په یاد راپور کې راغلي، چې القاعده، تحریک طالبان پاکستاناو د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي. د راپور له مخې، د القاعدې ځینې لوړپوړي غړي لکه اسامه محمود او د هغه مرستیال یحیی غوري په کابل کې اوسیږي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونود څارنې او ارزونې ټیم شپږ میاشتنی راپور چې امنیت شورا ته وړاندې شوی، ښيي چې القاعده لا هم د طالبانو ملاتړ لري او په افغانستان کې د جنګیالیو د روزنې او هغوی ته د سلا مشورې په برخه کې فعالیت کوي.
راپور څرګندوي چې د هند نیمه لویې وچې لپاره د القاعدې څانګه د افغانستان په جنوب ختیځ کې فعاله ده او ددې ډلې مشر اسامه محمود او مرستیال یحیی غوري په کابل کې حضور لري او رسنیز ټیم یې په هرات کې فعالیت کوي.
امریکا د اسامه محمودپه اړه د معلوماتو د ورکولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر جایزه ټاکلې او د یحیی غوري پر سر یې پنځه میلیونه ډالر ټاکلي دي.
په راپور کې راغلي چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو له لوري په افغانستان کې له زیاتې ازادۍ او ملاتړ نه برخمن دي او دغه چلند د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې د پاکستان بریدونه ډېر کړي دي.
راپور تاکید کوي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي هم د طالبانو له لوري د هویت اسناد ترلاسه کړي او په افغانستان کې د تګ راتګ ازادي لري، او د بدخشان ولایت په کچه د تاریاکو د کرنې او د کانونو له لارې مالي تمویل ترلاسه کوي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ شاوخوا ۲۵۰ غړي په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له پولیسو سره یو ځای شوي دي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو یوه غړي هېواد له قوله راغلي چې ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ خپلو غړو ته چې په سوریه او ګاونډیو هېوادونو کې دي، ویلي چې د « سنکیانگ جهاد» لپاره افغانستان ته انتقال شي.
راپور څرګندوي چې داعش خراسان د افغانستان په شمال په ځانګړي توګه په بدخشان او له پاکستان سره نږدې سیمو کې فعال دی.