د امریکا د استازو جرګې غړي ټامس مَسي د سېشنبې په ورځ سلطان بن سلیم تورن کړ، چې اپسټین ته یې په برېښنالیک کې «د شکنجې ویډیو» لېږلې ده. مَسي ادعا وکړه، چې هغه د بن سلیم او اپسټین ترمنځ د اېمېلونو ناسانسوره شوې بڼه لیدلې ده.
د هغه اېمېل لهمخې چې مَسي په خپل اېکس حساب کې خپور کړی، اپسټین د ۲۰۰۹ کال د اپرېل په ۲۴مه بن سلیم ته لیکلي وو: «چېرې یې؟ ښه یې؟ د شکنجې ویډیو مې خوښه شوه».
بن سلیم یوه ورځ وروسته ځواب ورکړی: «زه اوس په چین کې یم او د مې میاشتې په دویمه اوونۍ کې به امریکا ته راشم».
نیوزویک مجلې په یوه راپور کې لیکلي، چې تر دې مهاله سلطان بن سلیم او د «ډيپي ورلډ» شرکت د دغو تورونو په اړه هېڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په دفتر کې د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ په ۱۶مه، د ډيپي ورلډ شرکت استازي د طالبانو له مالیې وزارت سره د «پانګونې د شرطنامې سند» لاسلیک کړ. په هغه مراسمو کې د ملا برادر د دفتر مشر عبدالله عزام وویل، چې دا تړون به د افغانستان د بندرونو او سوداګریزو لارو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د تړون لهمخې، ډيپي ورلډ شرکت ژمنه کړې چې د هېواد په شمال کې د حیرتان بندر او په ختیځ کې د تورخم بندر عصري او پرمختللي کړي. سره له دې چې دا تړونونه مهم بلل کېږي، طالبانو تر اوسه د دغو قراردادونو د حقوقي اړخونو او جزیاتو په اړه روښانه معلومات نه دي خپاره کړي. د طالبانو د مالیې وزارت هم په دې اړه هېڅ رسمي اعلامیه نه ده ورکړې او ټول خبرونه یوازې د اقتصادي مرستیال له دفتره خپاره شوي دي.
د سلطان بن سلیم او اپسټین ترمنځ د اړیکو تر افشا کېدو وروسته، د کاناډا د کېوبک د تقاعد صندوق اعلان وکړ چې د ډيپي ورلډ په پروژو کې خپله پانګونه دروي. دغه صندوق د ۳۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د دې شرکت په څو پروژو کې پانګونه کړې وه.
د اپسټین د رسوایۍ نه ختمېدونکې کړۍ
د میلیونونو پاڼو اېمېلونه او اسناد ښيي، چې د جېفري اپسټین د اړیکو شبکه له نړۍوالو پولو هاخوا غځېدلې وه. که څه هم تر اوسه په دغو دوسیو کې د کوم افغان سیاستوال یا شتمن نوم نه دی یاد شوی، خو اپسټین د منځني ختیځ له شتمنو کسانو سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې.
د امریکا د عدلیې وزارت اېمېلونه څرګندوي، چې سلطان بن سلیم له هغه وروسته هم چې اپسټین په ۲۰۰۸ کال کې د جنسي قاچاق او د ماشومانو د ځورونې په جرم محکوم شوی و، له هغه سره خپله نږدې اړیکه ساتلې وه. دا مکاتبې تر هغه لږ څه مودې پورې روانې وې چې اپسټین په ۲۰۱۹ کال کې ځان وواژه.
د اېمېلونو ټکان ورکوونکې منځپانګه
په خپرو شویو اېمېلونو کې بن سلیم اپسټین ته د هغو ښځو په اړه معلومات ورکوي، چې ډېری یې فاحشې بلل شوي او داسې ښکاري چې ده ورسره اړیکې لرلې. د ۲۰۱۳ کال د جون په میاشت کې، هغه اپسټین ته د یوه کس د عمر، وزن او قد په اړه جزیات لیکلي او په بل پیغام کې یې ویلي دي: «اوس روان یم چې پر خپلې بېړۍ یوه نوې روسۍ ښځه وازمایم».
هغه همداراز د ۲۰۱۳ کال په ډسمبر کې اپسټین ته په ټوکیو کې د فحشا د خدماتو د بیو لېسټ هم لېږلی و.
جېفري اپسټین چې په ۲۰۱۹ کال کې یو ځل بیا د کمعمره نجونو د جنسي قاچاق په تور نیول شوی و، د محکمې له پیل وړاندې د منهاټن د زندان په کوټه کې ومړ. د عدلي طب څېړنو د هغه د مرګ لامل ځانوژنه بللې ده.