• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فساد نړۍوال شاخص: افغانستان لاهم د فاسدو هېوادونو په کتار کې راغلی دی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د روڼتیا نړۍوال سازمان د فساد پر وړاندې د مبارزې کلنی نړۍوال راپور خپور کړی، چې له مخې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵کال کې هم د نړۍ له فاسدو هېوادونو څخه ګڼل شوی او د تېرکال پرتله یو ګام نور هم شاته تللی دی.

افغانستان سږکال له ۱۰۰ څخه ۱۶ نمرې ترلاسه کړې او د ۱۸۲ هېوادونو له ډلې په ۱۶۹ ځای کې راغلی دی. افغانستان په ۲۰۲۴کال کې له ۱۰۰ څخه ۱۷ نمرې لرلې او د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې یې ۱۶۵م مقام خپل کړی و.

د روڼتیا نړۍوال سازمان د فساد کچه له صفر تر ۱۰۰ پورې ارزوي؛ صفر د فساد تر ټولو لوړه کچه ښيي او ۱۰۰ هغه هېوادونه په ګوته کوي، چې له هر ډول فساد څخه پاک ګڼل کېږي. ډنمارک، فنلنډ، سنګاپور، نیوزېلنډ او ناروې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د فساد له پلوه د نړۍ تر ټولو پاک هېوادونه بلل شوي دي.

سوېلي سوډان، سومالیا، وېنزویلا، یمن او لېبیا د نړۍ پنځه تر ټولو فاسد هېوادونه دي، چې د نوملړ په وروستیو ځایونو کې راغلي دي. افغانستان په ۲۰۲۳کال کې له ۱۰۰ څخه ۲۰ نمرې ترلاسه کړې وې او د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې یې ۱۶۲م ځای خپل کړی و. همدارنګه په ۲۰۲۲کال کې یې ۲۴ نمرې لرلې او د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې یې ۱۵۰م مقام خپل کړی و.

د روڼتیا نړۍوال سازمان وايي، که څه هم لس کاله وړاندې ۱۲ هېوادونو له ۸۰ څخه لوړې نمرې لرلې؛ خو اوس یوازې پنځه هېوادونه دې کچې ته رسېږي. کمزوري دولتونه لکه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان چې ۱۶ نمرې لري، لاهم د دې برخې په تر ټولو ټیټو پوړونو کې پاتې دي.

دغه سازمان زیاتوي، د مدني فضا محدودول، د سیاسي مالي سرچینو غیرشفاف نظامونه، د دموکراتیک څار او همدارنګه د خپلواک قضايي سیستم نشتوالي دغه هېوادونه د فساد پر وړاندې لا ډېر زیانمن کړي.

ورته مهال د هغو هېوادونو شمېر چې له ۸۰ څخه لوړې نمرې لري، د لسو کلونو په موده کې له ۱۲ څخه سږکال یوازې پنځو ته راکم شوي دي. د روڼتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په دموکراسيو کې د فساد سره د مبارزې د خرابېدو یوه اندېښمنوونکې لړۍ روانه ده.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

له نوریې د علي بلال ملاتړ؛ هغه افغانه نجلۍ چې د هلکانو په جامو کې یې کار کاوه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۰

د نړۍ د بدن جوړونې ستوري علي بلال د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو له نوریې، چې د هلکانو په جامو کې یې کار کاوه؛ ملاتړ څرګند کړی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له‌خوا د نوریې د نیولو او پوښتنو ګروېږنو ویډیو په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دغه ۱۳کلنه هلمندۍ نجلۍ نوریه چې د بې‌وزلۍ او کورنۍ کې د نارینه مشر د نشتوالي له امله اړه شوه، چې د هلکانو جامې واغوندي او د «نور احمد» په نوم په یوه رستورانت کې کار وکړي. هغې وويل، له تېرو درېيو کلونو راهيسې هڅه کوي چې د ۷زره افغانيو تنخوا سره د خپلې کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

علي بلال په خپل ویډیویي پیغام کې مهمې پوښتنې راپورته کړې: «کله چې یوه کورنۍ نارینه یا مشر ونه لري، ایا څوک د دوی دروازه ټکوي او وايي، 'تاسو ډوډۍ نه‌لرئ، راځئ چې خپله ډوډۍ له تاسو سره شریکه کړو؟'»

هغه زیاته کړه: «هغه نجلۍ چې د وخت د اړتیا له امله د نجونو ښکلاوې یوې خوا ته پرېږدي، وېښتان لنډوي او د خپلې کورنۍ د بار کمولو لپاره په عزت سره کار کوي، د هغې ځای زندان نه‌دی».

