• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تېرو ۴۰ ورځو کې ۲۶۴ کسان په دُرو وهلي دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا د خپرو شویو خبرپاڼو له‌مخې، یادې ډلې په تېرو ۴۰ ورځو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو له امله د ښځو په ګډون ۲۴۶ کسان په دُرو وهلي دي.

طالبانو یاد کسان په کابل، لغمان، کاپیسا، ارزګان، پروان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، فاریاب، غور، بدخشان، خوست، هرات، ننګرهار، بغلان، کندوز، کونړ، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې په دُرو وهلي دي.

کابل، خوست، ننګرهار او پروان هغه ولایتونه دي، چې د نورو په پرتله په‌کې ډېر کسان په دُرو وهل شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، طالبانو په تېرو ۴۰ ورځو کې ۱۰۱ کسان په کابل، ۳۸ کسان په خوست، ۱۷ کسان په ننګرهار او ۲۰ نور په پروان کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو له‌مخې، یاد شمېر کسان د «نامشروع اړیکو، له کوره تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو او نورو نشه‌يي توکو د کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې په لسګونه دُرو وهل شوي او یو شمېر یې پر څو کلونو تنفیذي بندونو هم محکوم شوي دي.

په عام محضر کې د طالبانو له لوري د بدني سزاګانو ورکول که څه هم د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، خو طالبان لا هم له دې کاره لاس نه اخلي.

طالبان نه یوازې نارینه، بلکې ښځې هم له کور څخه د تېښتې او "نامشروع اړیکو" په تور په عام محضر کې په داسې حال کې په دُرو وهي، چې د ښځو د حقونو فعالانې دا کړنه په کلکو ټکو غندي.

د ښځو د حقونو فعاله وږمه توخي وايي، طالبان په عام محضر کې ښځو ته د بدني سزاګانو په ورکولو سره نه یوازې بشري حقونو ته سپکاوی کوي، بلکې ټول افغاني او پښتني ارزښتونه هم تر پښو لاندې کوي.

وږمه توخي وايي: «طالبان په دې کړنو سره نړۍ ته دا ښيي چې دغه ډله هېڅ ډول بشري حقونو، افغاني او پښتني ارزښتونو ته درناوی نه لري. دې ډلې د تېر په څېر یوازې د ښځو پر حقونو پښه ایښې ده او زور یې یوازې پر ښځو رسېږي».

ځیني دیني عالمان هم د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د بدنې سزاګانو پر ورکړي اعتراض لري او وايي، چې د شرعي اصولو عملي کول خپل ځانګړي شرایط لري او د طالبانو له‌خوا د شریعت په نوم عملي کېدونکې سزاګانې له شرعي شرایطو سره سمون نه لري.

په کندهار کې یو دیني عالم چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «موږ مکلف یو چې د قران او احادیثو ټول حکمونه ومنو. خو د دُرو وهلو مسلې ته چې راشو، په شریعت کې په دې اړه خورا ډېر باریکي شتون لري. په کوم ډول چې دوی (طالبان) خلک په عام محضر کې وهي، دا ځانګړي شرایط لري؛ طالبان د دې توان نه لري چې د یوه تورن کس د جرم ثابتولو لپاره هغه شرعي شرایط پوره کړي، نو ځکه په اوسنیو کړنو سره دوی په خپله د شریعت پروړاندې ملامت دي.

وړاندې له دې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو په ورکړې سره د بشري حقونو ملاتړو ادارو، هېوادونو او ملګرو ملتونو نیوکې کړې دي، خو طالبان له خپلې یادې کړنې لاس نه اخلي او وايي، پر خلکو په حقیقي معنا شریعت پلي کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ملک سلمان خیریه بنسټ افغاني سرې میاشتې ته ۱۰۰ ټنه خرما وسپارله

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰

د سعودي عربستان ملک سلمان خیریه مرکز د روژې میاشتې په مناسبت او د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره، د طالبانو تر واک لاندې سرې میاشتې ټولنې ته۱۰۰ ټنه خُرما وسپارله.

دغه مرسته د سعودي عربستان د سفارت مرستیال علي محمد الحصان او د ملک سلمان د مرستو د مرکز مشر فهاد سعد القحطاني له خوا سرې میاشتې ته سپارل شوې.

