د طالبانو اړوند د «شریعت» په نوم ورځپاڼې د «پر خپلو لوڼو او خویندو رحم وکړئ» په سرلیک سره په خپله نننۍ (سېشنبه د سلواغې ۲۱مه) سرمقاله کې اوسنۍ دوره د ښځو لپاره «وروستۍ زمانه» بللې او زیاته کړې یې ده، چې پر ښځو ظلم کېږي او حقوق یې هم نهمراعاتېږي.
په داسې حال کې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع دي او همداراز د خپلو کورنیو د سرپرستو ښځو په ګډون ښځو ته د کار کولو اجازه نشته، د طالبانو اړوندې رسنۍ هم پر ښځو د «رحم» کولو غږ پورته کړی دی.
دغې ورځپاڼې په اسلام کې د ښځو مقام، عزت او حقونو ته په اشارې ویلي، له اسلام څخه وړاندې د نړۍ په ټولو ټولنو کې له ښځو سره خورا سخت ظلم روان و، خو د اسلام په راتګ سره ښځو بېرته خپل خدای ورکړی حق او مقام تر لاسه کړ.
ورځپاڼه کاږي، په «کفري نړۍ» کې له ښځو سره ډېر پرېوتی چلند کېږي او ډول ډول استفاده ترې کېږي او په وینا یې په اسلامي ټولنو کې د کورني ژوند او د ښځو د هوسا ژوند کیسې چې تر کفري ټولنو رسېږي، هلته ښځې د داسې ژوند تصور هم نهشي کولی او ځینې یې د حقیقت له درک کولو وروسته اسلام هم مني.
په دې مقاله کې راغلي: «همدا اوس تاسې د کفري نړۍ پر حال فکر وکړئ، چې هغوی له ښځو سره څومره پرېوتی چلند کوي؟! حتی ښځو ته د نفقې ګټل هم په خپله ور له غاړې دي، په خورا سختۍ او د درنو او شاقه کارونو له لارې یوه ګوله روزي ګټي او شپه پرې تېروي. په ځوانۍ کې ترې د خپلو خواهشاتو لپاره استفاده کوي، په تجارت او مارکټېنګ کې ترې کار اخلي او په مختلفو نومونو یې له ځان سره په ادارو کې مصروفوي، خو چې ځواني یې خزان شي، بیا څوک خیرات هم نه ورکوي. نه مېړه پر خپلې ښځې رحم کوي، نه ورور پر خپلې خور، نه زوی پر خپله مور او نه پلار پر خپله لور».
خو یو شمېر ښځې چې افغانستان ته په سیاحت راغلي او بېرته تللي، له رسنیو سره یې په مرکو کې ویلي، چې دوی تر ډېره د افغان ښځو په پرتله ډېرې ازادۍ لرلې او په افغانستان کې هم د افغان ښځو په پرتله زیاتې ازادۍ درلودې.
د «شریعت ورځپاڼې» په سرمقاله کې راغلي: «مګر دا چې اوس بیا وروستۍ زمانه ده، نو متأسفانه په اسلامي ټولنو کې هم د ښځو په حق کې یو څه کوتاهي راغلې، ظلم پرې کېږي او حقوق یې نهرعایت کېږي».
په داسې حال کې چې طالبانو تل ویلي، چې په افغانستان کې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق خوندي دي، خو دغه ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې ښځو ته میراث نهورکول کېږي، په خپله خوښه د نکاح حق نهلري، ځينې یې په بدیو کې ورکوي او یو شمېر یې د پیسو (ولور) په بدل کې خرڅوي.
دغې ورځپاڼې د نجونو د تعلیم په تړاو هېڅ یادونه نه ده کړې، په داسې حال کې چې افغان نجونې زدهکوونکې له نږدې پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له دوامه محرومې دي.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رييس رحمتالله نبیل د سېشنبې په ورځ په خپلې اېکسپاڼې وویل: «خواجه اصف جدي مه ګڼئ» او زیاته کړې یې ده چې دا هماغه سړی دی چې نن وايي د افغانستان جګړې سياسي او «اجارهيي» وې او پاکستان د لويو قدرتونو د ګټو لپاره پهکې ورګډ شو، پرون چې طالبان واک ته ورسېدل، امريکا ته يې وويل: «طاقت له تاسو سره دی، خو خداى له موږ سره دی».
خواجه اصف پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل نه ګڼي او په وینا یې، سور پوځ د کابل حکومت په غوښتنه راغلی وو او پروړاندې یې جګړه هم «جهاد» نهوو او دغه نظریه هم د امریکایانو روایت بولي.
رحمتالله نبیل له خواجه اصف څخه د پوښتنې په توګه مطرح کوي: «که هر څه سياست و، نو دا دیني شعارونه د څه لپاره وو؟ او که رښتيا د دين خبره وه، نو ولې نن هر څه د «سياسي تېروتنو» په نوم خلاصه کېږي»؟
نبیل زیاتوي، اصف ويل چې د شوروي راتګ «اشغال» نهوو، د افغانانو درد نهکموي. جګړه، ورانۍ او کډوالۍ د کاغذ پر مخ د لیکلو له لاری نهبدلېږي او په وینا یې، افغانانو اشغال د قانون له لارې ونه پېژاند؛ د هديرو، بېکوره کېدو او وران شويو ښارونو او کليو له لارې يې وپېژاند.
خواجه اصف زیاته کړې، چې د افغانستان د جګړو په ترڅ کې د پاکستان ښوونیز نصاب، سیاسي او مذهبي کلتور تر ډېره بدل شو، خو رحمتالله نبیل بیا څرګنده کړې چې د کتابونو د نصاب بدلول او د جګړې او جهاد روایت جوړول تصادفی نه وو. جنرال عاصم منير هم د هماغه پوځي نسل پيداوار دی، چې فکر يې د جنرال اختر عبدالرحمان او جنرال ضياءالحق په وخت کې جوړ شوی دی.
نبیل همداراز په ډاګه کړې: «حقيقت دا دی: پاکستان له پيل څخه د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه، نه يو هېواد چې رښتينې ملي روایت/ارزښت ولري.»
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمتالله نبیل ټينګار کړی، دا چې نن [پاکستان] وايي: «موږ هم قرباني شوو»، دا يوازې نيمه خبره ده. پاکستان يوازې قرباني نه و؛ پخپله يې پرېکړه وکړه، لاره يې وټاکله او کلونه يې د جګړې، ايډيالوژۍ او د دين له نومه د وسيلې په توګه کار واخيست.