• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوسف وفا په بلخ کې د جنایي پېښو د مخنیوي سپارښتنې وکړې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت والي محمد یوسف وفا د ولسوالیو او حوزو له جنایي مدیرانو سره په ناسته کې د پېښو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د جنایي پېښو د مخنیوي په موخه پر شته پلانونو خبرې او مشورې شوې دي.

یوسف وفا دغه ناسته کې وویل: «که مو د جنایي پېښو او غلاوو مخه په ښه ډول ونیوله،‌ نو ټول ولس به درڅخه راضي وي». بلخ کې د طالبانو والي خپلو امنیتي مسوولینو ته ویلي، چې باید پېښو ته ژر رسېدنه او د مخنېوی لپاره یې باید جدي څار وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو اوسنی رژیم په ډېرو قربانیو لاسته راغلی او د دې ډلې ټول غړي یې د ساتنې مسوولیت لري.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په بلخ کې جنایي پېښې هم یو څه ډېرې شوي او څو څو ځله د وسله‌والو غلاوو تر څنګ د انسان تښتونې د پېښو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ته د خواجه اصف خبرداری: د وینې حساب به په وینه اخیستل کېږي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ پر افغان طالبانو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې طالبان د پاکستاني وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي. هغه خبرداری ورکړ، چې که بریدونه دوام ومومي، د پاکستان حکومت به سختو او تاوتریخجنو ګامونو ته لاس واچوي.

خواجه اصف ټینګار وکړ، چې د پاکستان د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو وینه به بې‌حسابه پاتې نه‌شي او حکومت به د «هرې څاڅکې حساب واخلي».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د مرګونو بریدونو کچه لوړه شوې ده. په تازه پېښه کې تېره جمعه په اسلام‌اباد کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۳۳ لمونځ کوونکي ووژل شول او ۶۹ نور ټپیان شول. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د دې برید طرحه کوونکی د افغانستان وګړی و او دا برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی و.

سربېره پر دې، د بلوچستان ایالت هم په دې وروستیو کې د پراخو بریدونو شاهد و چې لسګونه کسان په‌کې وژل شوي دي. د پاکستان حکومت افغان طالبان تورنوي، چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته یې پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي. همداراز اسلام‌اباد په وروستیو ناکراریو کې د «هند د لاس» خبره هم کړې ده. خو طالبانو او نوي ډیلي دا تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان دفاع وزیر وویل، په داسې حال کې چې په دوحه، استانبول او جده کې خبرې روانې وې، «زموږ د زامنو وینه پر ځمکه تویېده».

د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ څو پړاو خبرې شوې دي، خو بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

خواجه اصف دا ادعا هم وکړه، چې افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د غړو د سرحدي سیمو څخه د لېږدولو لپاره د ۱۰ میلیارده روپیو غوښتنه کړې وه. د هغه په وینا، د پاکستان حکومت چمتو و چې دغه پیسې ورکړي، خو هېڅ ډاډ نه و چې دغه کسان به بیا پاکستان ته راستانه نه‌شي.

هغه زیاته کړه: «موږ نه‌شو کولای چې یوازې پیسې وسپارو. پاکستان به هغه وخت همکاري وکړي چې رښتینې، جدي او ګټوره هڅه ترسره شي». خو نوموړي خبرداری ورکړ: «که د وینې بیه وغواړي، نو د وینې حساب به په وینه واخیستل شي».

د پاکستان د دفاع وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې د ملي اسمبلۍ د مخالفو ډلو د مشر محمود خان اڅکزي پر څرګندونو هم نیوکه وکړه. اڅکزي په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ «د څلورو سیمو ځواک» بللی و.

خواجه اصف دا څرګندونې «غېرمسوولانه» او «د یوه ملي بنسټ د بدنامولو هڅه» وبلله او ویې ویل، چې پوځ د ټول هېواد استازیتوب کوي. بلخوا، محمود خان اڅکزي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان افغانستان د خپل پنځم ایالت په توګه ګڼي. هغه وویل، ترڅو چې دا ډول ذهنیت موجود وي، د دواړو هېوادونو اړیکې به ښې نه‌شي.