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې مسوولانو د سعودي عربستان له مرستو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې مرسته به په بشپړ شفافیت سره وویشل شي.

د سفارت مرستیال هم وویل چې هېواد به یې تل د افغانانو ملاتړ ته ژمن وي او د بشردوستانه مرستو د پراختیا هڅې به دوام ومومي.

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت معیین له ملا برادر سره لیدلي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین جاوېد لودین کابل ته تللی او د طالبانو ادارې او د عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د برېښنا د تولید د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې یې ګډون کړی دی. د راپورونو له مخې، لودین دا مهال د افغان سوداګر میرویس عزیزي اړوند شرکتونو کې کار کوي.

په هغو انځورونو کې چې د طالبانو ارګ او عزیزي ګروپ د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر۲۲مه، د تړون د لاسلیک له مراسمو خپاره کړي، جاوېد لودین د عزیزي ګروپ د غړو ترڅنګ له ملا برادر سره په ناسته کې لیدل کیږي.

جاوېد لودین د حامد کرزي د حکومت پر مهال د ولسمشر ویاند، د ولسمشر د دفتر رییس او په کاناډا کې د افغانستان سفیر پاتې شوی دی.

نوموړي په ۱۳۹۱ کال کې، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال و، په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره په یوه ناسته کې غوښتنه کړې وه چې طالبان دې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل شي.

هغه مهال لودین ویلي وو، چې طالبان افغانستان ته ځانمرګي بریدګر لېږي او ملکي وګړي وژني، نو باید د ترهګرو په توګه وپېژندل شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عزیزي انرژۍ شرکت له لوري په افغانستان کې د برېښنا د تولید د پنځو پروژو عملي چارې پیل شوې دي.

لودین په دغو مراسمو کې د عزیزي شرکتونو د کارکوونکي په توګه ګډون کړی و.

پېښور کې غونډه: د پاکستان د بهرنیو سیاستونو هدف دا دی چې افغانستان په خپلو پښو ونه دریږي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۰

په پېښور کې د پښتونخوا د زده کوونکو فدراسیون په غونډه کې د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ لامل د پاکستان بهرنی سیاست دی او افغان او پاکستاني ترهګر ټول په پاکستان کې تولید شوي دي.

د پښتونخوا نشنل ګوند ګوند شریک مشر مخترخان یوسفزي د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۲مه، په پېښور کې د پښتونخوا د زده کوونکو سازمان په غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې ددغو سیاستونو په پایله کې د افغانستان نیمايي نفوس، ښځې او نجونې، له زده کړو بې برخې دي او پر خلکو د کار او اقتصاد لارې بندې دي.

په غونډه کې د عوامي نشنل ګوند ایالتي اسمبلۍ غړي نثار باز، د قومي وطن ګوند استازي او د باړې پاڅون مشر او د پېښور پوهنتون استادانو هم ویناوې وکړې.

مختار یوسفزي په خپلو خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې واکمنه ډله، چې ده پنجاب وباله، پښتانه په خپلو پښو درېدو ته نه پرېږدي.

د نوموړي په وینا، د اسلام اباد بهرنی سیاست په افغانستان کې پر ستراتیژيک عمق ولاړ دی او په کور دننه د پښتنو د محکومیت سیاست پرمخ وړي.

په غونډه کې ویل شوی چې اوسنۍ ترهګري د پاکستان د بهرنیو ناسمو سیاستونو پایله ده او بنسټیز هدف یې دادی چې افغانستان په خپلو پښو ولاړ نه وي او په پښتونخوا کې ملي شعور وده ونه کړي او خلک په خپلو طبیعي سرچینو واکمن ونه اوسي.

د برېتانیا پخواني شهزاده له اپسټین سره د هلمند د یورانیمو په اړه محرم معلومات شریک کړي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۱ GMT+۰

یو سند چې ښکاري د بریټانیا پخواني شهزاده اندرو ماونټبېټن وېنډزر د جنسي قضیو مخکښ جېفري اپسټین ته استولی، په افغانستان، په ځانګړې توګه هلمند کې د سرو زرو او یورانیمو د پانګونې فرصتونو په اړه معلومات پکې شامل دي.

