• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی: د افغانستان په اړه د ټرمپ حکومت تګلاره جوړوو

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۰۰ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاول کپور ویلي، بېلابېل دولتي بنسټونه د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې تګلارې پر جوړولو بوخت دي. هغه څرګنده کړه، چې د دغې تګلارې د اعلان کره نېټه لا نه ده ټاکل شوې او د وروستي کېدو لپاره یې لا نورو ارزونو او ګامونو ته اړتیا ده.

کپور دغه څرګندونې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په استماعیه غونډه کې وکړې، چې مشري یې جمهوري غوښتونکي کوي.

د نوموړي خبرې ښيي، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو د ادارې په اړه خپلې ډیپلوماتیکې او امنیتي لومړیتوبونه او چلند له سره ارزوي، خو کپور د کمېټې غړو ته د احتمالي بدلونونو په اړه هېڅ ډول جزییات ورنه‌کړل.

هغه زیاته کړه، چې په مناسب وخت کې به د کمېټې غړي د افغانستان په اړه د ټرمپ له نوې تګلارې خبر کړي.

کپور له افغانستان څخه د اېستل شویو افغانانو د شړلو په تړاو وویل، چې د ټرمپ حکومت تراوسه هېڅ افغان بېرته افغانستان ته نه دی شړلی. خو هغه ومنله، چې د امریکا حکومت له نورو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی، څو هغه «۱۱ تر ۱۲ سوه افغانان» ومني چې دا مهال د امریکا د حکومت په تاسیساتو کې ژوند کوي او د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته اېستل شوي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبان د امریکا، د سیمي د هېوادونو او د افغان مشرانو د تېروتنو په پایله کې واک ته ورسېدل

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰

د تېر حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی وايي، طالبان د امریکا، د سیمې د هېوادونو او افغان سیاستوالو د ځینو تېروتنو پایله کې بیا ځلې واک ته ورسېدل. نوموړي دا هم ویلي، که پخوانی ولسمشر له هېواده وتلی وای او یا نه، بیا هم د افغانستان په معادله کې هېڅ بدلون نه رامنځته کېده.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې واک ته د طالبانو په بیاځلې رسېدو کې د افغان سیاستوالو په ګډون امریکا او د سیمې هېوادونو هم سترې تېروتنې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «امریکا ځکه تېروتنه وکړه چې د لاسلیک شوې هوکړې یو اصل دا و، تر څو چې طالبان او جمهوریت کومې هوکړې ته نه وي رسېدلي، امریکا به په افغانستان کې پاتې کېږي او کله چې هوکړه وشي، دوی به خپل ځواکونه باسي. خو کله چې امریکا د وتلو اعلان وکړ، هغه توانمندي بېرته واخیستل شوه، په ځانګړي ډول له هوايي ځواک څخه؛ دا د نړۍوالو له لوري تېروتنه وه. په دې هوکړه کې افغانستان څنډې ته شوی و».

نوموړي ویلي، دویمه تېروتنه د سیمې د هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان وه؛ ځکه دوی په ظاهره له جمهوریت سره اړیکې پاللې، خو د پردې تر شا یې د جمهوریت د مخالفانو ملاتړ کاوه.

نوموړي د پاکستان د تېروتنو په تړاو زیاته کړې: «هغه حالت چې نن پاکستان کې راغلی او په افغانستان کې جریان لري، د پاکستان د مداخلو او د هغوی د ناکامو سیاستونو یوه بېلګه ده چې نن یې ټول وینو. هغوی تل د افغانستان د نظام له مخالفانو سره لاس یو کړی؛ که هغه جمهوریت و، که د ډاکټر نجیب حکومت، که د طالبانو لومړۍ دوره او یا هم کوم بل نظام و».

معصوم ستانکزي د جمهوري نظام د سقوط او واک ته د طالبانو د رسېدو درېیم لامل د افغانستان د سیاستوالو ترمنځ بې‌اتفاقي او اختلافات په ګوته کړي دي.

ستانکزي زیاته کړې: «که دوی په خپلو کې متحد وای، په ځانګړي ډول په هغو وختونو کې چې افغانستان له سختو شرایطو سره مخ و، خو برعکس د اختلافاتو کچه لوړه شوه؛ هغه پرېکړې چې باید په ګډه شوې وای، په جلا جلا توګه کېدلې، نو ځکه د پخوانیو سیاسي مشرانو بې‌اتفاقۍ ناوړه اغېز درلود».

معصوم ستانکزي همدارنګه ویلي، چې افغانستان اوسمهال د نړۍوالو او سیمه‌ییزو هېوادونو د جیوپولیټیکي سیالیو له امله د ژور کړکېچ لوري ته روان دی.

نوموړي ویلي، چې افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د نړۍوالو او د سیمې هېوادونو د سیاستونو او جیوپولیټیکي سیالیو له امله له ژور کړکېچ سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړې: «افغانستان د پرله‌پسې کړکېچونو په پایله کې د رژیمونو د سقوط پر ډګر بدل شوی او اصلي لامل یې همدا ناورینونه دي. کله چې بهرنۍ مداخلې کېږي، لکه د شوروي یرغل او نور؛ دې ټولو پر افغانستان ناوړه اغېز کړی او د هېواد د طبیعي پرمختګ مخه یې نیولې ده. هر ځل چې نظامونو سقوط کړی، منفي اغېزې یې خورا ډېرې وې».

