• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهر بانو سادات:« په افغانستان کې چې څومره خلک زه پېژنم ټول غواړي له هېواده ووځي»

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د شهر بانو سادات فلم «ښه سړی نشته» د جرمني د برلین د «برلیناله فېسټیوال» پرانېستونکی فلم دی. فلم جوړوونکې د طالبانو له ګواښونو تښتېدلې او اوس په هامبورګ کې ژوند کوي. نوموړې ویلي، چې له افغانستان نه ټول خلک په تېښته کې دي.

شهربانو سادات د جرمني ټاګیس شپیګل مجلې ته په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې چې نوموړې څوک پېژني، هغوی ټول له هېواد نه د تېښتې لارې چارې ګوري.

هغې په ۲۰۲۱ کال کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښود او له هغه وخت راهیسې د جرمني په هامبورګ کې اوسیږي.

هغې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « زه د ایران په تهران کې د کډوالې په توګه زیږیدلې یم، ځکه زما مور و پلار په ۷۰مو کلونو کې د شوروي-افغان جګړې له ویرې ایران ته تللي وو او په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې لوی تبعیض شته دی. تل به یې زه «افغانۍ» بللم.

نوموړې وايي، کله چې ۱۱ کلنه وه او په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته ستنه شوه، هلته خلکو ایرانۍ بلله.

خو نوموړې وايي، چې په افغانستان کې یې هڅه کوله ځان افغانه ثابته کړي، خو داسې یې انګیرله چې په هیڅ ځای پورې اړه نه لري.

نوموړې د جرمني تجربه هم ورته بللې او وايي، چې له دې ټولو سره سره ددې لپاره دا یو ډول ازادي ده، چې په هر نامه بلل کیږي، خو چې ازاده واوسي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

پاکستان په کندهار او مزارشریف کې د خپلو کونسلګرو لپاره نوي مسوولان وټاکل

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په کندهار او مزارشریف کې یې خپلو کونسلګرو ته دوه نوي مسوولان ټاکلي دي. د پاکستان حکومت دغه راز په نورو هېوادونو کې هم ۱۹ سفیران او د کونسلګریو مسوولان معرفي کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۲مه اعلان وکړ، چې د افغانستان په ګډون یې په ګڼو هېوادونو کې خپل ۱۹ سفیران او د کونسلګریو نوي مسوولان ټاکلي دي.

د یاد وزارت په وینا، دا ټاکنې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په هوکړه شوې دي.

د دې پرېکړې له مخې، شهباز حسین او اویس احمد خان په کندهار او مزارشریف کې د پاکستان عمومي کونسلانو په توګه معرفي شوي دي.

پاکستان په بنکاک، برلین، دارالسلام، دوشنبه، جنیوا، کامپالا، کټمنډو، لندن، نایروبي، اوسلو، استکهلم، تاشکند او تهران کې هم ۱۳ سفیران او په فرانکفورت، ګوانګژو، لاس انجلس او مونټریال کې څلور کونسلان ټاکلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هیله څرګنده کړې چې د پاکستان استازي به په بهر کې په شفافه توګه خپل ماموریت وکړي او پر اقتصادي ډیپلوماسۍ د تمرکز له لارې به د پاکستان ملي ګټې پرمخ بوځي.

دا ډیپلوماتیک اقدام په داسې وخت کې کېږي چې د تېرو میاشتو په ترڅ کې د طالبانو او اسلام‌ اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

پاکستان څو ځله طالبان تورن کړي چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي، خو طالبانو تل دغه ادعاوې رد کړې دي.

طالبانو پر نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې د دوی د «شفافیت چارې» له نږدې وګوري

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند پر ملګرو ملتونو او د شفافیت پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی، چې افغانستان ته ورشي او د درغلیو د له منځه وړو او شفافیت په تړاو د طالبانو د ادارې اقدامات له نږدې وڅیړي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شفافیت په تړاو د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو وروستی رپوټ رد کړی او وايي، چې ددوی ادارې د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د شفافیت د رامنځته کولو په موخه پیاوړي ګامونه اخیستي دي.

فطرت پر خپل اېکس لیکلي، چې « د فساد کچه د تېرو وختونو په پرتله ډېره ټيټه شوې او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري».

نوموړي ویلي، چې ځینې بنسټونه چې په افغانستان کې استازولي یا حضور نه لري، د میداني څېړنو او د باوري سرچینو پر ځای، دده په وینا، د اټکل او ګومان پر اساس پرېکړې کوي. هغه دغه رپوټونه «ناکره» بللي دي.

