طالبان وايي نږدې ۲۰ ټُنه بېکیفیته ودانیز توکي یې بېرته ایران ته ګرځولي

د طالبانو د معیار او کیفیت اداره وايي، ۱۹ اعشاریه ۵ ټُنه بېکیفیته ودانیز توکي له تخنیکي ارزونې او کنټرول وروسته د فراه بندر له لارې بېرته ایران ته وګرځول شول.

د طالبانو د معیار او کیفیت اداره وايي، ۱۹ اعشاریه ۵ ټُنه بېکیفیته ودانیز توکي له تخنیکي ارزونې او کنټرول وروسته د فراه بندر له لارې بېرته ایران ته وګرځول شول.
د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغې ادارې د کورنیو بازارونو د ساتنې او د مصرف کوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه په خپلو هدفي هڅو کې ۱۹ اعشاریه ۵ ټُنه محموله ودانیز توکي چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له تخنیکي ارزونې او دقیق کنټرول وروسته د فراه بندر له لارې بېرته ایران ته وګرځول.
دغې ادارې زیاته کړې: «دا محموله چې د سي چینل (نودانۍ) پهکې شاملې وې، د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسې په ترڅ کې تر تخنیکي ارزونې لاندې ونیول شوه او د اړینو معیارونو د نهپوره کولو له امله اجازه ورنهکړل شوه چې د هېواد بازارونو ته داخل شي».
د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او قاطع توګه دوام لري او د بېکیفیته، غېر معیاري او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردولو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونهښودل شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه اداره پخوا د «ستندرد ملي ادارې» په نوم یادېده، خو طالبانو د روان کال په تلې میاشت کې د خپل رهبر د یوه فرمان په ترڅ کې نوم پر «د معیار او کیفیت ادارې» بدل کړ.

امریکايي رسنۍ اېنپيار راپور ورکړی، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له امله پر ډیورنډ کرښه د دروازو تړل کېدو د دغه حیاتي سوداګریز دهلېز د سوداګرو ملا ماته کړې. په راپور کې راغلي، د دواړو لوریو سوداګرو درانه مالي زیانونه ګاللي او ورسره بازارونو کې د توکو بیې هم لوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د بار وړونکي موټر یو افغان موټرچلوونکی انور ځدراڼ په پاکستان کې له سمنټو ډک موټر سره بند پاتې دی. نوموړي غوښتل چې دا توکي د پاکستان د نوښار ولسوالۍ له یوې فابریکې کابل ته ولېږدوي، خو د تېر کال د اکټوبر له نیمایي وروسته پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله دروازې وتړل شوې او دا لار په بشپړه توګه بنده شوه.
ځدراڼ خپلې ورځې د سړک غاړې په چایخونو کې له نورو بند پاتې موټرچلوونکو سره تېروي او د تورخم دروازې د بېرته پرانېستل کېدو په تمه دی. هغه وايي: «خلک تباه شوي دي، مالونه هم خراب شوي دي. هيله لرم چې لاره ژر خلاصه شي، تر څو لږ ارامه شو».
نوموړی چې د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی، لا هم هماغه نرۍ جامې اغوندي چې څو مياشتې وړاندې يې د ګرم موسم لپاره اغوستې وې. د شپې له يخنۍ د ځان ژغورلو لپاره خپل موټر ته ننوزي او هلته شپه تېروي.
افغان او پاکستاني موټرچلوونکي د دې شاوخوا ۱۶۰۰ مېله اوږدې کرښې د وخت ناوخت تړل کېدو سره بلد دي؛ هغه کرښه چې د غرونو او ستونزمنو دښتو له منځه تېره شوې ده. په عادي حالاتو کې، هره ورځ سلګونه باروړونکي موټرونه له دې لارې تېرېږي او دا ډول خنډونه اکثره په څو ورځو يا اوونيو کې هوارېدل. خو دا ځل پر دې کرښه لارې له ۱۰۰ ورځو زياتې مودې راهیسې تړلې پاتې شوې، چې دا په تېرو لسيزو کې تر ټولو اوږده تړل کېدل بلل کېږي. دې حالت د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نږدې په بشپړه توګه درولې او د منځنۍ اسيا يو مهم ټرانزيتي دهلېز يې فلج کړی دی.