دغه مشهوره لوبغاړي ټینګار کړی، په هیڅ هېواد کې باید د نجونو لپاره پر کار کولو او زده‌کړو بندیز ونه لګېږي او له خپلو مینه‌والو یې وغوښتل چې له نوریې سره د اړیکې لپاره ورسره همکاري وکړي.

طالبان وايي نږدې ۲۰ ټُنه بې‌کیفیته ودانیز توکي یې بېرته ایران ته ګرځولي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د معیار او کیفیت اداره وايي، ۱۹ اعشاریه ۵ ټُنه بې‌کیفیته ودانیز توکي له تخنیکي ارزونې او کنټرول وروسته د فراه بندر له لارې بېرته ایران ته وګرځول شول.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغې ادارې د کورنیو بازارونو د ساتنې او د مصرف کوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه په خپلو هدفي هڅو کې ۱۹ اعشاریه ۵ ټُنه محموله ودانیز توکي چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له تخنیکي ارزونې او دقیق کنټرول وروسته د فراه بندر له لارې بېرته ایران ته وګرځول.

دغې ادارې زیاته کړې: «دا محموله چې د سي چینل (نودانۍ) په‌کې شاملې وې، د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسې په ترڅ کې تر تخنیکي ارزونې لاندې ونیول شوه او د اړینو معیارونو د نه‌پوره کولو له امله اجازه ورنه‌کړل شوه چې د هېواد بازارونو ته داخل شي».

د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او قاطع توګه دوام لري او د بې‌کیفیته، غېر معیاري او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردولو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه‌ښودل شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه اداره پخوا د «ستندرد ملي ادارې» په نوم یادېده، خو طالبانو د روان کال په تلې میاشت کې د خپل رهبر د یوه فرمان په ترڅ کې نوم پر «د معیار او کیفیت ادارې» بدل کړ.

د افغانستان-پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښې تړلو دروازو د حیاتي سوداګریز دهلېز ملا ماته کړې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰

امریکايي رسنۍ اېن‌پي‌ار راپور ورکړی، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له امله پر ډیورنډ کرښه د دروازو تړل کېدو د دغه حیاتي سوداګریز دهلېز د سوداګرو ملا ماته کړې. په راپور کې راغلي، د دواړو لوریو سوداګرو درانه مالي زیانونه ګاللي او ورسره بازارونو کې د توکو بیې هم لوړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د بار وړونکي موټر یو افغان موټرچلوونکی انور ځدراڼ په پاکستان کې له سمنټو ډک موټر سره بند پاتې دی. نوموړي غوښتل چې دا توکي د پاکستان د نوښار ولسوالۍ له یوې فابریکې کابل ته ولېږدوي، خو د تېر کال د اکټوبر له نیمایي وروسته پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله دروازې وتړل شوې او دا لار په بشپړه توګه بنده شوه.

ځدراڼ خپلې ورځې د سړک غاړې په چای‌خونو کې له نورو بند پاتې موټرچلوونکو سره تېروي او د تورخم دروازې د بېرته پرانېستل کېدو په تمه دی. هغه وايي: «خلک تباه شوي دي، مالونه هم خراب شوي دي. هيله لرم چې لاره ژر خلاصه شي، تر څو لږ ارامه شو».

نوموړی چې د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی، لا هم هماغه نرۍ جامې اغوندي چې څو مياشتې وړاندې يې د ګرم موسم لپاره اغوستې وې. د شپې له يخنۍ د ځان ژغورلو لپاره خپل موټر ته ننوزي او هلته شپه تېروي.

افغان او پاکستاني موټرچلوونکي د دې شاوخوا ۱۶۰۰ مېله اوږدې کرښې د وخت ناوخت تړل کېدو سره بلد دي؛ هغه کرښه چې د غرونو او ستونزمنو دښتو له منځه تېره شوې ده. په عادي حالاتو کې، هره ورځ سلګونه باروړونکي موټرونه له دې لارې تېرېږي او دا ډول خنډونه اکثره په څو ورځو يا اوونيو کې هوارېدل. خو دا ځل پر دې کرښه لارې له ۱۰۰ ورځو زياتې مودې راهیسې تړلې پاتې شوې، چې دا په تېرو لسيزو کې تر ټولو اوږده تړل کېدل بلل کېږي. دې حالت د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نږدې په بشپړه توګه درولې او د منځنۍ اسيا يو مهم ټرانزيتي دهلېز يې فلج کړی دی.

