لوبې

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله، لومړی توپ اچونه کوي

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو پر دوام د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د سویلي افریقا په وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د ننۍ لوبې په ترکیب کې یوازې یو بدلون راغلی، چې د ضياء شریفي پر ځای نوراحمد لکڼوال لوبېږي.