د پنځو فعالو سوداګريزو لارو تړل کېدل د کابل او اسلاماباد ترمنځ د پراخې شخړې يوه برخه ده؛ هغه شخړه چې د وسلهوالو بريدونو د زياتېدو پر سر رامنځته شوې ده. پاکستان، طالبان د وسلهوالو ډلو په پټنځای ورکولو تورنوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. په دغو ډلو کې تحريک طالبان پاکستان (TTP) هم شامل دي، چې د ۲۰۲۱ کال وروسته کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، په پاکستان کې يې خپل فعاليتونه زيات کړي دي. دا تاوتريخوالی په داسې حال کې روان دی، چې تېره اوونۍ په اسلاماباد کې د يو جومات دننه يو ځانمرګی بريد وشو، چې داعش ډلې يې مسووليت پر غاړه واخیسته او لسګونه کسان پهکې ووژل شول.
د کړکېچ اوج د اکټوبر په مياشت کې راغی، کله چې افغان او پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ په اوږدو کې پر يو بل ډزې وکړې. که څه هم دواړو لوریو پر اوربند هوکړه وکړه او په استانبول، دوحه او رياض کې د خبرو څو پړاوونه ترسره شول، خو دا خبرې کومې پايلې ته و نه رسېدې. تر اوربند وروسته، طالبانو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان په خاوره کې يې هوايي بريدونه کړي او د ۹ ماشومانو په ګډون یې ملکي وګړي وژلي، خو اسلاماباد دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف تېره میاشت وويل، چې هېواد يې «له پولو تړلو پرته بله لار نه لرله»، ځکه چې طالبان د وسلهوالو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي توان نه لري. په مقابل کې، د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان له پولو تړلو څخه د اقتصادي او سياسي فشار د وسيلې په توګه کار اخلي.
پېښور چې له تورخم شاوخوا ۶۵ کيلومتره لرې دی، سوداګر د بديلو لارو په لټه کې دي. یوه، پاکستاني سوداګر شاهد حسین په خپل دفتر کې د چین له لارې د صادراتو احتمالي لارې پر تخته رسم کړي دي. هغه وايي، د هغه د خوراکي توکو صادرات چې پخوا د افغانستان له لارې ازبکستان او قرغیزستان ته لېږدول کېدل، اوس په بشپړه توګه درېدلي دي.
نوموړی زياتوي، چې د چين لاره شونې ده، خو د پاکستان له لارې د چين د ټرانزيتي قوانينو په اړه لا هم روښانتيا نشته. د ايران لاره هم د بنديزونو، بانکي محدوديتونو او سياسي بېثباتۍ له امله له ابهام سره مخ ده.
شاهد حسين چې افغانستان ته يې سمنټ هم صادرول وايي، يوازې د توکو د خرابېدو او زيانمنېدو له امله يې شاوخوا ۴۰۰ زره امريکايي ډالره تاوان کړی دی. هغه د خپلو کارکوونکو معاشونه درولي دي او وايي: «زما شل کلن کاروبار داسې دی لکه ونه چې اوبه برې بندې شي».
د جنورۍ په مياشت کې د دواړو هېوادونو سوداګرو يوه ګډه کمېټه جوړه کړه او تراوسه يې دوه انلاين غونډې کړې دي. خو د خېبر د سوداګرۍ او صنايعو خونې ریيس جواد حسين کاظمي وايي، چې د خصوصي سکټور نفوذ محدود دی.
په کابل کې د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې عمومي منشي نقيبالله ساپي وايي، چې پر ډیورنډ د لارو تړل کېدو افغانستان ته د چين، مالیزيا او ويتنام په څېر هېوادونو څخه د ټرانزيتي توکو راتګ هم درولی دی. د خوراکي توکو، جامو او طبي وسايلو بار کانټينرونه لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.