نوموړي د افغانستان د اوسني بحران لامل د طالبانو له‌خوا د واک انحصار، د ښځو او د نجونو پر مخ د زده‌کړو د دروازو تړل او له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو پرې کېدل بولي.

د جمهوري نظام دغه پخوانی چارواکی په دې باور دی، چې له طالبانو سره خلکو واټن نیولی دی د هغوی ځیني اصول او فرمانونو او د ښځو پروړاندې سخت‌دریځۍ به د دې لامل شي، چې د طالبانو واکمني له ژور کړکېچ سره مخ کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف همدا تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، په افغانستان کې هغه دوه جګړې چې پاکستان په‌کې ښکېل و، د دین یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه وې، بلکې د نړۍوالو ځواکونو او د پاکستان د دوو استبدادي حکومتونو او ډیکتاتورو جنرالانو جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره وې.

یوسف وفا په بلخ کې د جنایي پېښو د مخنیوي سپارښتنې وکړې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت والي محمد یوسف وفا د ولسوالیو او حوزو له جنایي مدیرانو سره په ناسته کې د پېښو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د جنایي پېښو د مخنیوي په موخه پر شته پلانونو خبرې او مشورې شوې دي.

یوسف وفا دغه ناسته کې وویل: «که مو د جنایي پېښو او غلاوو مخه په ښه ډول ونیوله،‌ نو ټول ولس به درڅخه راضي وي». بلخ کې د طالبانو والي خپلو امنیتي مسوولینو ته ویلي، چې باید پېښو ته ژر رسېدنه او د مخنېوی لپاره یې باید جدي څار وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو اوسنی رژیم په ډېرو قربانیو لاسته راغلی او د دې ډلې ټول غړي یې د ساتنې مسوولیت لري.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په بلخ کې جنایي پېښې هم یو څه ډېرې شوي او څو څو ځله د وسله‌والو غلاوو تر څنګ د انسان تښتونې د پېښو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.

طالبانو ته د خواجه اصف خبرداری: د وینې حساب به په وینه اخیستل کېږي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ پر افغان طالبانو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې طالبان د پاکستاني وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي. هغه خبرداری ورکړ، چې که بریدونه دوام ومومي، د پاکستان حکومت به سختو او تاوتریخجنو ګامونو ته لاس واچوي.

خواجه اصف ټینګار وکړ، چې د پاکستان د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو وینه به بې‌حسابه پاتې نه‌شي او حکومت به د «هرې څاڅکې حساب واخلي».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د مرګونو بریدونو کچه لوړه شوې ده. په تازه پېښه کې تېره جمعه په اسلام‌اباد کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۳۳ لمونځ کوونکي ووژل شول او ۶۹ نور ټپیان شول. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د دې برید طرحه کوونکی د افغانستان وګړی و او دا برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی و.

سربېره پر دې، د بلوچستان ایالت هم په دې وروستیو کې د پراخو بریدونو شاهد و چې لسګونه کسان په‌کې وژل شوي دي. د پاکستان حکومت افغان طالبان تورنوي، چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته یې پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي. همداراز اسلام‌اباد په وروستیو ناکراریو کې د «هند د لاس» خبره هم کړې ده. خو طالبانو او نوي ډیلي دا تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان دفاع وزیر وویل، په داسې حال کې چې په دوحه، استانبول او جده کې خبرې روانې وې، «زموږ د زامنو وینه پر ځمکه تویېده».

د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ څو پړاو خبرې شوې دي، خو بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

خواجه اصف دا ادعا هم وکړه، چې افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د غړو د سرحدي سیمو څخه د لېږدولو لپاره د ۱۰ میلیارده روپیو غوښتنه کړې وه. د هغه په وینا، د پاکستان حکومت چمتو و چې دغه پیسې ورکړي، خو هېڅ ډاډ نه و چې دغه کسان به بیا پاکستان ته راستانه نه‌شي.

هغه زیاته کړه: «موږ نه‌شو کولای چې یوازې پیسې وسپارو. پاکستان به هغه وخت همکاري وکړي چې رښتینې، جدي او ګټوره هڅه ترسره شي». خو نوموړي خبرداری ورکړ: «که د وینې بیه وغواړي، نو د وینې حساب به په وینه واخیستل شي».

د پاکستان د دفاع وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې د ملي اسمبلۍ د مخالفو ډلو د مشر محمود خان اڅکزي پر څرګندونو هم نیوکه وکړه. اڅکزي په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ «د څلورو سیمو ځواک» بللی و.

خواجه اصف دا څرګندونې «غېرمسوولانه» او «د یوه ملي بنسټ د بدنامولو هڅه» وبلله او ویې ویل، چې پوځ د ټول هېواد استازیتوب کوي. بلخوا، محمود خان اڅکزي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان افغانستان د خپل پنځم ایالت په توګه ګڼي. هغه وویل، ترڅو چې دا ډول ذهنیت موجود وي، د دواړو هېوادونو اړیکې به ښې نه‌شي.

