• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران وايي ډېر ژر به د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي ویلي، د طالبانو ادارې د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ خنډ نشته. هغه زیاته کړې، چې په دې تړاو خبرې روانې دي او تهران به ډېر ژر د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

بېکدلي همداراز څرګنده کړې، چې د اړیکو کچه په کابل او تهران کې د سفیرانو حضور، سوداګریزې راکړې ورکړې او د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا د رسمیت پېژندنې د یوه ډول ښکارندويي کوي.

علي‌رضا بېکدلي له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) خپره شوه ویلي: «د رسمیت پېژندنې په اړه هرو مرو به خپل ابتکار ولرو او تاسو ټول به یې وستایئ. اسلامي جمهوري د رسمیت پېژندنې له مسلې د اړیکو د لا تقویې په توګه استفاده وکړي».

بېکدلي د طالبانو له ادارې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته په اشارې وویل: «پر ښو شریکانو بدل شوي یوو».

هغه د طالبانو او ایران تر منځ د اړیکو کچې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «تهران د افغانستان پر تله له بل هېڅ هېواد سره دومره نږدې نه‌دی».

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست د دغې مرکې په یوې برخه کې په افغانستان کې د بهرنیانو پر لاسوهنې اندېښنه څرګنده کړه، خو په دې تړاو یې نور توضېحات ورنه‌کړل.

تر دې مخکې ایراني چارواکو د افغانستان بګرام هوايي اډې ته د امریکايي ځواکونو د احتمالي بیا راتګ او په دغه هېواد کې د نظامي اډې د جوړولو په تړاو هم اندېښنه ښودلې وه.

د شنونکو په باور، که چېرې تهران د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني، نو ایران به له روسیې وروسته دویم هېواد شي چې د طالبانو اداره په رسمیت پېژني.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې طالبانو د احمد شاه بابا د وخت د خزانې او مالي نظام مرکز نړولی دی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۰

کندهار کې طالبانو د احمد شاه بابا د وخت د دولت د خزانې او مالي نظام مرکز نړولی. منډیګک بنسټ، چې د تاریخي سیمو څیړنه کوي، دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل بللي. په ورته وخت کې د اطلاعاتواو فرهنګ پخواني وزیر کریم خرم ویلي، چې د دومره قدامت لرونکې ودانۍ اهمیت تر سرو زرو زیات دی.

منډیګک تاریخي بنسټ نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه د کندهار پخوانيو فرهنګي مشرانو له قوله ویلي، چي په نړول شوي مرکز کې به د احمدشاهي دولت د مال، د ولس امانت او د امپراتورۍ اقتصادي چاري تنظیمېدلې.

د یاد بنسټ په وینا، دا وداني د کندهار ښار په زړه کي د ولايت مقام څنګ ته موقعيت لري.

د منډیګک بنسټ دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل ګڼي، او د کندهار له علمي، فرهنګي او مسوولو ادارو یې غوښتنه کړې، چي داسې ځایونه وڅېړل شي، ثبت او وساتل شي،نه دا چي د نقشو تر پلمې لاندې ورک شي.

د منډیګک بنسټ یو مسوول سردار ولي په اېکس لیکلي:« بې له تاریخي څېړنې، بې له اسنادو او بې له دې چي د افغانستان فرهنګي میراث ته درناوی وشي، ددغسي ودانیو ورانول د انکشاف په شکل تاریخ قربانول دي.»

ددې ودانۍ د ړنګولو په غبرګون کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالکریم خرم په خپل اېکس کې لیکلي:« څو ورځې مخکې مې د احمدشاه بابا د رغول شوي کور تصویرونه ولیدل او ډیر پرې خوښ شوم، نن مې متاسفانه د همغه دوران د یوې مهمې ودانۍ د تخریب دا بد خبر تر سترگو شو.»

نوموړي نیوکه کړې، چې «دداسې ودانیو تخریب د تاریخ تخریب دی او ډیر افسوس دی چې دا کار شوی، هیڅ ژوندی او هوښیار ملت خپلې ریښې پخپله نه پرې کوي».

خرم غوښتنه کړې، چې په ټولو ولایتونو کې د ورته ودانیو، چې تاریخي ابدات گڼل کیږي، پوره ساتنه وشي.

تر اوسه ددې خبر په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مرغومي پر ۱۶مه اعلان وکړ، چې د احمدشاه بابا تاریخي کور یې تر بیا رغونې وروسته د سیلانیانو پرمخ پرانېستی دی.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي زرګونه یتیمان په دارالایتامونو کې تر روزنې لاندې دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیر احمد حقاني وايي، چې د یتیمانو د ملاتړ په موخه په ټولو ولایتونو کې دارالایتامونه جوړ شوي، چې زرګونه یتیم ماشومان تر روزنې لاندې دي. د نوموړي په وینا، دوی د پخوانیو وژل شویو افغان سرتېرو یتیمانو ته هم پاملرنه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې په کابل کې د علومو اکاډمۍ له لوري د ماشومانو د روزنې په تړاو سیمینار جوړ شوی و او ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم ګډون پکې کړی و.

