• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پر نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې د دوی د «شفافیت چارې» له نږدې وګوري

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند پر ملګرو ملتونو او د شفافیت پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی، چې افغانستان ته ورشي او د درغلیو د له منځه وړو او شفافیت په تړاو د طالبانو د ادارې اقدامات له نږدې وڅیړي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شفافیت په تړاو د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو وروستی رپوټ رد کړی او وايي، چې ددوی ادارې د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د شفافیت د رامنځته کولو په موخه پیاوړي ګامونه اخیستي دي.

فطرت پر خپل اېکس لیکلي، چې « د فساد کچه د تېرو وختونو په پرتله ډېره ټيټه شوې او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري».

نوموړي ویلي، چې ځینې بنسټونه چې په افغانستان کې استازولي یا حضور نه لري، د میداني څېړنو او د باوري سرچینو پر ځای، دده په وینا، د اټکل او ګومان پر اساس پرېکړې کوي. هغه دغه رپوټونه «ناکره» بللي دي.

نوموړي هیله ښودلې، چې اړوند سازمانونه افغانستان ته لاړ شي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وضعیت له نږدې وګوري.

هغه ادعا کړې، چې د طالبانو ادارې د اداري پروسو د ساده کولو، د فساد له منځه وړو او د شفافیت رامنځته کولو په برخه کې ارزښتناک کارونه کړي دي.

په دې وروستیو کې د کانونو د استخراج په تړاو د طالبانو تړونونه په کوردننه او بهر تر نیوکو لاندې دي، چې شفافیت پکې نشته او د قراردادونو پروسې تر ډېره پټې او له رسنیو لرې ساتل کیږي.

پر دې سربېره طالبانو د نورو اکتشافي قراردادونو په تړاو هم له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بلخ والي او د ترکمنستان کونسل د ګډو پروژو پر چټکتیا خبرې وکړې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د بلخ ولایت والي محمد یوسف وفا په مزارشریف کې د ترکمنستان له کونسل بازاربای کابایف سره په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

ترکمنستاني رسنیو ویلي، د ناستې پر مهال د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، انرژۍ او زېربناوو په برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي او د مهمو ګډو پروژو د عملي کېدو پر چټکتیا ټینګار شوی دی.

په دې ناسته کې په ترکمنستان کې «د ۲۰۲۶ کال ملي شعار او د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې» اړوند راتلونکو مراسمو یادونه هم شوې ده.

دواړو لوریو هیله ښودلې چې د دې همکاریو پراختیا به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي او د سیمې اقتصادي ثبات او ترانزیټي اړیکې به لا پیاوړې شي.

کرزي یوځل بیا افغانې ښځې او نجونې د زده کړو حصول ته وهڅولې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي «پوهې ته د ښځو او نجونو د لاسرسي» نړیوالې ورځې په مناسبت پر افغان ښځو او نجونو غږ کړی، چې له هرې شونې لارې زده کړې وکړي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

کرزي د فبرورۍ ۱۱مې په مناسبت پر خپل اېکس لیکلي، چې په بېلابېلو برخو کې د بشري ټولنې ودې او پراختیا لپاره د ښځو او نجونو ونډه مهمه ده او دا یوازې هغه وخت ممکنه ده چې ښځې او نجونې زده کړو ته لاسرسی ولري.

پخواني ولسمشر په ټولنیز ژوند کې د افغان ښځو او نجونو د رول ستاینه کړې او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د علم او زده کړو د ترلاسه کولو او د هېواد په وده او پرمختګ کې د برخې اخېستلو لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي.

د فبروري ۱۱مه په علم کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په توګه هرکال نمانځل کېږي.

د دې ورځې هدف د ښځو او نجونو د علمي فعالیتونو ملاتړ، په زده کړو او ساینس کې د ددوی د رول د پراختیا هڅول او د جنسیتي توپیرونو کمول دي.

افغانې ښځې او نجونې له څلورو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته د زده کړو له ترلاسه کولو محرومې کړای شوي دي.

طالبانو ویلي و، چې دغه بندیز تر دویم امر پورې نافذ دی، خو په دې وروستیو کې دې ډلې د نجونو د زده کړو مساله له بحثونو بهر کړې او په دې تړاو یې هر ډول بحث او خبرې اترې منع کړې دي.

