• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: تر ۱۶۰۷ ورځو وروسته هم مېلیونونه افغان نجونې ښوونځيو ته د ستنېدو په تمه دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي، چې پر زده‌کړو لېګدلي بندیزونه لرې کړي. یوناما ویلي، له ۱۶۰۷ ورځو وروسته هم مېلیونونه افغان نجونې ښوونځیو ته د ستنېدو په تمه دي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو پر بندیز خواشیني ښودلې.

یوناما زیاته کړې: «په افغانستان کې موږ دغه مهمه ورځ په ډېرې خواشینۍ سره نمانځو؛ ځکه ۱۶۰۷ ورځې کېږي، چې واکمنو چارواکو له ۱۲ کلونو څخه د پورته عمر لرونکو نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو تړلې دي».

یوناما ویلي، له څلورو کلونو ډېره موده کېږي په ساینس او نورو مهم سکتورونو کې افغان ښځو او نجونو د ګډون فرصت له لاسه ورکړی. دوی دغه وضعیت د افغانستان د راتلونکي لپاره ځورونکی بللی.

یوناما واک ته د طالبانو له رسېدو او د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو تر بندیز وروسته په پرتلیز ډول لیکلي: «د ۲۰۲۱کال د سپتمبر په ۱۸مه لېسې یوازې د هلکانو لپاره بېرته پرانیستل شوې او نجونې ترې منعه شوې. د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په ۱۱مه تر نامعلومې مودې د لېسو دروازې د نجونو پر مخ بندې پاتې دي».

د ملګرو ملتونو دغه دفتر په ټینګار سره له واکمنو غوښتنه کړې، چې پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ټینګار کړی، په علومو کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او خبرداری یې ورکړی چې له دې سره، سره چې زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې پرمختګ شوی؛ خو لا هم په ټوله نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې جوړوي.

کارپوهان وايي، د دغه وضعیت دوام به افغانستان لانور د علمي پرمختګ او بشري ودې له کاروانه شاته کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې بندپاتې تر زرو ډېر پاکستاني زده‌کړیالان بېرته خپل هېواد ته ستانه شول

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري ویلي، چې شاوخوا ۱۱۰۰ پاکستاني زده‌کړیالان له افغانستان نه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. هغه وایي، د ځانګړو اسانتیاوو له برابرېدو وروسته دغه کسان د هوا له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

طارق فضل چودري د سې‌‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د پاکستان ملي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ویلي، چې دا مهال نږدې زر نور زده‌کړیالان په جلال‌اباد او کابل کې پر زده‌‌کړو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، هغه زده‌کړیالان چې لاهم په افغانستان کې دي؛ په کابل کې د پاکستان له سفارت سره په اړیکه کې دي، سفارت هم په منظم ډول ورسره اړیکه ساتي؛ څو د هغوی امنیت ډاډمن کړي او د اسنادو او ویزو ستونزې یې حل کړي.

تر دې مخکې یوشمېر پاکستاني زده‌کړیالانو چې د لارو تړل کېدو له امله د میاشتو لپاره په افغانستان کې بند پاتې شوي وو، د خپل ناروښانه برخلیک او ښوونیز راتلونکي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

طالبانو دغه زده‌کړیالانو ته ویلي وو، چې د پاکستان ډیپلوماتیکه استازولۍ باید له دوی سره په اړیکه کې شي او د دغه زده‌کړیالانو نوملړ په رسمي ډول او له مهر او تایید سره دوی ته وړاندې کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې د سینه‌بغل له امله تر ۳۵۰ ډېر کسان مړه شوي دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې د روان کال لېندۍ میاشتې په ترڅ کې په ټول افغانستان کې له ۱۸۳زرو څخه ډېر کسان د سینه‌بغل (د سیخ و برېښ) پر ناروغۍ اخته شوي دي. د یاد سازمان د شمېرو له مخې؛ دغه ناروغۍ د ۲۴سلنه زیاتوالي سره تر ۳۵۰ ډېر کسان مړه کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان پرون د لېندۍ میاشتې یو میاشتنی راپور خپور کړی دی. د راپور له مخې؛ په ټول افغانستان کې د بشري مرستو ځنډېدو له امله تر ۴۴۰ ډېر روغتیايي مرکزونو تړل شوي، چې تر ۳ مېلیونه ډېر کسان یې اغېزمن کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، د روان کال په لېندۍ میاشت کې یې په ټول هېواد کې د شري له ۲زرو څخه ډېرې پېښې ثبت کړې دي چې له دې ډلې ۱۰ کسان مړه شوي دي؛ دغه شمېر د مخکېنۍ میاشتې پرتله ۱.۵ سلنه کموالی ښيي.

همدارنګه د لېندۍ په میاشت کې له ۱۲۰۰ څخه ډېر کسان د ملاریا پر ناروغۍ اخته شوي دي، چې دا هم د راپور له مهمو ټکو څخه دی. په همدې میاشت کې د ډینګي ۳۴۰ نوې پېښې هم ثبت شوې دي؛ خو د مړینې کومه پېښه نه‌ده رامنځته شوې.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ دغه شمېر د تېرې میاشتې پرتله ۸۵ سلنه کموالی ښیي. د ډینګي تبه هغه ناروغي ده، چې د «اېدس» غوماشي له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي او تر ډېره په تودو سیمو کې خپرېږي.

جاپان په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره ۶ مېلیونه ډالر ځانګړي کړل

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د سې‌‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو د پولیو د له‌منځه وړلو او د واکسیناسیون پروګرامونو پراخولو لپاره ۶.۳ مېلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د یونېسف په وینا؛ دغه مالي مرسته به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د واکسیناسیون پروګرامونه پیاوړي کړي. یونېسف هیله څرګنده کړې، چې نوې مالي مرسته به په افغانستان کې د پولیو له‌منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي.

