویه ادارې زیاته کړې، چې د دوی موخه درمل او طبي وسایل برابرول دي. همداراز یې ټینګار کړی، چې د دغو خدمتونو په لړ کې یې ښځو او ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال پروګرام اندېښنه ښودلې، چې د امریکا د پراختیایي مرستو کمېدو له کبله د افغانستان روغتیایي سکټور له جدي بشري ناورین سره مخ دی.

یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان روغتیايي سکټور له ناورین سره مخ دی، سلګونه روغتیایي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بند شوي او که نړۍوالې مرستې ونه‌شي، نو دا ناورین به لا پراخ شي.

راپورونو کې راغلي، چې د افغانستان د اوسني روغتیايي ناورین تر ټولو ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي چې د درملنې بهیر یې سخت اغېزمن شوی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو اړوند ورځپاڼه؛ وروستۍ زمانه ده، ځکه پر ښځو ظلم کېږي او حقوق یې نه مراعاتېږي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۰

د طالبانو اړوند د «شریعت» په نوم ورځپاڼې د «پر خپلو لوڼو او خویندو رحم وکړئ» په سرلیک سره په خپله نننۍ (سې‌شنبه د سلواغې ۲۱مه) سرمقاله کې اوسنۍ دوره د ښځو لپاره «وروستۍ زمانه» بللې او زیاته کړې یې ده، چې پر ښځو ظلم کېږي او حقوق یې هم نه‌مراعاتېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع دي او همداراز د خپلو کورنیو د سرپرستو ښځو په ګډون ښځو ته د کار کولو اجازه نشته، د طالبانو اړوندې رسنۍ هم پر ښځو د «رحم» کولو غږ پورته کړی دی.

دغې ورځپاڼې په اسلام کې د ښځو مقام، عزت او حقونو ته په اشارې ویلي، له اسلام څخه وړاندې د نړۍ په ټولو ټولنو کې له ښځو سره خورا سخت ظلم روان و، خو د اسلام په راتګ سره ښځو بېرته خپل خدای ورکړی حق او مقام تر لاسه کړ.

ورځپاڼه کاږي، په «کفري نړۍ» کې له ښځو سره ډېر پرېوتی چلند کېږي او ډول ډول استفاده ترې کېږي او په وینا یې په اسلامي ټولنو کې د کورني ژوند او د ښځو د هوسا ژوند کیسې چې تر کفري ټولنو رسېږي، هلته ښځې د داسې ژوند تصور هم نه‌شي کولی او ځینې یې د حقیقت له درک کولو وروسته اسلام هم مني.

په دې مقاله کې راغلي: «همدا اوس تاسې د کفري نړۍ پر حال فکر وکړئ، چې هغوی له ښځو سره څومره پرېوتی چلند کوي؟! حتی ښځو ته د نفقې ګټل هم په خپله ور له غاړې دي، په خورا سختۍ او د درنو او شاقه کارونو له لارې یوه ګوله روزي ګټي او شپه پرې تېروي. په ځوانۍ کې ترې د خپلو خواهشاتو لپاره استفاده کوي، په تجارت او مارکټېنګ کې ترې کار اخلي او په مختلفو نومونو یې له ځان سره په ادارو کې مصروفوي، خو چې ځواني یې خزان شي، بیا څوک خیرات هم نه ورکوي. نه مېړه پر خپلې ښځې رحم کوي، نه ورور پر خپلې خور، نه زوی پر خپله مور او نه پلار پر خپله لور».

خو یو شمېر ښځې چې افغانستان ته په سیاحت راغلي او بېرته تللي، له رسنیو سره یې په مرکو کې ویلي، چې دوی تر ډېره د افغان ښځو په پرتله ډېرې ازادۍ لرلې او په افغانستان کې هم د افغان ښځو په پرتله زیاتې ازادۍ درلودې.

د «شریعت ورځپاڼې» په سرمقاله کې راغلي: «مګر دا چې اوس بیا وروستۍ زمانه ده، نو متأسفانه په اسلامي ټولنو کې هم د ښځو په حق کې یو څه کوتاهي راغلې، ظلم پرې کېږي او حقوق یې نه‌رعایت کېږي».

په داسې حال کې چې طالبانو تل ویلي، چې په افغانستان کې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق خوندي دي، خو دغه ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې ښځو ته میراث نه‌ورکول کېږي، په خپله خوښه د نکاح حق نه‌لري، ځينې یې په بدیو کې ورکوي او یو شمېر یې د پیسو (ولور) په بدل کې خرڅوي.

دغې ورځپاڼې د نجونو د تعلیم په تړاو هېڅ یادونه نه‌ ده کړې، په داسې حال کې چې افغان نجونې زده‌کوونکې له نږدې پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو له دوامه محرومې دي.

