ټرمپ: له ایران سره د مذاکراتو د ماتې په صورت کې د پوځي اقدام پرېکړه پر مېز ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییل ۱۲کانال سره په خبرو کې وویل، که له ایران سره هوکړې ته رسېدل ممکن نه وي، واشینګټن چمتو دی چې د تېرې غبرګولي میاشتې د «۱۲ ورځنۍ جګړې» په څېر د ایران پروړاندې پوځي اقدام وکړي.
هغه وویل: «ایرانیان په رښتیا غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي. یا به هوکړه کوو او یا به مجبور شو چې د تېر ځل په څېر یو خورا سخت اقدام وکړو».
هغه وویل: «دا مذاکرات له تېر ځل سره بشپړ توپیر لري. ایرانیانو فکر نه کاوه چې موږ به پر هغوی برید وکړو او لوی خطر یې ومنلو».
ټرمپ هوکړې ته د رسېدو په اړه پر خپلې لېوالتیا د ټینګار ترڅنګ، په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور پیاوړتیا ته هم اشاره وکړه. د راپورونو لهمخې، د امریکا ولسمشر منځني ختیځ ته له خپلې جنګي ډلې سره یوځای د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ پر استولو غور کوي؛ هغه ګام چې د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کې د واشینګټن د چټک غبرګون وړتیا لوړولی شي.
د امریکا ولسمشر د دې خبرو په یوه بله برخه کې د نتنیاهو د دریځ په اړه وویل: «زه فکر نه کوم چې هغه دې د مذاکراتو په اړه اندېښمن وي. هغه هم د یوې ښې هوکړې غوښتونکی دی».
ټرمپ زیاته کړه، چې د اسراییل لومړی وزیر هم د امریکا د حکومت په څېر یوې هوکړې ته رسېدل غوره ګڼي.
هغه زیاته کړه: «موږ کولای شو له ایران سره یوې عالي هوکړې ته ورسېږو؛ هغوی به نه اټومي وسله ولري او نه به هم توغندي ولري».
ټرمپ ټینګار وکړ، چې اټومي موضوع «ښکاره او جوته» ده او باید په هر ډول هوکړه کې شامله کړل شي.
