د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ سویلي افریقا افغان لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو پر دوام د سویلي افریقا لوبډلې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه. په یاده لوبه کې افغان لوبغاړي عظمتالله عمرزي تر ټولو ډېر درې لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، چې د سویلي افریقا لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې.
په افغان لوبډله کې عظمتالله عمرزي درې، راشد خان دوه او فضل الحق فاروقي یو لوبغاړی وسوځاوه. د لوبې مبصرینو د یادې لوبې ګټل د افغانستان لپاره خورا مهمه وګڼله.
