• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پولنډ د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره نږدې نیم ملیون ډالر مرسته کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰

پولنډ د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره څه باندې ۴۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي دي. په پولنډ کې د افغانستان سفارت ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت سره په همکارۍ، د زلزلې قربانیانو سره د مرستې لپاره ۲۷ قلمه بشري مرستې چمتو کړې دي.

په دې مرستو کې درمل، طبي تجهیزات، کمپلې او خواړه شامل دي او د زلزلې قربانیانو ته به په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې وویشل شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د بشري مرستو دا بار د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۱۰مه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې کابل ته ولیږدول شي.

وروستۍ زلزلې چې د افغانستان ختیځې برخې په ځانګړې توګه کونړ یې ولړزاوه، سلګونه کسان مړه کړل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

له دې زلزلې وروسته، د افغانستان په ځینو ختیزو ولایتونو کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي او نړیوالې ټولنې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله ۱۰ درملتونونه تړلي دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی، د دغه ولایت د کهسان ولسوالۍ د اسلام‌کلا بازار په سیمه کې یې د څارنې پرمهال هغه ۱۰ درملتونونه تړلي چې معتبر قانوني اسناد یې نه‌لرل او په ناقانونه ډول یې فعالیت کاوه.

د یاد ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د څارنې او ارزونې امریت یوې ډلې د کهسان ولسوالۍ د اسلام‌کلا بازار اړوند سیمو کې ۲۲ درملتونونه څارلي او ارزولي دي. خبرپاڼه زیاتوي، د ترسره شویو څېړنو له مخې له یادو درملتونونو څخه ۱۰ هغه د قانوني اسنادو نه وړاندې کولو له امله مهر او لاک شول.

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې څارنې پرمهال دارنګه غیرمجاز، بې‌لېبله او تاریخ‌تېر درمل هم راټول او د نورو قانوني مراحلو لپاره په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ته لېږدول شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ټینګار کړی، چې د خلکو د روغتیایي خوندیتوب په موخه به د درملتونونو د فعالیتونو څارنه لا پسې جدي کړي او د درملو د ناقانونه پلور او نامعیاري خدمتونو پر وړاندې به قانوني چلند وشي.

د دوحې پروسې ناسته؛ طالبانو د خصوصي سکتور د ودې، روڼتیا او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰

د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې په درېیمه ناسته کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په کوربه‌توب په کابل کې ترسره شوه، طالب استازو په‌کې د خصوصي سکتور د ودې، شمولیت، روڼتیا او لا ډېرې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې د یادې ډلې د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو، د افغانستان بانک استازو، د یوناما او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړۍوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د ګڼو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو او اړوندو کارپوهانو په حضوري او انلاین ډول ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، ناسته په دوو برخو وېشل شوې وه؛ لومړۍ برخه د ودې او شمولیت او دویمه برخه د همغږۍ او روڼتیا پر موضوعاتو متمرکزه وه.

خبرپاڼه زیاتوي، د ناستې ګډونوالو د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د خپلو همکاریو یادونه وکړه او دارنګه یې د دوامداره همکاریو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د درنې واورې له امله؛ د بامیان، غور لارې تړل شوې خو د سالنګ لاره د تګ‌راتګ لپاره خلاصه ده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د درنې واورې له امله د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې لویې لارې او فرعي سړکونه د تګ‌راتګ لپاره په لنډمهالي ډول تړل شوي؛ خو د سالنګ لویه لار لاهم د تګ‌راتګ لپاره پرانیستې ده.

د دغه وزارت د راپور له مخې؛ د سالنګ په تونل او شاوخوا برخو کې دامهال واوره ورېږي، خو یاده لاره د موټرو د تګ‌راتګ لپاره پرانیستې ده. د یاد وزارت په وینا؛ مساپر وړونکي موټر کولای شي له دواړو لورو تګ راتګ پرې وکړي، خو باروړونکو موټرو ته له ټېلرو پرته یوازې له شمال څخه سوېل لوري ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

په همدې حال کې د بامیان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د درنې واورې له امله د حاجیګک، قوناق، شاطو، بکک کوتلونو او د دهن سیاه درې – پل لارې تړل شوې دي. همداراز د یکاولنګ، دره‌صوف او پنجاب، اب قول کرمان لارې د تګ‌راتګ لپاره په لنډمهالي ډول تړل شوې دي.

ورته مهال په غور ولایت کې هم د سختو واورو له امله د بند بکک، بند بایند، بند غوک، بند بور، لعل او کرمان، بند شاتیغ، حوض بنګي او یوشمېر نورې لارې د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې دي. سربېره پر دې د بدخشان ولایت د یاوان لاره هم د تګ‌راتګ لپاره په لنډمهالي ډول تړل شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې ۴.۹مېلیونه ښځې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په ټول افغانستان کې ۳.۷ مېلیونه ماشومان او ۱.۲ مېلیونه ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. یاد سازمان زیاتوي، چې له افغان مېندو او ماشومان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په کابل کې د خوړو نړۍوال پروګرام د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی په مالي ملاتړ یو جوړ شوي کلینیک ته هره ورځ په خوارځواکۍ اخته ګڼې مېندې او ماشومان د درملنې لپاره ور وړل کېږي.

نوموړي سازمان له افغان ښځو او ماشومانو سره د خپلو مرستو اړوند لیکلي: «د اړتیاوو د زیاتېدو له امله د خوړو نړۍوال پروګرام خپلو ژوند ژغورونکو تغذیوي مرستو ته دوام ورکوي او له مېندو او ماشومانو سره مرسته کوي، هغه درملنه ترلاسه کړي چې ورته بېړنۍ اړتیا لري».

له بل پلوه د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خبرداری ورکړی، چې مېلیونونه افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د خوړو، څښاک اوبو او روغتیایي خدمتونو په ګډون په بېړنیو بشري مرستو تکیه کوي.

په مشهد کې د طالبانو قونسل له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه غږېدلی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۲ GMT+۰

د ایران په مشهد ښار کې د طالبانو قونسل نورمحمد متوکل د دغه ولایت د بهرنیو وګړو د چارو رییس جعفر سیدابادي سره د افغان کډوالو د حقونو او پر ناقانونه لارو د تګ‌راتګ د مخنیوي پر مسایلو خبرې کړې او د ګډې همکارۍ پر دوام یې ټینګار کړی.

د راپورونو له مخې؛ په دغه ناسته کې د دوه اړخیزو ګټو، د کډوالو د ټولنیزو او حقوقي ستونزو پر حل خبرې شوې دي. د طالبانو قونسل د ایران له یادې ادارې سره د کډوالو ستونزو کمولو لپاره ګډې هڅې مهمې بللې دي.

په مشهد کې د ایران د بهرنیو وګړو د چارو رییس جعفر سیدابادي ویلي، ایران د انساني، اسلامي او ټولنیزو مسوولیتونو پر بنسټ هڅه کوي چې د زیان‌منو کډوالو ملاتړ وکړي او د خیریه او ټولنیزو بنسټونو له لارې د خدمتونو د چارو بهیر اسانه کړي.

په غونډه کې د سرحدونو د ګډ مدیریت او د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي پر اهمیت ټینګار شوی. د ایران اړوند چارواکو د طالبانو له قونسل غوښتنه کړې، چې د سرحدي سرغړونو د کنټرول او د امنیتي بنسټونو د پیاوړتیا په چارو کې جدي اقدامات وکړي.