د اوکراین پر خارکیف د روسیې په برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون څلور کسان وژل شوي

اوکرایني چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د روسیې ډرون برید د اوکراین د خارکیف په لوېدیځ کې په یوه ښارګوټي کې څلور کسان وژلي دي. په وژل شویو کسانو کې یو پلار او درې کوچني ماشومان شامل دي.

د خارکیف څارنوال پر ټېلګرام پاڼه ویلي، چې د یاد برید له کبله یو د استوګنې کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.