هغه وايي: «دا د خصوصي سکټور لپاره تر ټولو بد حالت دی».
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد ويلي، چې تېر کال پاکستان ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۳۰۰ ميليونه ډالره کم شوي دي. په همدې حال کې، طالبانو د کيفيت د اندېښنو له امله د پاکستاني درملو واردات بند کړي دي؛ داسې پرېکړه چې ښايي د پولو له پرانېستل کېدو وروسته هم دوام ومومي.
افغانستان د خپلو درملو څه باندې ۶۰ سلنه برخه له پاکستان څخه ترلاسه کوي او افغانستان ته د پاکستان د درملو کلنی صادرات شاوخوا ۲۰۰ ميليونه ډالره اټکل کېږي. سوداګر خبرداری ورکوي، هغه درمل چې د تودوخې پر وړاندې حساس دي، د ټرانزيټ په لارو کې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
په پېښور کې د پاکستاني درملو په بازار کې پلورونکي د هغو افغان ناروغانو په اړه اندېښنه لري، چې د انسولين په څېر حياتي درملو د پېرلو لپاره پر دې بازار تکيه کوي.
اسلام پروېز چې يو پلورونکی دی، وايي: «په پای کې، په دواړو خواوو کې دا عام خلک دي چې زيان ويني. ګاونډی نهشي بدلېدای».

طالبانو په بامیان پوهنتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې «له امیرالمومنین سره بیعت» د کتاب مخکتنه وکړه. د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي ګلحیدر شفق په دې مراسمو کې ملا هبتالله اخوندزاده یو «متقي رهبر» او د افغان ولس لپاره د هغه له اوامرو اطاعت ضروري وباله.
ګلحیدر شفق په دې مراسمو کې د ملا هبتالله د اوصافو په بیانولو سره ملا هبتالله اخوندزاده یو «متقي عالم، مشفق، مدبر او زغم لرونکی» مشره وباله او زیاته یې کړه: «د هغه له اوامرو او حکیمانه نصایحو اطاعت او همداراز د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې سپارښتنې د افغان ولس لپاره ضروري دي».
نوموړي د بامیان پوهنتون له مسوولینو، استادانو، زدهکړیالانو او کارکوونکو وغوښتل، چې د دیني او عصري علومو په زدهکړو سره د «له امیرالمومنین سره بیعت» کتاب منځپانګه په مناسبو طریقو سره عملي کړي.
د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، «له امیرالمومنین سره بیعت» کتاب د ملا هبتالله اخوندزاده له لوري لیکل شوی او پهکې د اطاعت، له نبوي سنتو د پیروي او د خلکو تر منځ د یووالي د اهمیت او فضایلو په تړاو څرګندونې شوې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې یا ایارسي او د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې یا ایارډبلیو تر منځ د ۱ میلیون او ۳۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه هوکړې لاسلیک کړې دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د ژغورنې نړۍوالې کمېټې له رييسې لیزا مارګاریت اوون سره په کتنه کې د ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.
دغې ادارې د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې هوکړې لهمخې، یاده کمېټه به د کونړ په څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې ۱۴۱۵ مستحقو کورنیو هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو بستې چې پهکې ۱۷۸کیلو اوړه، ۴۲ کیلو وریجې، ۱۴ ليټره غوړي، ۱۸ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه شامل دي او همداراز درې کمپلې، د ښځینهوو روغتیایي بستې او ۱۶۶۵ مستحقو کورنیو هرې یوې ته ژمنۍ البسې ووېشي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د یادې ادارې رييس په جلا توګه د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې له رييس ذوالقرنین عباس سره په کتنه کې د ۳۸۴ زره او ۷۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.
