په غزني کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي

په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د کابل–کندهار پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.





