دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د بار وړونکي موټر یو افغان موټرچلوونکی انور ځدراڼ په پاکستان کې له سمنټو ډک موټر سره بند پاتې دی. نوموړي غوښتل چې دا توکي د پاکستان د نوښار ولسوالۍ له یوې فابریکې کابل ته ولېږدوي، خو د تېر کال د اکټوبر له نیمایي وروسته پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله دروازې وتړل شوې او دا لار په بشپړه توګه بنده شوه.
ځدراڼ خپلې ورځې د سړک غاړې په چایخونو کې له نورو بند پاتې موټرچلوونکو سره تېروي او د تورخم دروازې د بېرته پرانېستل کېدو په تمه دی. هغه وايي: «خلک تباه شوي دي، مالونه هم خراب شوي دي. هيله لرم چې لاره ژر خلاصه شي، تر څو لږ ارامه شو».
نوموړی چې د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی، لا هم هماغه نرۍ جامې اغوندي چې څو مياشتې وړاندې يې د ګرم موسم لپاره اغوستې وې. د شپې له يخنۍ د ځان ژغورلو لپاره خپل موټر ته ننوزي او هلته شپه تېروي.
افغان او پاکستاني موټرچلوونکي د دې شاوخوا ۱۶۰۰ مېله اوږدې کرښې د وخت ناوخت تړل کېدو سره بلد دي؛ هغه کرښه چې د غرونو او ستونزمنو دښتو له منځه تېره شوې ده. په عادي حالاتو کې، هره ورځ سلګونه باروړونکي موټرونه له دې لارې تېرېږي او دا ډول خنډونه اکثره په څو ورځو يا اوونيو کې هوارېدل. خو دا ځل پر دې کرښه لارې له ۱۰۰ ورځو زياتې مودې راهیسې تړلې پاتې شوې، چې دا په تېرو لسيزو کې تر ټولو اوږده تړل کېدل بلل کېږي. دې حالت د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نږدې په بشپړه توګه درولې او د منځنۍ اسيا يو مهم ټرانزيتي دهلېز يې فلج کړی دی.
د پنځو فعالو سوداګريزو لارو تړل کېدل د کابل او اسلاماباد ترمنځ د پراخې شخړې يوه برخه ده؛ هغه شخړه چې د وسلهوالو بريدونو د زياتېدو پر سر رامنځته شوې ده. پاکستان، طالبان د وسلهوالو ډلو په پټنځای ورکولو تورنوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. په دغو ډلو کې تحريک طالبان پاکستان (TTP) هم شامل دي، چې د ۲۰۲۱ کال وروسته کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، په پاکستان کې يې خپل فعاليتونه زيات کړي دي. دا تاوتريخوالی په داسې حال کې روان دی، چې تېره اوونۍ په اسلاماباد کې د يو جومات دننه يو ځانمرګی بريد وشو، چې داعش ډلې يې مسووليت پر غاړه واخیسته او لسګونه کسان پهکې ووژل شول.
د کړکېچ اوج د اکټوبر په مياشت کې راغی، کله چې افغان او پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ په اوږدو کې پر يو بل ډزې وکړې. که څه هم دواړو لوریو پر اوربند هوکړه وکړه او په استانبول، دوحه او رياض کې د خبرو څو پړاوونه ترسره شول، خو دا خبرې کومې پايلې ته و نه رسېدې. تر اوربند وروسته، طالبانو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان په خاوره کې يې هوايي بريدونه کړي او د ۹ ماشومانو په ګډون یې ملکي وګړي وژلي، خو اسلاماباد دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف تېره میاشت وويل، چې هېواد يې «له پولو تړلو پرته بله لار نه لرله»، ځکه چې طالبان د وسلهوالو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي توان نه لري. په مقابل کې، د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان له پولو تړلو څخه د اقتصادي او سياسي فشار د وسيلې په توګه کار اخلي.
د بديلو لارو لټون
پېښور چې له تورخم شاوخوا ۶۵ کيلومتره لرې دی، سوداګر د بديلو لارو په لټه کې دي. یوه، پاکستاني سوداګر شاهد حسین په خپل دفتر کې د چین له لارې د صادراتو احتمالي لارې پر تخته رسم کړي دي. هغه وايي، د هغه د خوراکي توکو صادرات چې پخوا د افغانستان له لارې ازبکستان او قرغیزستان ته لېږدول کېدل، اوس په بشپړه توګه درېدلي دي.
نوموړی زياتوي، چې د چين لاره شونې ده، خو د پاکستان له لارې د چين د ټرانزيتي قوانينو په اړه لا هم روښانتيا نشته. د ايران لاره هم د بنديزونو، بانکي محدوديتونو او سياسي بېثباتۍ له امله له ابهام سره مخ ده.
شاهد حسين چې افغانستان ته يې سمنټ هم صادرول وايي، يوازې د توکو د خرابېدو او زيانمنېدو له امله يې شاوخوا ۴۰۰ زره امريکايي ډالره تاوان کړی دی. هغه د خپلو کارکوونکو معاشونه درولي دي او وايي: «زما شل کلن کاروبار داسې دی لکه ونه چې اوبه برې بندې شي».
د جنورۍ په مياشت کې د دواړو هېوادونو سوداګرو يوه ګډه کمېټه جوړه کړه او تراوسه يې دوه انلاين غونډې کړې دي. خو د خېبر د سوداګرۍ او صنايعو خونې ریيس جواد حسين کاظمي وايي، چې د خصوصي سکټور نفوذ محدود دی.
د سلګونو ميليونونو ډالرو زيانونه
په کابل کې د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې عمومي منشي نقيبالله ساپي وايي، چې پر ډیورنډ د لارو تړل کېدو افغانستان ته د چين، مالیزيا او ويتنام په څېر هېوادونو څخه د ټرانزيتي توکو راتګ هم درولی دی. د خوراکي توکو، جامو او طبي وسايلو بار کانټينرونه لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.
هغه وايي: «دا د خصوصي سکټور لپاره تر ټولو بد حالت دی».
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد ويلي، چې تېر کال پاکستان ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۳۰۰ ميليونه ډالره کم شوي دي. په همدې حال کې، طالبانو د کيفيت د اندېښنو له امله د پاکستاني درملو واردات بند کړي دي؛ داسې پرېکړه چې ښايي د پولو له پرانېستل کېدو وروسته هم دوام ومومي.
افغانستان د خپلو درملو څه باندې ۶۰ سلنه برخه له پاکستان څخه ترلاسه کوي او افغانستان ته د پاکستان د درملو کلنی صادرات شاوخوا ۲۰۰ ميليونه ډالره اټکل کېږي. سوداګر خبرداری ورکوي، هغه درمل چې د تودوخې پر وړاندې حساس دي، د ټرانزيټ په لارو کې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
په پېښور کې د پاکستاني درملو په بازار کې پلورونکي د هغو افغان ناروغانو په اړه اندېښنه لري، چې د انسولين په څېر حياتي درملو د پېرلو لپاره پر دې بازار تکيه کوي.
اسلام پروېز چې يو پلورونکی دی، وايي: «په پای کې، په دواړو خواوو کې دا عام خلک دي چې زيان ويني. ګاونډی نهشي بدلېدای».