دغه اداره غواړي، په راتلونکي کال کې له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۱۲ مېلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي. په افغانستان کې د جاپان سفیر کېنیچي ماساموتو ویلي: «د جاپان حکومت او خلک په پوره ژمنتیا سره په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو ملاتړ ته ژمن دي».

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي، چې لاهم په‌کې پولیو د ماشومانو ژوند ګواښي. روغتیايي سازمانونه اندېښنه لري، چې د دغه ناروغۍ دوام به په نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ د بشپړې له‌منځه وړنې مخه ونیسي.

تېر زېږدیز کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړۍوال سازمان د روان کال په لړم میاشت کې ویلي و، که څه هم په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې کمې شوې دي؛ خو له پاکستان سره په نږدې سویلي سیمو کې د دغه ویروس د لېږد ګواښ لاهم لوړ دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په علومو کې د پرمختګ لپاره پر جنسیتي برابرۍ ټینګار کړی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ټینګار کړی، په علومو کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او خبرداری یې ورکړی چې له دې سره، سره چې زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې پرمختګ شوی؛ خو لا هم په ټوله نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې جوړوي.

هغه د یوې داسې زمینې برابرولو غوښتنه کړې، چې ښځې او نجونې وکولای شي د علم په ډګر کې خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي. د ګوترېش په وینا؛ دا هغه څه دي چې نه یوازې د دوی د حقونو لپاره مهم دي، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نږدې پنځه کاله کېږي په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي او د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې پاتې دي. کارپوهان وايي، د دغه وضعیت دوام به افغانستان لانور د علمي پرمختګ او بشري ودې له کاروانه شاته کړي.

دوی باور لري، چې په زده‌کړو او علومو کې د ښځو له برابر ګډون پرته نه یوازې ټولنیز عدالت نه ټینګېږي؛ بلکې د اقتصادي ودې، نوښت او پایدار پرمختګ بهیر هم له جدي ننګونو سره مخ کېږي.

ملګرو ملتونو څو ځله له طالبانو غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ښوونیز محدودیتونه لرې کړي او ښوونځیو او پوهنتونونو ته د هغوی د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي. خو طالبان نږدې پنځه کاله کېږي، چې دغه موضوع یې تر «امر ثاني» ځنډولې ده او وایي دې برخه کې د شرعي چوکاټ پر برابرولو بوخت دي.

د فساد نړۍوال شاخص: افغانستان لاهم د فاسدو هېوادونو په کتار کې راغلی دی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د روڼتیا نړۍوال سازمان د فساد پر وړاندې د مبارزې کلنی نړۍوال راپور خپور کړی، چې له مخې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵کال کې هم د نړۍ له فاسدو هېوادونو څخه ګڼل شوی او د تېرکال پرتله یو ګام نور هم شاته تللی دی.

افغانستان سږکال له ۱۰۰ څخه ۱۶ نمرې ترلاسه کړې او د ۱۸۲ هېوادونو له ډلې په ۱۶۹ ځای کې راغلی دی. افغانستان په ۲۰۲۴کال کې له ۱۰۰ څخه ۱۷ نمرې لرلې او د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې یې ۱۶۵م مقام خپل کړی و.

د روڼتیا نړۍوال سازمان د فساد کچه له صفر تر ۱۰۰ پورې ارزوي؛ صفر د فساد تر ټولو لوړه کچه ښيي او ۱۰۰ هغه هېوادونه په ګوته کوي، چې له هر ډول فساد څخه پاک ګڼل کېږي. ډنمارک، فنلنډ، سنګاپور، نیوزېلنډ او ناروې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د فساد له پلوه د نړۍ تر ټولو پاک هېوادونه بلل شوي دي.

سوېلي سوډان، سومالیا، وېنزویلا، یمن او لېبیا د نړۍ پنځه تر ټولو فاسد هېوادونه دي، چې د نوملړ په وروستیو ځایونو کې راغلي دي. افغانستان په ۲۰۲۳کال کې له ۱۰۰ څخه ۲۰ نمرې ترلاسه کړې وې او د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې یې ۱۶۲م ځای خپل کړی و. همدارنګه په ۲۰۲۲کال کې یې ۲۴ نمرې لرلې او د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې یې ۱۵۰م مقام خپل کړی و.

د روڼتیا نړۍوال سازمان وايي، که څه هم لس کاله وړاندې ۱۲ هېوادونو له ۸۰ څخه لوړې نمرې لرلې؛ خو اوس یوازې پنځه هېوادونه دې کچې ته رسېږي. کمزوري دولتونه لکه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان چې ۱۶ نمرې لري، لاهم د دې برخې په تر ټولو ټیټو پوړونو کې پاتې دي.

دغه سازمان زیاتوي، د مدني فضا محدودول، د سیاسي مالي سرچینو غیرشفاف نظامونه، د دموکراتیک څار او همدارنګه د خپلواک قضايي سیستم نشتوالي دغه هېوادونه د فساد پر وړاندې لا ډېر زیانمن کړي.

ورته مهال د هغو هېوادونو شمېر چې له ۸۰ څخه لوړې نمرې لري، د لسو کلونو په موده کې له ۱۲ څخه سږکال یوازې پنځو ته راکم شوي دي. د روڼتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په دموکراسيو کې د فساد سره د مبارزې د خرابېدو یوه اندېښمنوونکې لړۍ روانه ده.