اسراییل هیوم د لوېدیځو استخباراتي بنسټونو په حواله: ایران کې د معترضینو پټه وژنه دوام لري

اسراییل هیوم د موساد، برېتانیا او جرمني په ګډون د لوېدیځو استخباراتي بنسټونو د راپورونو پر بنسټ خبر ورکړی، چې په ایران کې د اعتراض کوونکو پټه وژنه لا هم دوام لري. دغه بنسټ زیاته کړې، چې حکومت په زرګونو نیول شوي معترضین په بندخونو کې په ډزو یا زندۍ کولو سره وژلي دي.