نبیل اصف ته؛ پاکستان له پيله د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه نه يو هېواد

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، لوېدیځ د افغانستان په مسله کې پاکستان د «تشناب کاغذ» په څېر وکاراوه او بیا یې پرېښوده. رحمت‌الله نبیل د خواجه اصف دغو خبرو ته غبرګون کې وايي، پاکستان له پيل څخه د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه، نه يو هېواد چې رښتينی ملي روایت او ارزښت ولري.

خواجه اصف د پاکستان پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، چې په افغانستان کې هغه دوه جګړې چې پاکستان په‌کې ښکېل و، د دین یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه وې، بلکې د نړۍوالو ځواکونو او د پاکستان د دوو استبدادي حکومتونو او ډیکتاتورو جنرالانو جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره وې.

خواجه اصف وايي چې امریکا دوی د «تشناب کاغذ» په څېر پرېښودل | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رييس رحمت‌الله نبیل د سې‌شنبې په ورځ په خپلې اېکس‌پاڼې وویل: «خواجه اصف جدي مه ګڼئ» او زیاته کړې یې ده چې دا هماغه سړی دی چې نن وايي د افغانستان جګړې سياسي او «اجاره‌يي» وې او پاکستان د لويو قدرتونو د ګټو لپاره په‌کې ورګډ شو، پرون چې طالبان واک ته ورسېدل، امريکا ته يې وويل: «طاقت له تاسو سره دی، خو خداى له موږ سره دی».

خواجه اصف پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل نه ګڼي او په وینا یې، سور پوځ د کابل حکومت په غوښتنه راغلی وو او پروړاندې یې جګړه هم «جهاد» نه‌وو او دغه نظریه هم د امریکایانو روایت بولي.

رحمت‌الله نبیل له خواجه اصف څخه د پوښتنې په توګه مطرح کوي: «که هر څه سياست و، نو دا دیني شعارونه د څه لپاره وو؟ او که رښتيا د دين خبره وه، نو ولې نن هر څه د «سياسي تېروتنو» په نوم خلاصه کېږي»؟

نبیل زیاتوي، اصف ويل چې د شوروي راتګ «اشغال» نه‌وو، د افغانانو درد نه‌کموي. جګړه، ورانۍ او کډوالۍ د کاغذ پر مخ د لیکلو له لاری نه‌بدلېږي او په وینا یې، افغانانو اشغال د قانون له لارې ونه پېژاند؛ د هديرو، بې‌کوره کېدو او وران شويو ښارونو او کليو له لارې يې وپېژاند.

خواجه اصف زیاته کړې، چې د افغانستان د جګړو په ترڅ کې د پاکستان ښوونیز نصاب، سیاسي او مذهبي کلتور تر ډېره بدل شو، خو رحمت‌الله نبیل بیا څرګنده کړې چې د کتابونو د نصاب بدلول او د جګړې او جهاد روایت جوړول تصادفی نه وو. جنرال عاصم منير هم د هماغه پوځي نسل پيداوار دی، چې فکر يې د جنرال اختر عبدالرحمان او جنرال ضياءالحق په وخت کې جوړ شوی دی.

نبیل همداراز په ډاګه کړې: «حقيقت دا دی: پاکستان له پيل څخه د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه، نه يو هېواد چې رښتينې ملي روایت/ارزښت ولري.»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل ټينګار کړی، دا چې نن [پاکستان] وايي: «موږ هم قرباني شوو»، دا يوازې نيمه خبره ده. پاکستان يوازې قرباني نه و؛ پخپله يې پرېکړه وکړه، لاره يې وټاکله او کلونه يې د جګړې، ايډيالوژۍ او د دين له نومه د وسيلې په توګه کار واخيست.

په برېتانیا کې یو افغان پناه‌غوښتونکی پر ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰

یو افغان پناه‌غوښتونکی په برېتانیا کې پر یوې ۱۲کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو. ۲۳ کلن احمد ملاخېل تېر کال د جولای میاشت کې د برېتانیا په مرکزي ښار نونېټن کې د ۱۳ کلونو څخه د کم عمره ماشومې پر دوه ځله جنسي تېري د واروېک کراون محکمې له محاکمې وروسته مجرم وبلل شو.

ملاخېل تر دې مخکې د جنسي تېري په یوې بلې پېښې هم اعتراف کړی و او همدارنګه د ماشوم تښتولو، د جنسي تېري په دوو قضیو او د ماشوم د ناوړه انځورونو جوړولو په جرم هم مجرم وپېژندل شو.

د هغه شریک تورن ۲۴ کلن محمد کبیر د همدې ورځې د یوې مخکېني پېښې په تړاو د ماشوم د تښتولو د هڅې، د جنسي جرم د نیت او قصدي غاړه‌نیونې له تورونو بې‌ګناه وپېژندل شو.

