په غزني کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسه مړه او ۴ نور ټپیان شوي

په غزني کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وایي، په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره؛ دغه پېښه د کابل- کندهار پرلویه لار د روضې کوتل په سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.