مسعود پزشکیان: د امریکا او اروپا پر وړاندې به سر ټیټ نه‌کړو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د لوېديځ له لوري د ایران د اټومي ځواک په اړه د خبرداریو او د امريکا د احتمالي بريد د ګواښونو په غبرګون کې ويلي: «موږ به د اروپا او امريکا د اضافي ‌غوښتنو پر وړاندې سر ټيټ نه‌کړو او د بې‌عدالتيو او تېريو پر وړاندې به شاتګ ونه کړو».

هغه ټينګار کړی، چې ایران له ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو اترو په حال کې دی.