بي‌بي‌سي هغه معلوماتي راپور لیدلی چې د بریتانیا چارواکو هغه مهال اندرو ته چمتو کړی و.

دغه مهال نوموړی د سوداګرۍ استازی و او ده دا راپور د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې محکوم شوي جنسي مجرم اپسټین ته لېږلی و.

په دغه سند کې د هلمند ولایت د «لوړ ارزښته سوداګریزو فرصتونو» نوملړ هم شامل دی.

اندرو مخکې له دې له اپسټین سره د خپلو اړیکو په تړاو هر ډول ناسم کار په کلکه رد کړی او دا ادعا یې هم رد کړې چې ګواکې د سوداګرۍ استازي په توګه یې خپله دنده د شخصي ګټو لپاره کارولې وي.

په یاد سند کې د هلمند ولایت اقتصادي وضعیت، بازار موندنه او د پانګونې فرصتونه په تفصیل سره تشریح شوي دي.

دغه راز په سند کې د قیمتي منرالونو لکه سرو زرو، یورانیم، توریم، اېریډیم او مرمرو زیرمو یادونه شوې او ویل شوي چې د ټیټ لګښت استخراج امکان هم شته. همداراز د تېلو او ګازو احتمالي سرچینو ته هم اشاره شوې ده.

راپور زیاتوي چې د لښکرګاه او ګرشک ښارونو کې د صنعتي پارکونو او خوندي سوداګریزو سیمو د جوړولو چارې روانې وې او د بست هوايي ډګر د موقعیت له امله دغه سیمه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره مناسبه بلل شوې وه.

د اسنادو له مخې، شهزاده انډریو دغه معلومات په خپل ایمیل کې «محرم راپور» بللی و.

بي‌بي‌سي وایي، یوازې د افغانستان اسناد نه، بلکې د سنګاپور، هانګ کانګ او ویتنام د سفرونو رسمي راپورونه هم اپسټین ته لېږل شوي دي.

ځینې ایمیلونه دا احتمال هم ښيي چې نور «زیپ فایلونه» چې ګڼ شمېر اسناد پکې وي، هم ورسره شریک شوي دي.

د هغه وخت د برېټانیا د سوداګرۍ وزیر سر وینس کېبل د دې قضیې په اړه ویلي چې د محرمو حکومتي معلوماتو شریکول «ډېر ناسم او د اندېښنې وړ چلند» دی.

شهر بانو سادات:« په افغانستان کې چې څومره خلک زه پېژنم ټول غواړي له هېواده ووځي»

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د شهر بانو سادات فلم «ښه سړی نشته» د جرمني د برلین د «برلیناله فېسټیوال» پرانېستونکی فلم دی. فلم جوړوونکې د طالبانو له ګواښونو تښتېدلې او اوس په هامبورګ کې ژوند کوي. نوموړې ویلي، چې له افغانستان نه ټول خلک په تېښته کې دي.

شهربانو سادات د جرمني ټاګیس شپیګل مجلې ته په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې چې نوموړې څوک پېژني، هغوی ټول له هېواد نه د تېښتې لارې چارې ګوري.

هغې په ۲۰۲۱ کال کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښود او له هغه وخت راهیسې د جرمني په هامبورګ کې اوسیږي.

هغې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « زه د ایران په تهران کې د کډوالې په توګه زیږیدلې یم، ځکه زما مور و پلار په ۷۰مو کلونو کې د شوروي-افغان جګړې له ویرې ایران ته تللي وو او په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې لوی تبعیض شته دی. تل به یې زه «افغانۍ» بللم.

نوموړې وايي، کله چې ۱۱ کلنه وه او په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته ستنه شوه، هلته خلکو ایرانۍ بلله.

خو نوموړې وايي، چې په افغانستان کې یې هڅه کوله ځان افغانه ثابته کړي، خو داسې یې انګیرله چې په هیڅ ځای پورې اړه نه لري.

نوموړې د جرمني تجربه هم ورته بللې او وايي، چې له دې ټولو سره سره ددې لپاره دا یو ډول ازادي ده، چې په هر نامه بلل کیږي، خو چې ازاده واوسي.