ایران وايي چې له امریکا سره د خپلو توغندیو پر سر معامله نه کوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۰

د ایران د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د چارشنبې په ورځ وویل چې د ایران د توغندیو وړتیاوې د تهران سره کرښه ده او له امریکا سره په دې اړه خبرې نه کوي. د ایران دولتي رسنیو د علي شمخاني له قوله وویل: «د اسلامي جمهوریت د توغندیو وړتیاوې د خبرو برخه نه دي».

هغه د اسلامي انقلاب د ۴۷مې کلیزې په مراسمو کې دا څرګندونې وکړې.

د امریکا او ایران ډیپلوماتانو تیره اونۍ په عمان کې غیر مستقیمې خبرې وکړې.

واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې د ایران د اتومي وړتیاوو په اړه خبرې د دغه هېواد د توغندیو پروګرام ته هم وغځوي. ایران ویلي چې د بندیزونو د رفع کولو په بدل کې د اتومي پروګرام په محدودولو بحث ته چمتو دی.

تمه ده چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره په لیدنه کې هڅه وکړي چې د امریکا-ایران هر ډول تړون کې د تهران پر توغندیو محدودیتونه هم شامل کړي.

د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د تهران د توغندیو پروګرام هیڅکله د خبرو اجنډا برخه نه وه.

درې میاشتې وروسته؛ عزیزي له طالبانو سره د ۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید بل تړون لاسلیکوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د عزیزي شرکت رییس میرویس عزیزي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د شاوخوا ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره یو بل لوی تړون هم لاسلیک شي.

عزیزي په کابل کې د طالبانو له برېښنا شرکت سره د پنځو پروژو د تړونونونو د لاسلیکولو پرمهال وویل، چې د دوی تخنیکي ټیمونو اړوند تجهیزات او وسایل پېرلي او ټولې دستګاوې د پروژو د عملي کارونو لپاره چمتو دي.

عزیزي وویل، چې که د ټاپي پروژې ځینې مسایل اوار شي، نو په هرات کې به هم د ګازي برېښنا د تولید چارې پیل شي.

د عزیزي شرکت د چارواکو په وینا، د لمریزې برېښنا پروژې به په دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو د ډبرو سکرو پروژو بشپړېدل به درې کاله وخت ونیسي.

دواړې خواوې په دې باور دي، چې د دغو پروژو پلي کېدل به نه یوازې د افغانستان د برېښنا کمی پوره کړي، بلکې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وویل، چې افغان سوداګر د کارخونو د جوړولو لپاره ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري.

د عزیزي په وینا، تر څو چې افغانستان د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا نه شي، صنعتي وده او اقتصادي ثبات محدود پاتې کیږي.

طالبانو او میرویس عزیزي د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا پنځه سترې پروژې لاسلیک کړې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د برېښنا تولید د پنځو سترو پروژو د عملي چارو د پیل رسمي تړونونه لاسلیک شول.

دغه تړونونه نن د سلواغې په ۲۲مه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شول.

د هوکړې له مخې، عزیزي خصوصي شرکت به په هېواد کې د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې نوې پروژې پلې کړي، چې ډېره برخه به یې د لمریزې یا سولر انرژۍ له لارې تولیدېږي.

د عزیزي خصوصي شرکت د پلان له مخې به د کابل ولایت د نغلو سیمه کې د زر مېګاواټه لمریزې برېښنا فابریکه جوړه شي

دغه راز د پروان ولایت په باریک‌اب کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، په غزني کې د ۱۳۰ مېګاواټه سولر برېښنا او په تخار کې ۱۶۵ مېګاواټه ډبرو سکرو برېښنا پروژې هم پکې شاملې دي.

په دغو پروژه کې یوه هم په بغلان ولایت کې د ۳۵۰ مېګاواټه په ظرفیت د ډبرو سکرو ستره برېښنایي پروژه هم شامله ده.

د یادو پروژو ټولټال لګښت شاوخوا ۴۶۳ میلیونه امریکايي ډالر اټکل شوی، چې عزیزي شرکت پرې پانګونه کوي.