د طالبانو د یوه شنونکي هغه خبرې لانجمنې شوې چې پاکستانیان یې د امریکایانو تښتولو ته هڅولي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د طالبانو پلوي سیاسي شنونکي عبدالجبار ستانکزي د پاکستان اوسېدونکي په دغه هېواد کې د امریکایانو تښتولو ته هڅولي دي. هغه ویلي، دا د شرم خبره ده چې عافیه صدیقي لا هم په زندان کې ده، خو د پاکستان له دومره لوی نفوس څخه یو څوک پیدا نه شو چې «درې امریکایان وتښتوي».

هغه زیاته کړې، که پاکستانیان دا کار وکړي، نو د هغوی په بدل کې د یادې پاکستانۍ بندۍ د خوشې کېدو غوښتنه کولای شي.

عبدالجبار ستانکزي له یوې کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې دا خبره کړې ده. د پاکستان د دفاع وزیر ویلي وو، چې د افغانستان جګړې «جهاد» نه وې. ستانکزي د دغه دریځ په ځواب کې ادعا وکړه، چې د پاکستان دفاع وزیر «په سخت ډول» په نشه‌یي توکو ککړ دی او پر خپلو خبرو واک نه لري.

دغه طالب پلوه شنونکي د عافیه صدیقي د دوسیې په تړاو وویل، چې نوموړې د پاکستان وګړې ده او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په هڅه تورنه شوې ده. هغه زیاته کړه: «موږ له بګرام زندان څخه ۴۹ زره، له څرخي پله څخه ۳۵ زره او له ګوانټانامو څخه سلګونه بندیان ازاد کړي دي. یو بندي پاتې دی چې هغه به هم ژر ازاد کړو».

عافیه صدیقي چې د پاکستان تابعیت لرونکې د اعصابو ډاکټره ده، تر پنځو کلونو لادرکۍ وروسته په ۲۰۰۸ کال کې په غزني ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د برید په تور ونیول شوه. وروسته په امریکا کې یوې محکمې هغه پر ۸۶ کلونو بند محکومه کړه.

عبدالجبار ستانکزي همدارنګه وویل، چې د پاکستان سیاست له پیل څخه د امریکا په لاس کې دی او که چېرې امریکا د اسلام‌اباد ملاتړ ونه کړي، د دغه هېواد حکومت به «ډېر ژر» نسکور شي. د هغه په باور، د پاکستان حکومت خپل خلک د «سپکاوي او ذلت» پر لور بیایي.

دغه طالب پلوي شنونکي زیاته کړه، هر هغه هېواد چې په‌کې «پوه او پرهېزګار» کسان د واک پر ګدۍ نه وي، د پاکستان په څېر د تباهۍ پر لور ځي. هغه ټینګار وکړ، تر هغه چې د پاکستان واک علماوو (ملایانو) ته ونه سپارل شي، دا هېواد به له جدي ستونزو سره مخ وي.

د نوموړي څرګندونو په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼو کاروونکو دا خبرې په پاکستان کې د ترهګریزو کړنو ښکاره هڅونه بللې ده.

عبدالجبار ستانکزي په همدې مرکه کې دا ادعا هم وکړه، چې پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې د طالبانو له مخالفانو ملاتړ کوي. هغه د افغانانو پانګونې او د نړۍوالو مرستندویو بنسټونو هغه مرستې یادې کړې، چې د کډوالو د اوسېدو له امله پاکستان ته ورکول کېږي او ویې ویل: «پاکستان د افغان کډوالو پر زور او شتمنۍ ژوندی دی». د هغه په اند، که افغانان له پاکستان څخه ووځي، د دغه هېواد اقتصاد به زیان وویني.

طالبان وايي د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د ۵ قلمه طبي وسایلو مرسته کړې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تورخم د شل بستریز روغتون سره د روغتیا نړۍوال سازمان له‌خوا په ورکړل شویو پنځه قلمه طبي وسایلو کې پرمختللي طبي وسایل او د ټلوېزیوني معاینې یو پرمختللی ماشین هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادو طبي وسایلو مجموعي بیه د ۱۶۸۰۰ ډالره دی، چې په دې سره به د راستنېدونکو کډوالو او د سیمې د اوسیدونکو د ناروغیو په تشخیص کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبي وسایلو او درملو په برخه کې مرستې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او همدارنګه افغانستان ته د پاکستاني درملو پر واردولو هم د طالبانو له‌خوا سخت بندیزونه لګول شوي، چې له امله یې اوس افغانستان د درملو له کمښت سره مخ شوی او د درملو بیې خورا لوړې شوې دي.

تر دې وړاندې افغانستان د طبي درملو او وسایلو په برخه کې تر ډېره پر پاکستان تکیه و.

طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د هغو درملو د له‌منځه وړلو کمپاین پیل کړی، چې پر قاچاقي لارو افغانستان ته واردېږي.