څارنوال ډینیل اوسکرافت تېره میاشت د ملاخېل د محاکمې په پیل کې منصفینو ته وویل، چې ملاخېل قرباني نجلۍ یوې «تنها کوڅې» ته بېولې وه، هلته یې پرې جنسي تېری کړی، ځورولې یې ده او د هغې ناوړه انځورونه یې اخیستي دي.

د راپورونو پربنسټ، ملاخېل ته به سزا په وروستۍ محکمه کې واورول شي.

تر دې مخکې ملاخېل په خپل بیان کې محکمې ته ویلي و، چې نجلۍ ورته ځان بالغه معرفي کړې وه او هر څه د نجلۍ په خپله خوښه ترسره شوي، خو د قضیې څارنوال دا بیان «د نه منلو وړ» بللی و.

شېخ‌الحدیث عثمان طارق: د طالبانو پر ضد جګړه روا ده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د حج او اوقافو وزارت مرستیال شېخ‌الحدیث محمد عثمان طارق وایي، چې د طالبانو جزایي اصول‌نامه له قران او نبوي سنت سره په بشپړ ټکر کې ده. هغه همداراز زیاتوي، چې د حنفي فقهې له نظره له طالبانو سره جګړه روا ده.

یاد دیني عالم د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې زیاته کړې، پر افغانستان واکمنې ډلې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلام د بدنامۍ هڅې پیل کړې دي. هغه وایي: «علم چې فرض دی خو طالبانو پر نیمایي ټولنې بند کړی دی. دا یو اساسي دلیل دی چې دغه ډله د دین له بدنامولو پرته کومه بله لار نه لري او دغه ډله په دین نه پوهېږي.

د نوموړي په وینا، طالبان د «اسلامي امارت یا اسلامي حکومت» تر نوم لاندې د ملا هبت‌الله په مشرۍ یوازې د دین د بدنامولو هڅه کوي. شېخ‌الحدیث عثمان طارق وایي، طالبان د خپلې نوې جزایي اصول‌نامې له لارې غواړي، چې په افغانستان کې د علماوو خولې وتړي. د هغه په باور، د افغانستان د واکمنې ډلې په جزایي کړنلاره کې ګڼ موارد ناسم دي.

د جمهوري نظام دې پخواني چارواکي پر طالبانو غږ کړی، چې اصلاح دې شي او که داسې ونه‌کړي؛ نو د اسلامي فقهې له‌مخې یې پر وړاندې جګړه روا ده. یو شمېر نورو افغان دیني عالمانو هم د طالبانو د اوسني رژیم پر وړاندې جګړه روا بللې ده او هم‌مهاله د ازادۍ په نوم د یادې ډلې خلاف یو شمېر وسله‌والې جبهې هم فعالې شوې دي.

جي‌ډي‌ونس: له کابل څخه د تخلیې پر مهال د اذربایجان ځواکونه تر نورو وروسته ووتل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي‌ونس ویلي، چې د اذربایجان د جمهوریت ځواکونه د هغو وروستیو بهرنیو ځواکونو له ډلې وو، چې د افغانستان د تخلیې پر مهال ووتل او د ترهګرۍ پر ضد په نړۍواله جګړه کې یې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.

د ټرېنډ خبري اژانس د راپور له‌مخې، جي‌ډي‌ونس دا څرګندونې د اذربایجان د ولسمشر الهام علي‌اوف سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال وکړې. نوموړي په افغانستان کې د باکو او واشنګټن ترمنځ پوځي همکاریو ته په اشارې وویل، چې دا ملګرتیا له کلونو راهیسې تر هغه کچې کمه یاده شوې ده، چې ارزښت یې لري، حال دا چې د امریکا متحده ایالتونو ته یې خورا ستر اهمیت درلود.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه: «کېدای شي ډېر امریکایي وګړي په دې نه وي خبر چې اذربایجاني ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د سمندري پوځیانو (مېرینز) تر څنګ جنګېدل او د دې هېواد له تر ټولو زړورو، کلکو او سرسختو پوځي ځواکونو څخه ګڼل کېدل».

ونس ټینګار وکړ، چې اذربایجان د نړۍوالو ځواکونو د حضور پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته پراخ ملاتړ ورکړی و او د دې هېواد د ځواکونو دوامداره حضور تر وروستیو وتلو پړاوونو پورې د دې ماموریت پر وړاندې د باکو جدي ژمنتیا ښيي.

هغه په پای کې وویل: «موږ نن دلته راغلي یو، څو د دې دوستۍ او همکارۍ مننه وکړو او په عین حال کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزو او د ګډو همکاریو یو نوی پړاو پیل کړو».