د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رييس رحمتالله نبیل د سېشنبې په ورځ په خپلې اېکسپاڼې وویل: «خواجه اصف جدي مه ګڼئ» او زیاته کړې یې ده چې دا هماغه سړی دی چې نن وايي د افغانستان جګړې سياسي او «اجارهيي» وې او پاکستان د لويو قدرتونو د ګټو لپاره پهکې ورګډ شو، پرون چې طالبان واک ته ورسېدل، امريکا ته يې وويل: «طاقت له تاسو سره دی، خو خداى له موږ سره دی».
خواجه اصف پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل نه ګڼي او په وینا یې، سور پوځ د کابل حکومت په غوښتنه راغلی وو او پروړاندې یې جګړه هم «جهاد» نهوو او دغه نظریه هم د امریکایانو روایت بولي.
رحمتالله نبیل له خواجه اصف څخه د پوښتنې په توګه مطرح کوي: «که هر څه سياست و، نو دا دیني شعارونه د څه لپاره وو؟ او که رښتيا د دين خبره وه، نو ولې نن هر څه د «سياسي تېروتنو» په نوم خلاصه کېږي»؟
نبیل زیاتوي، اصف ويل چې د شوروي راتګ «اشغال» نهوو، د افغانانو درد نهکموي. جګړه، ورانۍ او کډوالۍ د کاغذ پر مخ د لیکلو له لاری نهبدلېږي او په وینا یې، افغانانو اشغال د قانون له لارې ونه پېژاند؛ د هديرو، بېکوره کېدو او وران شويو ښارونو او کليو له لارې يې وپېژاند.
خواجه اصف زیاته کړې، چې د افغانستان د جګړو په ترڅ کې د پاکستان ښوونیز نصاب، سیاسي او مذهبي کلتور تر ډېره بدل شو، خو رحمتالله نبیل بیا څرګنده کړې چې د کتابونو د نصاب بدلول او د جګړې او جهاد روایت جوړول تصادفی نه وو. جنرال عاصم منير هم د هماغه پوځي نسل پيداوار دی، چې فکر يې د جنرال اختر عبدالرحمان او جنرال ضياءالحق په وخت کې جوړ شوی دی.
نبیل همداراز په ډاګه کړې: «حقيقت دا دی: پاکستان له پيل څخه د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه، نه يو هېواد چې رښتينې ملي روایت/ارزښت ولري.»
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمتالله نبیل ټينګار کړی، دا چې نن [پاکستان] وايي: «موږ هم قرباني شوو»، دا يوازې نيمه خبره ده. پاکستان يوازې قرباني نه و؛ پخپله يې پرېکړه وکړه، لاره يې وټاکله او کلونه يې د جګړې، ايډيالوژۍ او د دين له نومه د وسيلې په توګه کار واخيست.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د حج او اوقافو وزارت مرستیال شېخالحدیث محمد عثمان طارق وایي، چې د طالبانو جزایي اصولنامه له قران او نبوي سنت سره په بشپړ ټکر کې ده. هغه همداراز زیاتوي، چې د حنفي فقهې له نظره له طالبانو سره جګړه روا ده.
یاد دیني عالم د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې زیاته کړې، پر افغانستان واکمنې ډلې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلام د بدنامۍ هڅې پیل کړې دي. هغه وایي: «علم چې فرض دی خو طالبانو پر نیمایي ټولنې بند کړی دی. دا یو اساسي دلیل دی چې دغه ډله د دین له بدنامولو پرته کومه بله لار نه لري او دغه ډله په دین نه پوهېږي.
کندهار کې طالبانو د احمد شاه بابا د وخت د دولت د خزانې او مالي نظام مرکز نړولی.
منډیګک بنسټ، چې د تاریخي سیمو څیړنه کوي، دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل بللي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتواو فرهنګ پخواني وزیر کریم خرم ویلي، چې د دومره قدامت لرونکې ودانۍ اهمیت تر سرو زرو زیات دی.
منډیګک تاریخي بنسټ نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه د کندهار پخوانيو فرهنګي مشرانو له قوله ویلي، چي په نړول شوي مرکز کې به د احمدشاهي دولت د مال، د ولس امانت او د امپراتورۍ اقتصادي چاري تنظیمېدلې.
د یاد بنسټ په وینا، دا وداني د کندهار ښار په زړه کي د ولايت مقام څنګ ته موقعيت لري.
د منډیګک بنسټ دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل ګڼي، او د کندهار له علمي، فرهنګي او مسوولو ادارو یې غوښتنه کړې، چي داسې ځایونه وڅېړل شي، ثبت او وساتل شي،نه دا چي د نقشو تر پلمې لاندې ورک شي.
د منډیګک بنسټ یو مسوول سردار ولي په اېکس لیکلي:« بې له تاریخي څېړنې، بې له اسنادو او بې له دې چي د افغانستان فرهنګي میراث ته درناوی وشي، ددغسي ودانیو ورانول د انکشاف په شکل تاریخ قربانول دي.»
ددې ودانۍ د ړنګولو په غبرګون کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالکریم خرم په خپل اېکس کې لیکلي:« څو ورځې مخکې مې د احمدشاه بابا د رغول شوي کور تصویرونه ولیدل او ډیر پرې خوښ شوم، نن مې متاسفانه د همغه دوران د یوې مهمې ودانۍ د تخریب دا بد خبر تر سترگو شو.»
نوموړي نیوکه کړې، چې «دداسې ودانیو تخریب د تاریخ تخریب دی او ډیر افسوس دی چې دا کار شوی، هیڅ ژوندی او هوښیار ملت خپلې ریښې پخپله نه پرې کوي».