د پنځو فعالو سوداګريزو لارو تړل کېدل د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د پراخې شخړې يوه برخه ده؛ هغه شخړه چې د وسله‌والو بريدونو د زياتېدو پر سر رامنځته شوې ده. پاکستان، طالبان د وسله‌والو ډلو په پټنځای ورکولو تورنوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. په دغو ډلو کې تحريک طالبان پاکستان (TTP) هم شامل دي، چې د ۲۰۲۱ کال وروسته کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، په پاکستان کې يې خپل فعاليتونه زيات کړي دي. دا تاوتريخوالی په داسې حال کې روان دی، چې تېره اوونۍ په اسلام‌اباد کې د يو جومات دننه يو ځانمرګی بريد وشو، چې داعش ډلې يې مسووليت پر غاړه واخیسته او لسګونه کسان په‌کې ووژل شول.

د کړکېچ اوج د اکټوبر په مياشت کې راغی، کله چې افغان او پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ په اوږدو کې پر يو بل ډزې وکړې. که څه هم دواړو لوریو پر اوربند هوکړه وکړه او په استانبول، دوحه او رياض کې د خبرو څو پړاوونه ترسره شول، خو دا خبرې کومې پايلې ته و نه رسېدې. تر اوربند وروسته، طالبانو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان په خاوره کې يې هوايي بريدونه کړي او د ۹ ماشومانو په ګډون یې ملکي وګړي وژلي، خو اسلام‌اباد دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف تېره میاشت وويل، چې هېواد يې «له پولو تړلو پرته بله لار نه لرله»، ځکه چې طالبان د وسله‌والو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي توان نه لري. په مقابل کې، د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان له پولو تړلو څخه د اقتصادي او سياسي فشار د وسيلې په توګه کار اخلي.

د بديلو لارو لټون

پېښور چې له تورخم شاوخوا ۶۵ کيلومتره لرې دی، سوداګر د بديلو لارو په لټه کې دي. یوه، پاکستاني سوداګر شاهد حسین په خپل دفتر کې د چین له لارې د صادراتو احتمالي لارې پر تخته رسم کړي دي. هغه وايي، د هغه د خوراکي توکو صادرات چې پخوا د افغانستان له لارې ازبکستان او قرغیزستان ته لېږدول کېدل، اوس په بشپړه توګه درېدلي دي.

نوموړی زياتوي، چې د چين لاره شونې ده، خو د پاکستان له لارې د چين د ټرانزيتي قوانينو په اړه لا هم روښانتيا نشته. د ايران لاره هم د بنديزونو، بانکي محدوديتونو او سياسي بې‌ثباتۍ له امله له ابهام سره مخ ده.

شاهد حسين چې افغانستان ته يې سمنټ هم صادرول وايي، يوازې د توکو د خرابېدو او زيانمنېدو له امله يې شاوخوا ۴۰۰ زره امريکايي ډالره تاوان کړی دی. هغه د خپلو کارکوونکو معاشونه درولي دي او وايي: «زما شل کلن کاروبار داسې دی لکه ونه چې اوبه برې بندې شي».

د جنورۍ په مياشت کې د دواړو هېوادونو سوداګرو يوه ګډه کمېټه جوړه کړه او تراوسه يې دوه انلاين غونډې کړې دي. خو د خېبر د سوداګرۍ او صنايعو خونې ریيس جواد حسين کاظمي وايي، چې د خصوصي سکټور نفوذ محدود دی.

د سلګونو ميليونونو ډالرو زيانونه

په کابل کې د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې عمومي منشي نقيب‌الله ساپي وايي، چې پر ډیورنډ د لارو تړل کېدو افغانستان ته د چين، مالیزيا او ويتنام په څېر هېوادونو څخه د ټرانزيتي توکو راتګ هم درولی دی. د خوراکي توکو، جامو او طبي وسايلو بار کانټينرونه لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

هغه وايي: «دا د خصوصي سکټور لپاره تر ټولو بد حالت دی».

