هغه زیاته کړې، که پاکستانیان دا کار وکړي، نو د هغوی په بدل کې د یادې پاکستانۍ بندۍ د خوشې کېدو غوښتنه کولای شي.
عبدالجبار ستانکزي له یوې کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې دا خبره کړې ده. د پاکستان د دفاع وزیر ویلي وو، چې د افغانستان جګړې «جهاد» نه وې. ستانکزي د دغه دریځ په ځواب کې ادعا وکړه، چې د پاکستان دفاع وزیر «په سخت ډول» په نشهیي توکو ککړ دی او پر خپلو خبرو واک نه لري.
دغه طالب پلوه شنونکي د عافیه صدیقي د دوسیې په تړاو وویل، چې نوموړې د پاکستان وګړې ده او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په هڅه تورنه شوې ده. هغه زیاته کړه: «موږ له بګرام زندان څخه ۴۹ زره، له څرخي پله څخه ۳۵ زره او له ګوانټانامو څخه سلګونه بندیان ازاد کړي دي. یو بندي پاتې دی چې هغه به هم ژر ازاد کړو».
عافیه صدیقي چې د پاکستان تابعیت لرونکې د اعصابو ډاکټره ده، تر پنځو کلونو لادرکۍ وروسته په ۲۰۰۸ کال کې په غزني ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د برید په تور ونیول شوه. وروسته په امریکا کې یوې محکمې هغه پر ۸۶ کلونو بند محکومه کړه.
عبدالجبار ستانکزي همدارنګه وویل، چې د پاکستان سیاست له پیل څخه د امریکا په لاس کې دی او که چېرې امریکا د اسلاماباد ملاتړ ونه کړي، د دغه هېواد حکومت به «ډېر ژر» نسکور شي. د هغه په باور، د پاکستان حکومت خپل خلک د «سپکاوي او ذلت» پر لور بیایي.
دغه طالب پلوي شنونکي زیاته کړه، هر هغه هېواد چې پهکې «پوه او پرهېزګار» کسان د واک پر ګدۍ نه وي، د پاکستان په څېر د تباهۍ پر لور ځي. هغه ټینګار وکړ، تر هغه چې د پاکستان واک علماوو (ملایانو) ته ونه سپارل شي، دا هېواد به له جدي ستونزو سره مخ وي.
د نوموړي څرګندونو په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼو کاروونکو دا خبرې په پاکستان کې د ترهګریزو کړنو ښکاره هڅونه بللې ده.
عبدالجبار ستانکزي په همدې مرکه کې دا ادعا هم وکړه، چې پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې د طالبانو له مخالفانو ملاتړ کوي. هغه د افغانانو پانګونې او د نړۍوالو مرستندویو بنسټونو هغه مرستې یادې کړې، چې د کډوالو د اوسېدو له امله پاکستان ته ورکول کېږي او ویې ویل: «پاکستان د افغان کډوالو پر زور او شتمنۍ ژوندی دی». د هغه په اند، که افغانان له پاکستان څخه ووځي، د دغه هېواد اقتصاد به زیان وویني.