د طالبانو د یوه شنونکي هغه خبرې لانجمنې شوې چې پاکستانیان یې د امریکایانو تښتولو ته هڅولي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د طالبانو پلوي سیاسي شنونکي عبدالجبار ستانکزي د پاکستان اوسېدونکي په دغه هېواد کې د امریکایانو تښتولو ته هڅولي دي. هغه ویلي، دا د شرم خبره ده چې عافیه صدیقي لا هم په زندان کې ده، خو د پاکستان له دومره لوی نفوس څخه یو څوک پیدا نه شو چې «درې امریکایان وتښتوي».

هغه زیاته کړې، که پاکستانیان دا کار وکړي، نو د هغوی په بدل کې د یادې پاکستانۍ بندۍ د خوشې کېدو غوښتنه کولای شي.

عبدالجبار ستانکزي له یوې کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې دا خبره کړې ده. د پاکستان د دفاع وزیر ویلي وو، چې د افغانستان جګړې «جهاد» نه وې. ستانکزي د دغه دریځ په ځواب کې ادعا وکړه، چې د پاکستان دفاع وزیر «په سخت ډول» په نشه‌یي توکو ککړ دی او پر خپلو خبرو واک نه لري.

دغه طالب پلوه شنونکي د عافیه صدیقي د دوسیې په تړاو وویل، چې نوموړې د پاکستان وګړې ده او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په هڅه تورنه شوې ده. هغه زیاته کړه: «موږ له بګرام زندان څخه ۴۹ زره، له څرخي پله څخه ۳۵ زره او له ګوانټانامو څخه سلګونه بندیان ازاد کړي دي. یو بندي پاتې دی چې هغه به هم ژر ازاد کړو».

عافیه صدیقي چې د پاکستان تابعیت لرونکې د اعصابو ډاکټره ده، تر پنځو کلونو لادرکۍ وروسته په ۲۰۰۸ کال کې په غزني ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د برید په تور ونیول شوه. وروسته په امریکا کې یوې محکمې هغه پر ۸۶ کلونو بند محکومه کړه.

عبدالجبار ستانکزي همدارنګه وویل، چې د پاکستان سیاست له پیل څخه د امریکا په لاس کې دی او که چېرې امریکا د اسلام‌اباد ملاتړ ونه کړي، د دغه هېواد حکومت به «ډېر ژر» نسکور شي. د هغه په باور، د پاکستان حکومت خپل خلک د «سپکاوي او ذلت» پر لور بیایي.

دغه طالب پلوي شنونکي زیاته کړه، هر هغه هېواد چې په‌کې «پوه او پرهېزګار» کسان د واک پر ګدۍ نه وي، د پاکستان په څېر د تباهۍ پر لور ځي. هغه ټینګار وکړ، تر هغه چې د پاکستان واک علماوو (ملایانو) ته ونه سپارل شي، دا هېواد به له جدي ستونزو سره مخ وي.

د نوموړي څرګندونو په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼو کاروونکو دا خبرې په پاکستان کې د ترهګریزو کړنو ښکاره هڅونه بللې ده.

عبدالجبار ستانکزي په همدې مرکه کې دا ادعا هم وکړه، چې پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې د طالبانو له مخالفانو ملاتړ کوي. هغه د افغانانو پانګونې او د نړۍوالو مرستندویو بنسټونو هغه مرستې یادې کړې، چې د کډوالو د اوسېدو له امله پاکستان ته ورکول کېږي او ویې ویل: «پاکستان د افغان کډوالو پر زور او شتمنۍ ژوندی دی». د هغه په اند، که افغانان له پاکستان څخه ووځي، د دغه هېواد اقتصاد به زیان وویني.

