د اروپا پارلمان په ایران کې د معترضانو د سیستماتیک ځپلو په اړه غونډه وکړه

د اروپا پارلمان د ایران د حکومت له لوري د "سیستماتیک ځپلو، غېرانساني شرایطو او خپلسرو نیونو" په اړه ځانګړې ناسته وکړه.

د اروپا پارلمان د ایران د حکومت له لوري د "سیستماتیک ځپلو، غېرانساني شرایطو او خپلسرو نیونو" په اړه ځانګړې ناسته وکړه.
په دې غونډه کې د پارلمان استازو د اعتراضونو د ځپلو پر زیاتېدو، پراخو نیونو او د ایران په بندخونو کې د نامناسبو شرایطو په اړه د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ بحث او خبرې اترې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسراییل هیوم ورځپاڼې د موساد، برېتانیا او جرمني په ګډون د لوېدیځو استخباراتي بنسټونو د راپورونو پر بنسټ خبر ورکړ، چې په ایران کې د اعتراض کوونکو پټه وژنه لا هم دوام لري.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې حکومت په زرګونو نیول شوي معترضین په بندخونو کې په ډزو یا زندۍ کولو سره وژلي دي، خو د ایران قضایه قوې دغه راپورونه رد کړل.

د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د «اسراییل هیوم» ورځپاڼې هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې یو شمېر نیول شوي کسان اعدام شوي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو نیول شویو کسانو د دوسیو له ډلې هېڅ یو یې هم تراوسه وروستي او قطعي پړاو ته نه دی رسېدلی.
دغه راپور په داسې حال کې ردېږي، چې ګڼ شمېر رسنیز راپورونه ښيي چې د ایرانیانو د ملي پاڅون یو شمېر نیول شوي کسان د بند پر مهال وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل هیوم د موساد، برېتانیا او جرمني په ګډون د لوېدیځو استخباراتي بنسټونو د راپورونو پر بنسټ خبر ورکړی، چې په ایران کې د اعتراض کوونکو پټه وژنه لا هم دوام لري. دغه بنسټ زیاته کړې، چې حکومت په زرګونو نیول شوي معترضین په بندخونو کې په ډزو یا زندۍ کولو سره وژلي دي.
په دغه راپور کې راغلي، حکومت د دغو کسانو کورنیو ته ویلي چې نیول شوي کسان د اعتراضونو پر مهال وژل شوي دي.
د دغې ورځپاڼې د راپور پربنسټ، لوېدیځ هېوادونه لا هم په کوچنیو ښارونو او کلیوالي سیمو کې د اعتراضونو د ځپلو د دوام او دغه راز د پراخو نیونو په اړه راپورونه ترلاسه کوي.
شهزاده رضا پهلوي د یوې ویډیويي وینا له لارې ایرانیانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت تل هڅه کوي د خلکو ترمنځ ناهیلي، وېره او مایوسي خپره کړي، خو دا هڅې به بریالۍ نهشي.
نوموړي وویل: «موږ دومره ډېر ځوانان چې ویښ او بااحساسه خلک و، د دې لپاره له لاسه نه دي ورکړی چې پاتې نور مو له ژوند څخه هیله وبایلي. برعکس، زموږ ژوندي پاتې کېدل په دې معنا دي چې موږ به حتما خپل ایران ژغورو». شهزاده رضا پهلوي ټینګار وکړ، چې د ایران ولس باید خپلې هیلې ژوندۍ وساتي او د روانو ستونزو سره سره، د راتلونکي لپاره باور له لاسه ورنه کړي.
د هغه په وینا، د هغو ځوانانو قربانۍ چې د ازادۍ او بدلون لپاره یې ژوند له لاسه ورکړی، دا پیغام لري چې مبارزه باید روانه پاتې شي. هغه همدارنګه ایرانیانو ته خبرداری ورکړ، چې په بېاهمیته او هر اړخیزو بحثونو کې ښکېل نهشي.
نوموړي وویل: «خپل ځانونه په دې بحثونو او حاشیوي مسایلو کې مه اچوئ، چې فلان ځای دا خبره وشوه او یا هماغه خوا دا ډول خبرې یا مذاکرات ترسره شول». شهزاده رضا پهلوي زیاته کړه، چې اصلي موخه باید د ایران ژغورنه، د خلکو یووالی او د روښانه راتلونکي لپاره ګډه هڅه وي، نه دا چې ولس د بېځایه خبرو او اوازو له لارې ستړی او مغشوش کړل شي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، په فراه ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بکواه ولسوالۍ په عملیاتو کې د نشه يي توکو يوه فابریکه کشف کړه او د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو او تیزابو سره يې وسوځوله.
د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې فابریکه کې ۲۳ کيلوګرامه ژېړ پوډر، ۱۹ کيلوګرامه تور پوډر او ۸۰ لېتره تیزاب موجود وو.
وزارت ویلي، چې دغه هدفمند عملیات د نشه يي توکو د تولید او قاچاق مخنیوي لپاره ترسره شول.
د راپور له مخې، د نشه يي توکو د پروسس او تولید دغه فابریکه د بکواه ولسوالۍ په یو جلا شوي ځای کې موقعیت درلود، او د دوی د سختو عملیاتو په نتیجه کې له منځه وړل شوې ده.
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزلحصار زندان کې اعدام کړي دي.
ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام لهخوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.
یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بېساري ډول چټکه کړې ده.
د ههنګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. وزارت همدا راز ویلي چې د دغه بندیانو دوسیې به په افغانستان کې تعقیب کړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې نن شنبه، د سلواغې په ۱۸مه، خپره شوې، د اذربایجان جمهوریت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه شوې او ډاډ ورکړل شوی چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به روانه ساتل کېږي.
په خبرپاڼه کې د خوشې شویو بندیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې تیره اونۍ ۱۲۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.