نوموړي هیله ښودلې، چې اړوند سازمانونه افغانستان ته لاړ شي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وضعیت له نږدې وګوري.

هغه ادعا کړې، چې د طالبانو ادارې د اداري پروسو د ساده کولو، د فساد له منځه وړو او د شفافیت رامنځته کولو په برخه کې ارزښتناک کارونه کړي دي.

په دې وروستیو کې د کانونو د استخراج په تړاو د طالبانو تړونونه په کوردننه او بهر تر نیوکو لاندې دي، چې شفافیت پکې نشته او د قراردادونو پروسې تر ډېره پټې او له رسنیو لرې ساتل کیږي.

پر دې سربېره طالبانو د نورو اکتشافي قراردادونو په تړاو هم له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

د طالبانو د بلخ والي او د ترکمنستان کونسل د ګډو پروژو پر چټکتیا خبرې وکړې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د بلخ ولایت والي محمد یوسف وفا په مزارشریف کې د ترکمنستان له کونسل بازاربای کابایف سره په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

ترکمنستاني رسنیو ویلي، د ناستې پر مهال د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، انرژۍ او زېربناوو په برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي او د مهمو ګډو پروژو د عملي کېدو پر چټکتیا ټینګار شوی دی.

په دې ناسته کې په ترکمنستان کې «د ۲۰۲۶ کال ملي شعار او د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې» اړوند راتلونکو مراسمو یادونه هم شوې ده.

دواړو لوریو هیله ښودلې چې د دې همکاریو پراختیا به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي او د سیمې اقتصادي ثبات او ترانزیټي اړیکې به لا پیاوړې شي.

کرزي یوځل بیا افغانې ښځې او نجونې د زده کړو حصول ته وهڅولې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي «پوهې ته د ښځو او نجونو د لاسرسي» نړیوالې ورځې په مناسبت پر افغان ښځو او نجونو غږ کړی، چې له هرې شونې لارې زده کړې وکړي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

کرزي د فبرورۍ ۱۱مې په مناسبت پر خپل اېکس لیکلي، چې په بېلابېلو برخو کې د بشري ټولنې ودې او پراختیا لپاره د ښځو او نجونو ونډه مهمه ده او دا یوازې هغه وخت ممکنه ده چې ښځې او نجونې زده کړو ته لاسرسی ولري.

پخواني ولسمشر په ټولنیز ژوند کې د افغان ښځو او نجونو د رول ستاینه کړې او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د علم او زده کړو د ترلاسه کولو او د هېواد په وده او پرمختګ کې د برخې اخېستلو لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي.

د فبروري ۱۱مه په علم کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په توګه هرکال نمانځل کېږي.

د دې ورځې هدف د ښځو او نجونو د علمي فعالیتونو ملاتړ، په زده کړو او ساینس کې د ددوی د رول د پراختیا هڅول او د جنسیتي توپیرونو کمول دي.

افغانې ښځې او نجونې له څلورو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته د زده کړو له ترلاسه کولو محرومې کړای شوي دي.

طالبانو ویلي و، چې دغه بندیز تر دویم امر پورې نافذ دی، خو په دې وروستیو کې دې ډلې د نجونو د زده کړو مساله له بحثونو بهر کړې او په دې تړاو یې هر ډول بحث او خبرې اترې منع کړې دي.

ایران وايي چې له امریکا سره د خپلو توغندیو پر سر معامله نه کوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۰

د ایران د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د چارشنبې په ورځ وویل چې د ایران د توغندیو وړتیاوې د تهران سره کرښه ده او له امریکا سره په دې اړه خبرې نه کوي. د ایران دولتي رسنیو د علي شمخاني له قوله وویل: «د اسلامي جمهوریت د توغندیو وړتیاوې د خبرو برخه نه دي».

هغه د اسلامي انقلاب د ۴۷مې کلیزې په مراسمو کې دا څرګندونې وکړې.

د امریکا او ایران ډیپلوماتانو تیره اونۍ په عمان کې غیر مستقیمې خبرې وکړې.

واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې د ایران د اتومي وړتیاوو په اړه خبرې د دغه هېواد د توغندیو پروګرام ته هم وغځوي. ایران ویلي چې د بندیزونو د رفع کولو په بدل کې د اتومي پروګرام په محدودولو بحث ته چمتو دی.

تمه ده چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره په لیدنه کې هڅه وکړي چې د امریکا-ایران هر ډول تړون کې د تهران پر توغندیو محدودیتونه هم شامل کړي.

د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د تهران د توغندیو پروګرام هیڅکله د خبرو اجنډا برخه نه وه.