طالبان وايي د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د ۵ قلمه طبي وسایلو مرسته کړې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تورخم د شل بستریز روغتون سره د روغتیا نړۍوال سازمان له‌خوا په ورکړل شویو پنځه قلمه طبي وسایلو کې پرمختللي طبي وسایل او د ټلوېزیوني معاینې یو پرمختللی ماشین هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادو طبي وسایلو مجموعي بیه د ۱۶۸۰۰ ډالره دی، چې په دې سره به د راستنېدونکو کډوالو او د سیمې د اوسیدونکو د ناروغیو په تشخیص کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبي وسایلو او درملو په برخه کې مرستې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او همدارنګه افغانستان ته د پاکستاني درملو پر واردولو هم د طالبانو له‌خوا سخت بندیزونه لګول شوي، چې له امله یې اوس افغانستان د درملو له کمښت سره مخ شوی او د درملو بیې خورا لوړې شوې دي.

تر دې وړاندې افغانستان د طبي درملو او وسایلو په برخه کې تر ډېره پر پاکستان تکیه و.

طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د هغو درملو د له‌منځه وړلو کمپاین پیل کړی، چې پر قاچاقي لارو افغانستان ته واردېږي.

طالبان وايي په تېرو درېیو میاشتو کې پنځه میلیونه کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د تېرکال پرتله د تنفسي ناروغیو ګراف لوړ شوی او په تېرو درېیو میاشتو کې په تنفسي ناروغیو اخته شاوخوا پنځه میلیونو کسانو روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د تېر کال پرتله په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، چې سږکال د تېر کال پرتله په تنفسي ناروغیو اخته کسانو شمېر ډېر شوی او شاوخوا پنځه میلیونو کسانو روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: «د تېر کال پرتله له موږ سره پېښې یو څه زیاتې شوې دي؛ بدبختانه په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا پنځه میلیونه کسانو چې په تنفسي ناروغیو اخته وو، روغتونونو ته مراجعه کړې ده».

نوموړي ویلي، په یاد شمېر ناروغانو کې د ۳،۱ میلیون کسانو عمرونه له پنځو کلونو زیات دي او د ۱،۹ میلیونو ناروغانو عمرونه له پنځو کلونو څخه کم دي.

ورته مهال روغتیاپالانو ویلي، چې تنفسي ناروغۍ ساري دي او روغ کسان باید له ناروغانو سره واټن وساتي.

خو د چارو کارپوهان وايي، چې د طالبانو له‌خوا د ککړې هوا په برخه کې د لازمو لارو چارو د نشتون له امله ګڼ کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوې دي.

طالبان وايي په کونړ کې یې پر نږدې ۲۵۰۰ زلزله‌ځپلو او کډوالو کورنیو باندې مرستې وېشلي دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۰

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د چمتووالي ادارې ویلي، چې د دغې ادارې، افغان ـ جاپان او AADA موسسو ترمنځ د شوې هوکړې له‌مخې او د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په همغږۍ په کونړ ولایت کې پر ۲۴۲۶ زلزله ځپلو او جبري راستنو شویو کورنیو خوراکي او غېرخوراکي مرستې ووېشل شوې.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د چمتووالي ادارې د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ریاست پر ۲۴۲۶ زلزله‌ځپلو او جبري راستنو شویو کورنیو باندې خوراکي او غېر خوراکي مرستې وېشلې دي.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د یادو مرستو په لړ کې پر ۳۳۱ جبري راستنو شویو کورنیو د دوی له لوري، پر ۱۰۰۰ کورنیو د افغان ـ جاپان موسسې او پر نورو ۱۰۹۵ کورنیو د AADA موسسې له خوا مرستې ووېشل شوې.

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته وریجې، غوړي، خرما، د خوراکي توکو کڅوړې (کېټونه)، کمپلې او د ماشومانو لپاره اړین توکي شامل دي.

سره له دې چې طالبان او نړۍوالې مرستندویه ادارې نږدې هره ورځ پر اړمنو افغانانو مرستې وېشي، خو خلک وايي چې د دغو لنډمهالو مرستو ترڅنګ دې ورته د دایمي کار زمینه برابره شي، ترڅو په خپلو پښو ودرېږي او له مرستو اخیستلو بې‌نیازه شي.