طالبان وایي په کابل کې یې د «غلا» په تور شپږ کسان نیولي دي

په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د پلازمېنې د ۱۶مې حوزې اړوند یې شپږ کسان د غلا په تور نیولي دي. د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د نیول شویو کسانو له ډلې درې تنه هغه غله دي چې د خلکو کورونو ته اوښتل او له هغوی یې قیمتي توکي، ګاڼه او پیسې غلا کولې.
په خبرپاڼه کې راغلي، درې نور کسان داسې غله دي چې د یوه موټر پر مټ یې د خلکو په ځورونې سره له هغوی پیسې او قیمتي توکي اخیستل. د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