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد ويلي، چې تېر کال پاکستان ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۳۰۰ ميليونه ډالره کم شوي دي. په همدې حال کې، طالبانو د کيفيت د اندېښنو له امله د پاکستاني درملو واردات بند کړي دي؛ داسې پرېکړه چې ښايي د پولو له پرانېستل کېدو وروسته هم دوام ومومي.

افغانستان د خپلو درملو څه باندې ۶۰ سلنه برخه له پاکستان څخه ترلاسه کوي او افغانستان ته د پاکستان د درملو کلنی صادرات شاوخوا ۲۰۰ ميليونه ډالره اټکل کېږي. سوداګر خبرداری ورکوي، هغه درمل چې د تودوخې پر وړاندې حساس دي، د ټرانزيټ په لارو کې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

په پېښور کې د پاکستاني درملو په بازار کې پلورونکي د هغو افغان ناروغانو په اړه اندېښنه لري، چې د انسولين په څېر حياتي درملو د پېرلو لپاره پر دې بازار تکيه کوي.

اسلام پروېز چې يو پلورونکی دی، وايي: «په پای کې، په دواړو خواوو کې دا عام خلک دي چې زيان ويني. ګاونډی نه‌شي بدلېدای».

طالبانو د بامیان په پوهنتون کې «له امیرالمومنین سره بیعت» کتاب مخکتنه وکړه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۰

طالبانو په بامیان پوهنتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې «له امیرالمومنین سره بیعت» د کتاب مخکتنه وکړه. د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي ګل‌حیدر شفق په دې مراسمو کې ملا هبت‌الله اخوندزاده یو «متقي رهبر» او د افغان ولس لپاره د هغه له اوامرو اطاعت ضروري وباله.

ګل‌حیدر شفق په دې مراسمو کې د ملا هبت‌الله د اوصافو په بیانولو سره ملا هبت‌الله اخوندزاده یو «متقي عالم، مشفق، مدبر او زغم لرونکی» مشره وباله او زیاته یې کړه: «د هغه له اوامرو او حکیمانه نصایحو اطاعت او همداراز د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې سپارښتنې د افغان ولس لپاره ضروري دي».

نوموړي د بامیان پوهنتون له مسوولینو، استادانو، زده‌کړیالانو او کارکوونکو وغوښتل، چې د دیني او عصري علومو په زده‌کړو سره د «له امیرالمومنین سره بیعت» کتاب منځپانګه په مناسبو طریقو سره عملي کړي.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، «له امیرالمومنین سره بیعت» کتاب د ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري لیکل شوی او په‌کې د اطاعت، له نبوي سنتو د پیروي او د خلکو تر منځ د یووالي د اهمیت او فضایلو په تړاو څرګندونې شوې دي.

طالبانو له دوو نړۍوالو بنسټونو سره د څه باندې ۱ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې یا ای‌ار‌سي او د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې یا ای‌ار‌ډبلیو تر منځ د ۱ میلیون او ۳۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه هوکړې لاسلیک کړې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د ژغورنې نړۍوالې کمېټې له رييسې لیزا مارګاریت اوون سره په کتنه کې د ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

دغې ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې هوکړې له‌مخې، یاده کمېټه به د کونړ په څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې ۱۴۱۵ مستحقو کورنیو هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو بستې چې په‌کې ۱۷۸کیلو اوړه، ۴۲ کیلو وریجې، ۱۴ ليټره غوړي، ۱۸ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه شامل دي او همداراز درې کمپلې، د ښځینه‌وو روغتیایي بستې او ۱۶۶۵ مستحقو کورنیو هرې یوې ته ژمنۍ البسې ووېشي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د یادې ادارې رييس په جلا توګه د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې له رييس ذوالقرنین عباس سره په کتنه کې د ۳۸۴ زره او ۷۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دغه موسسه به د یادې هوکړې له‌مخې، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۸۶۸ مستحقو کورنیو هرې یوې ته د خوراکي توکو بستې چې په‌کې یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۸ لیټره غوړي، ۷ کیلو دال‌نخود، ۵ کیلو لوبیا، ۳ کیلو خرما، ۱۰ کیلو وریجې او ۲۰ پاکټه اش او مکروني شامل دي ووېشي او د غور په الله یار او مرغاب ولسوالیو کې به ۱۸۷۷ مستحقو کورنیو هرې یوې کورنۍ ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د ۸۵ امریکایې ډالرو معادل ۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدې پيسې ورکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس له یادو نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چې دغه مرستې باید په بېړه او شفاف ډول پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.