شیر احمد حقاني ويلي، چې د اسلام مقدس دین د ماشومانو روزنې او تربیې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د ماشومانو په پالنه کې تر ټولو لوی مسوولیت د والدینو پر غاړه دی.

نوموړي همداراز وویل، چې په هېواد کې د بې‌سرپرسته ماشومانو شمېر زیات دی او حکومت او عام وګړي باید د دغو ماشومانو د روزنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د روان کال مرغومي میاشت کې طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و، چې په دې وروستیو کې یې د یتیمپالنې خصوصي مرکزونه او روزنتونونه تړلي او ټول یتیم ماشومان او اړوند تجهیزات یې د طالبانو اړوند مرکزونو ته انتقال کړي دي.

د یاد وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي و، چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته، په ټولو ولایتونو کې د هلکانو او نجونو لپاره جلا جلا روزنتونونه پرانېستل شوي او دغه لړۍ یې پراخه کړې ده.

د طالبانو د کلتور وزارت: ټولې لوحې او تابلوګانې باید «د اسلامي شریعت له احکامو» سره سمې وي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې ټولې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت احکامو او د افغانستان د طالبانو د ادارې له اصولو سره سمې وي.

یاد وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څارنه کړې ده.

په دې ترڅ کې د طالبانو د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس قاري ولي‌ګل جواد وویل چې ټولې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت د احکامو او د طالبانو د ادارې له اصولو سره سمې وي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه، چې باید له هغو انځورونو او غیرشرعي مطالبو ډډه وشي، چې د خلکو ذهنونه مغشوشوي او ملي ژبو، فرهنګي ارزښتونو او د لوحو منظم والي ته جدي پاملرنه وشي.

هغه ټینګار کړی چې د هغو لوحو له نصب څخه باید مخنیوی وشي، چې د ترافیکي لید یا د فرهنګي او تاریخي اثارو لید ته خنډ جوړوي.

د تاریخي اثارو پر لید د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټینګار داسې مهال دی، چې تازه ددې ډلې د کندهار ښاروالۍ د احمدشاه بابا د پېر د خزانې مرکز نړولی دی.

طالبانو د افغان پوځ یو پخوانی افسر او د هغه زوی له زندان څخه خوشې کړل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د افغان پوځ یو پخوانی افسر او د هغه زوی له زندان څخه ازاد کړي دي. دوی تېره اونۍ په بادغیس ولایت کې نیول شوي وو او د سرچینو په وینا، دواړه د سې شنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۱مه، له غرمې وروسته خوشې شول.

طالبانو د دغه افسر د نیول کېدو د ردولو په موخه، د نوموړي د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې او نوموړی په دې ویډیو کې د خپلې نیول کېدا رپوټونه ردوي.

له دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې ډګروال عبدالسلام د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

عبدالسلام د جمهوري حکومت پرمهال د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېیمې لوا د لومړي کنډک قوماندان و.

د سرچینو په وینا، د هغه زوی عبدالمتین هم د قلعه نو په بازار کې په داسې حال کې ونیول شو چې د خپل پلار په لټه کې وو.

د دوشنبې په ورځ، طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې عبدالسلام پکې د خپل زوی تر څنګ ناست دی او د بندي کېدو راپورونه ردوي.

په ویډیو کې، هغه د طالبانو ستاینه کوي او وايي چې "په ټول افغانستان کې عدالت پلي شوی دی."

په وروستیو کلونو کې د طالبانو له خوا د افغان حکومت د پخوانیو سرتیرو او افسرانو نیول د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول نیونې، شکنجې، جبري ورکیدل او هدفي وژنې د طالبانو د ټولبښنې له ادعاوو سره په ټکر کې دي.

فلیپیني چارواکو له افغانستان نه قاچاق شوي ۴۱ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د فیلیپین د ګمرک او مخدره توکو پضد ادارې په ګډو استخباراتي عملیاتو کې له افغانستان نه قاچاق شوي ۴۱ کیلوګرامه میتامفیتامین هایدروکلورایډ، چې په سیمه‌ییزه کچه «شیشه» یادیږي، نیولي دي.

فلیپیني چارواکي وایي، دغه نشه يي توکي د «مرمرو» په بار کې پټ شوي وو او د مانیلا په نړیوال کانټینري بندر کې د پلټنو پرمهال موندل شوي دي.

د نیول شویو توکو ارزښت شاوخوا ۲۷۸ میلیونه فیلیپیني پیسې، یا څه باندې ۴۰۰ زره ډالره کیږي.

اړوندو ادارو ټینګار کړی چې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره به ګډ عملیات، استخباراتي همکاري او سرحدي څار نور هم پیاوړی کړي.