د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دغه موسسه به د یادې هوکړې لهمخې، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۸۶۸ مستحقو کورنیو هرې یوې ته د خوراکي توکو بستې چې پهکې یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۸ لیټره غوړي، ۷ کیلو دالنخود، ۵ کیلو لوبیا، ۳ کیلو خرما، ۱۰ کیلو وریجې او ۲۰ پاکټه اش او مکروني شامل دي ووېشي او د غور په الله یار او مرغاب ولسوالیو کې به ۱۸۷۷ مستحقو کورنیو هرې یوې کورنۍ ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د ۸۵ امریکایې ډالرو معادل ۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدې پيسې ورکړي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس له یادو نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چې دغه مرستې باید په بېړه او شفاف ډول پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

د ههنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وايي، ایران د درېیو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام کړي دي. دغه سازمان وايي، یاد افغانان کریم نظري، سیفالدین مهربان او نامق کسروي نومېدل او د هرات او بغلان ولایتونو اوسېدونکي وو.
ههنګاو د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان پر عمدي قتل او د نشهيي توکو اړوند جرایمو کې د ښکېلتیا له امله پر اعدام محکوم شوي او د اعدام دغه حکمونه په تېرو لسو ورځو کې په اهواز، اراک، ګرګان، تایباد، یزد او شېراز زندانونو کې عملي شوي دي.
د ههنګاو سازمان د معلوماتو لهمخې، په دغې ډله کې کریم نظري چې د افغانستان د هرات اوسېدونکی وو، د نشهيي توکو اړوند تور او ۲۳ کلن سیفالدین مهربان او ۲۵ کلن نامق کسروي چې د بغلان اوسېدونکي وو، د عمدي وژنې د تورونو له امله اعدام شوي دي.
د ایران حکومتي سرچینې او همداراز قضایه قوه ډېری وخت د دغه ډول پېښو په تړاو راپور نهورکوي او په دې تړاو یې هم څه نهدي ویلي.
د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نهلري.
د دوی په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟
د ههنګاو د بشري حقونو د سازمان وینا، ایران په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي.
طالبانو او بلې هېڅ ډلې لا تراوسه د دومره ډېر شمېر افغانانو د اعدامېدو په تړاو اعتراض او یا هم لږ تر لږه د وضاحت غوښتنه نهده کړې.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو والي محمد حنیف حمزه په دغه ولایت کې د امربالمعروف او نهې عنالمنکر د قانون تطبیق په تړاو غونډه کې وویل، د هبتالله اخوندزاده فرمانونه د نظام «اصل او بنسټ» دي او په وینا یې په عملي کېدو کې یې باید ځنډ ونهشي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ارزونو لهمخې، طالبانو په خپله نږدې ۵ کلنه واکمنۍ کې تراوسه له ۸۰ زیات رسمي فرمانونه، لارښوونې او احکام صادر کړي، چې د ښځو، بشري حقونه او فردي ازادۍ یې په مستقیم ډول او تنظیم شوې بڼه په نښه کړي دي.
د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، محمد حنیف حمزه په دغه ولایت کې د امربالمعروف او نهې عنالمنکر د قانون تطبیق په تړاو غونډه کې ویلي: «د امربالمعروف او نهې عنالمنکر قانون او د [ملا هبتالله] فرمانونه د نظام اصل اساس دي، چې په تطبیق کې یې باید ځنډ ونهشي».
هغه همداراز له مسوولینو او محستبینو وغوښتل، چې د دعوت پر مهال دې نرمي اختیار کړي.
د طالبانو د مشر ملا هبتالله دغو فرمانونو د ښځو او نجونو د ژوند بېلابېلې برخې اغېزمنې کړې دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، له شرعي محرم پرته د سفر مخنیوی، د جامو او حجاب په برخه کې سخت محدودیتونه او له پارکونو، ورزشي سالونونو، عامه حمامونو، کتابتونونو او پوهنتونونو څخه د ښځو بشپړ منع کېدل د دغو فرمانونو برخې دي.
ملګرو ملتونو او د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د بشري حقونو اړوندو سازمانونو او هېوادونو له طالبانو په وار وار غوښتي، چې د ښځو او نجونو پروړاندې ځپوونکي فرمانونه ژر تر ژره لغو کړي، خو طالبانو بیا د دوی د دغې غوښتنې په غبرګون کې یوازې دومره ویلي، چې په افغانستان کې د افغان ښځو حقوق د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې خوندي دي.
